اسلام علیکم ورحمه اله وبراکاته:
زه خپل سلامونه نیک احترامات داسلامی لارښود کارکونوته وړاندی کوم. پوښتنه
مړی پسی هروخت دشپی لیخوا دسورت (یاسین) تلاوت کول هغه که د کفاروپه مقابل  که په شهادت رسیدلی وی اویا پخپل پستر کی په حق رسیدلی وی دغه دواړو حالتوکی تلاوت آجر (ثواب)مفصل بیان وکړی.په درناوی

محمد عظیم

عربی الامارات المتحده العین

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

د مالي عباداتو ثواب د اهل سنت والجماعت په اتفاق سره مړی ته رسيږي

يو سړی پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويی ويل :

« إِنَّ أُمِّي افْتُلِتَتْ نَفْسُهَا – أی ماتت بغتة- وَأُرَاهَا لَوْ تَكَلَّمَتْ تَصَدَّقَتْ، أَفَأَتَصَدَّقُ عَنْهَا؟ قَالَ: نَعَمْ »[1]

مور مې ناچاپه وفات شو زما په نظر که د خبرو کولو فرصت يې پيدا کړی وای نو صدقه يې ادا کوله ، ايا کولای شم د هغه له طرفه صدقه ورکړم ؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو .

همدارنګه پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  سعد بن عباده رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُا ته اجازه وکړه تر څو د خرما باغ د مور د وفات وروسته د هغه د پاره صدقه کړي .[2]

مګر کوم چې بدني عبادات دي لکه لمونځ ، روژه او د قرآنکريم تلاوت ددې د ثواب په رسيدو کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی د امام مالک او امام شافعي قول دا دی چې د بدني عباداتو ثواب مړې ته نه رسيږي او د امام ابوحنيفه او امام احمد  او شوافعو د یوې ډلې په نزد رسيږي .

قال امام نوي فی الاذکار :

اختلف العلماء فی وصول ثواب قرآءة القرآن فالمشهور من مذهب الشافعی و جماعت انه لا يصل و ذهب احمد بن حنبل و جماعت من العلماء و جماعت من اصحاف شافعی الی انه يصل فالاختيار ان يقول القاری بعد فراغه الله اوصل ثواب ما قراته الی فلان و الله تعالی اعلم

نقل فی کفايت المفتي مفتی اعظم حنفي کفايت الله دهلوي رحمه الله ج ۴ ص ۱۱۳ )

د فتاوي دارالعلوم ديوبند په حواله  فقه اکبر ليکي : اختلف فی العبادات البدنية کالصوم والصلوة و قرآءة القرآن و الذکر فذهب ابوحنيفه و احمد و جمهور السلف الی وصلها و استدلاله بقوله سبحانه (وَأَن لَّيْسَ لِلإِنسَانِ إِلاَّ مَا سَعَى ) (فقه اکبر ص ۱۶۰ ) ظفير – نقل فی فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۵ ص ۳۰۱ ) .

الشبکة الاسلامية ددې سوال په ځواب کې د مړې د پاره قرآن لوستل جايز دي ليکي :

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه اما بعد :

فلا حرج ان شاء الله فی قراءة القرآن واهداء ثوابها للميت علی الراجح من أقوال اهل العلم کما هو مبين فی الفتوی رقم 3406 .

و ما ورد فی السوال من الاجماع للقراءة فان کان المقصود به الاجتماع للقراءة للميت – وهو الظاهر من سوال – فهو أمر محدث لا أساس له فی الشرع ، والذي ينبعي هو احسن يجلس الرجل منفرداً فی بيته او فی المسجد ثم يقرأ و يهدي ثواب ددې ميت ان شاء الله . والله اعلم (فتوای رقم 29004 الشبكة السلامية ) .

دوهم :

په ايصال ثواب کې د یاسين شريف يا کوم بل سورت او آيت مشخصول او همدارنګه د ورځې يا شپې ټاکل ثابت نه دي .

ايصال ثواب روح د مړي ته کار د خير او موجب د اجر دی مګر د ورځې ،نيټې ،دريمه ،څلويښتمه ،کال اوغيره مقررول نه دي په کار ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۱صفحه ۴۷ ) .

و فی البزازية و يکره اتخاذ الطعام فی الیوم الاول و الثالث و بعد الاسبوع و نقل الطعام الی القبر فی المواسم ، و اتخاذ الدعوة لقراءة القرآن و جمع صلحا ، و القراء للختم ( الدرمحتار ۲/ ۲۴۰ ، مطلب فی کراهية الضيافة ) .

مبحث ذبح الذبائح، وعمل الأطعمة في المآتم * ومن البدع المكروهة ما يفعل الآن من ذبح الذبائح عند خروج الميت، من البيت، أو عند القبر، وإعداد الطعام لمن يجتمع للتعزيه: وتقديمه لهم كما يفعل ذلك في الأفراح ومحافل السرور وإذا كان في الورثة قاصر عن درجة البلوغ، حرم إعداد الطعام وتقديمه ( فقه علی الامذاهبة الاربعة )

(فتاوی علماء البلدالحرام ۷/۳۴۲ ) ، (فتاوي داالعلوم ديوبند ج۱ ص ۵۲ )

 (کفايت المفتي ج ۱ ص ۲۷۱ – النبراس شرح العقائد ص ۱۵ )

دريم :

خپلو مور پلار تر صدقي کولو او نورو عباداتو بخښلو هغوی ته دعا کول غوره دي .

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی : « إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ»[3]

کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جايري صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

[1] بخاری1388،2760،و مسلم1004

[2] بخاری2762

[3] مسلم 1631

Print Friendly, PDF & Email