داسې ودونو ته تلل جايز دي په کومو کې چې حرام او منکرات وي ؟

مننه ګرانه كور مو ودان الله دې جنت فردوس دركړي دير ښه معلومات دي
داسي محافيلو ته تلل څه حکم لري چې هلته کناه او منکرات وي  يعنې هغه ته هم ګناه ده ؟

حسيب الله  حقيار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

محمود الفتاوي ليکي :

د داسې وليمې او واده د دعوت قبلول چې په هغه کې منکرات تر سره کيږي لاندې صورتونه لري :

۱- که سړی اصلاح کوونکي ، متقدا او قوم پشوا وي او دی خبر لري چې هلته منکر کار تر سره کيږي نو د هغه شرکت جايز نه دي ،لکن که خبر نه وي او شرکت وکړي خو کله يې چې وليدل چې منکر تر سره کيږي هغه به پاڅي او محفيل به ترک کړي ځکه په داسې محفيل کې د ده شرکت د اسلام او اسلامي شعائر او مسائلو د سپکاوي او حرمت سبب کيږي ، که څه هم دعوت واجب يا سنت وی ده ته يې اجابت جايز نه دی .

 و  فی  الدر: 

«‌ فإن كان مقتدي (ولم يقدر على المنع خرج ولم يقعد) لأن فيه شين الدين، والمحكي عن الإمام كان قبل أَنْ يصيرَ مقتدى به (وإن علم أو لا) باللعب (لا يحضر أَصْلاً) سواء كان ممن يقتدى به أو لا، لأنَّ حقَّ الدعوة إنما يلزمه بعد الحضور لا قبله، ابن كمال. »‌.

و  فی  الرد:

«‌و  فی  التبیین  ما  رواه  ابن  ماجه  ان  علیاًرضي الله عنه  قال‌: «صَنَعْتُ طَعَامَاً فَدَعَوْتُ رَسُولَ اللَّهِ فَجَاءَ فَرَأَىٰ تَصَاوِيرَ، فَرَجَعَ» أهـ قُلْتُ: مفاد الحديث أنه يرجع ولو بعد الحضور، وأنه لا تلزم الإجابة مع المنكر أَصْلاً تأمل »‌.(‌رد المحتار:5/245)

۲- که سړی د قوم پيشوا او عالم نه وي او دی خبر وي چې هلته منکر تر سره کيږي هلته به نه ځي ، که خبر نه وي او شرکت وکړي او وروسته منکرات وويني نو محفيل به ترک کوي خو که د معصيت او منکر ځای جلا وي او د طعام ځای جلا بيا باک نه لري چې طعام وخوري .

و  فی  الدر  المختار:

«‌دعی  الی  ولیمة  ثمة  لعب  أو غناء  قعد  و  أکل  لو  المنکر  فی  المنزل فلو علی  المائدة  لاینبغی  ان  یقعد  بل  یخر‌ج ‌معرضاً  لقوله  تعالی‌:  «‌فلا تقعد  بعد  الذکری  مع  القوم  الظالمین  فان  قدر  علی  المنع  فعل  و  الا  یقدرصبر  ان  لم  يکن  هناک  معصیة  و  لا  بدعة  و الامتناع  اسلم  فی  زماننا  الا  اذا  علم یقیناً  ان  لا  بـدعة  و  لامعصیة  أهـ و  الظاهر  حمله  علی  غير  ولیمة لما  مرٌ  یأتی‌،  تأمل  (‌قوله‌:  لاینبغی  أن  یقعد)  أی  یجب  علیه  قال  فی  الاختیار  لأن  استماع  اللهو  حرام  و  الاجابة  سنة  و  الامتناع  عن  الحرام  أولی  أهـ‌»‌.(رد المحتار:5/245)

و  فی  التحرير  المختار  تحت  قوله‌:  (‌والظاهر حمله علي غير الوليمة‌) لا یظهـر  هذا  الحـمـل  بل  الظاهر  حمله  علی  عمومه‌»‌.(التحرير المختار:5/306)

همدارنګه د الاسلام سوال جواب څخه پوښتنه شوې چې : داسې وليمه ته تلل جايز دي چې هغه ګناه او منکرات وي ؟

السؤال : هل يجوز الذهاب لوليمة عرس سبقتها منكرات وآثام ؟

الجواب:
” ألا يكون هناك منكر في مكان الدعوة ، فإن كان هناك منكر ، وهو يستطيع إزالته : وجب عليه الحضور لسببين : إجابة الدعوة ، وتغيير المنكر ، وإن كان لا يمكنه إزالته : حرم عليه الحضور ” .
يعنې : د دعوت اجابت هغه وخت جايز دی چې هلته منکر نه وي ، که منکر وي او دی د هغه په اصلاح او منع قادر وي نو د ده حضور واجب دی ځکه چې يو خو د دعوت اجابت دی او بل د منکر منع کول دي او که په اصلاح او منع کولو يې قادر نه وي نو حضور حرام دی .
الاسلام سوال جواب

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً