د ودي او مذي په وتلو سره غسل نشته (د مني ،ودي او مذي تر مينځ فرق )

اول می سلامونه اونیکی هیلی ومنی.
دا سی دځینو ښځوڅخه په عادی حالت کی سپرم یامنی خارجیژی په ورځ کی یویاڅوځلی ایا دوی بایدغسل وکړی که صرف دلمانځه لپاره داوداسه کول کفایت کوی؟ که چیری همدغه ښځی له میړه سره دمستی په حالت کی بیدون له دینه سی دخول صورت ونیسی غسل اوړی کنه؟
په بښنی سره که چیرته می په لیکنه کی ادبیات نه وی مراعات کړی.

احمد ولي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه اوبه چې په عادي حالت کې د ميتيازو ورسته خارجيږي ودي بلل کيږي ، او هغه اوبه چې د مستۍ په وخت کې خارجيږي مذي بلل کيږي په دې دواړو حالتونو کې غسل نه واجبيږي او همدارنګه که د سړی د شرمګاه سر د ښځې په شرمګاه کې بټ شي غسل واجبيږي او که سر يې پټ نه شي غسل نه واجبيږي .

تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً