اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!زماسلامونه د انلاین السلامی لارشود چلونکوته ورسیږی .پوښتنه می داده چی :ایادسوپه پیسوباندی(هغه پیسی چی دسودیارباپه واسطه جمع شوی وی) د مسجدلپاره بیت الخلاجوړول جوازلری اوکه نه؟                                                   مجیب الرحمن وهاج دمالیزیادبین المللی اسلامی پوهنتون څخه.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله کې د معاصرو فقهاؤ دوه قسمه اقوال دي :

اول قول: د بانک څخه د سود اخيستل په هيڅ وجه جايز نه دي :

په دې باره کې د امريکا څخه يو محصل د فتاوي البلد الحرام څخه پوښتنه کړې ده چې ډير مهم مطلب ته پکې اشاره شوې ده :

د سود اخيستل په دې نيت چې د خير په کار کې به يې مصرفوم 

پوښتنه : يو ځوان چې په امريکا کې تحصيل کوي ، د ناچاری په وجه خپلی پيسی په يوه سودي بانک کې ږدي آيا د سود اخيسل په دې نيت چې هغه به د خير په کار کې مصرفوم جائز دی ؟ په دې چې بانک خو يې هسې هم خپل ځان ته ګرځوي .

ځواب : پدې کې څو خبرې دي

اول : پداسې بانکونو کې د پيسو ايښودل جايز نه دي ځکه د خلکو له سرمايي څخه استفاده کوي او په هغه باندې خپل تجارت کوي مونږ اجازه نه لرو تر څو خپل مال د سود خورو او کفارو په اختيار کې ورکړو تر څو له هغه څخه سود او ګټه پورته کړي .

مګر که د غلا له ويرې او د ځان له ويرې دا کار وشي باک نه لري مګر دهغه سود اخيستل حرام دي ځکه چې له هغه څخه څه قبلول ربا او سود دی کوم چې الله تعالی منع کړي قوله تعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (٢٧٨)فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لا تَظْلِمُونَ وَلا تُظْلَمُونَ (٢٧٩)]

ای مؤمنانو ! له خدايه ووريږی او تاسې چې کوم سود پر خلکو پاتې دی هغه ور پريږدی که په رښتيا مو ايمان راوړی وي ، خو که تاسې داسې ونه کړل نو خبر ووسئ چې د الله او دهغه د رسول لخوا ستاسې پر خلاف د جنګ اعلان دی اوس هم توبه وباسئ او سود پريږدی او تاسې د خپلی پانګی حقدار يئ .

دا آيت شرِيف پدې دلالت کوي چې هيڅ نوعه سود اخيستل روا نه دي .

که داسې ووايو چې که دا پيسی د هغوی په اختيار کې ورکړو نو هغوی عبادت ځايونه ، او جنګې تجهيزات چې د مسلمانانو پر ضد کارول کيږي کار واخلی په ځواب کې بايد ووايو چې مونږ د الله تعالی  په امر او د ستور مامؤر شوی يو دا چې له يوه شي څخه چې الله (جل جلاله ) منع کړي ؤ منعه شو او که فرضاً هغه شی د فاسد سبب ګرځي زمونږ پرغاړه نه دی او زمونږ پر غاړه د الله (جل جلا له ) فرمانبرداري ده د الله تعالی فرمان په هرڅه کې مقدم دی .

دوهم :آيا دا سود چې له بانک څخه اخيستل کيږي زما له پانګي څخه به وي ؟

په ځواب کې وايو : دا د تا له سرمايې څخه نه دی ځکه ممکن بانک هغه وخت ضرر کړی وي نو ځکه دا سود په قطعی توګه په تا پورې اړه نه لري .

دريم : د سود اخيستل په هغه څه اقرار کول دي چې هغه حرام بولو ځکه د قيامت په ورځ به د الله تعالی په حضور په هغه باندې د ربا او سود اقرار کيږي نو آيا دا به جايز وي چې څه حرام شي د خير او مصلحت په نوم حلال کړو پداسې حال چې پدې عقيده لرو چه حرام دي ؟

ځکه د قرآنی نص په مقابل کې په قياس عمل کول جايز نه دی .

څلورم :که هغه پدې نيت اخلې چې د خير په کار کې به يې مصرف کړي تر څو له ګناه څخه پاک شي په اصل کې دا کار پدې معنی دی چې په ګناه کې ځان ورګډوي او وروسته د هغه د خلاصون فکر کوې ، دا له عقل او منطق سره سر نه خوري ځکه مخکې له دې چې په ګنا ککړ شي له څخه لرې شه ، آيا دا يو عاقلانه عمل دی چې انسان خپلی جامې په ادار ککړې کړي او هرکله چې ککړی شي هغه پريمنځي ؟ هيڅ کله هم دا يو عاقلانه عمل نه دی د ربا او سود په تحريم معتقد يئ هغه اخلې او صدقه کوی يې ، نو ځکه هغه بالکل اخله مه او ځان له هغه څخه پاک وساته .

پنځم  : سود خوړل مشابهت له يهودو سره دی چې الله تعالی هغوی ملامت کړي او فرمايي :

[فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا (160) وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (161)]

 فتاوي البلد الحرام ، علماء حرمين  (3/386-390)

دوهم قول : د ځان او اهل د پاره په هر وجه او هر شکل چې وي د سود اخيستل حرام دي ، لکن که سودي ګټه د ګناه څخه د خلاصون په نيت نه د صدقې په نيت په فقراء ، مساکينو او خيريه کارونو کې مصرف کړي باک نه لري .

لا يجوز لك بأي حال امتلاك الفوائد الربوية، والانتفاع بها على أي وجه من الوجوه، ويجب الإسراع في التخلص منها وصرفها إلى مصالح المسلمين المختلفة، وليس لك ثواب الصدقة في ذلك، وإنما تثاب من ناحيتين أخريين:

الأولى : التخلص من المال الحرام، والقذف به بعيداً عنك، ليبقى مالك حلالاً طاهراً، وحياتك منزهة عن هذا الحرام.

الثانية: أنك بهذا الفعل كنت وسيطاً في نقل المال ” الفوائد الربوية ” من المصرف ( البنك ) إلى جيوب الفقراء، خاصة إذا كان المصرف يتولاه جهة غير مسلمة، فبهذا تكون قد ساهمت في انتزاع هذا المال من أيدي غير مسلمة وجعلها في قبضة مصالح المسلمين. (المجلس الاسلامی لأفتاء بيت المقدس )

جاء في “الموسوعة الفقهية” (23/248) :

” المال الحرام كالمأخوذ غضبا أو سرقة أو رشوة أو ربا أو نحو ذلك ليس مملوكا لمن هو بيده , فلا تجب عليه زكاته ; لأن الزكاة تمليك , وغير المالك لا يكون منه تمليك ; ولأن الزكاة تطهر المزكي وتطهر المال المزكى لقوله تعالى : ( خذ من أموالهم صدقة تطهرهم وتزكيهم بها ) وقال النبي صلى الله عليه وسلم: ( لا يقبل الله صدقة من غلول ) .

والمال الحرام كله خبث لا يطهر .

والواجب في المال الحرام رده إلى أصحابه إن أمكن معرفتهم وإلا وجب إخراجه كله عن ملكه على سبيل التخلص منه لا على سبيل التصدق به , وهذا متفق عليه بين أصحاب المذاهب .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email