دآنلاین اسلامی لارښود تولو کارکوونکو ته اسلام علیکم …………… دطواف نه وروسته دسر دویښتانو  کمول صحیح دی او که مکمل حلق کول یی که چیری لند شی حکم یی سه دی

احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په عمره کې  د صفا او مروه تر مينځ سعې نه وروسته او په حج کې د قربانۍ کولو وروسته د سر خريل يا د ویښتانو لنډول دي .

د ويښتانو لنډول او خريل دواړه صحي دي لکن په حج کې د ويښتانو خريل افضل دی ، مګر ويښتان به د يوي ګوتې په اندازه کميږي که ويښتان د يوې ګوتې د اندازې څخه کم وي نو بيا يې خريل واجب دي (معلم الحجاج ص ۲۱۹ – معين الحجاج ص ۲۹۲ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email