د امام د انتخاب د پاره کوم صفات ضرور دي ؟

انلاین لارښود محترمو علماو ،کارکونکوته اولوستونکو ته
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:
زه یوه پوښتنه لرم چه امام د مسجد حد اقل کوم مواصفات ولری تر څو د مسجد د امامت لپاره انتخاب شی؟

په درناوی
محمدی

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام انتخاب

۱- اول هغه کس د امامت وړ دی چې علم دين ولري او پخپل علم عمل کوي .

۲- که عالم نه وي بيا هغه کس چې قرآن صحي لوستلای شي .

۳- بيا پرهيزګاره سړی .

۴- بيا هغه کس چې عمر يې زيات وي .

 

د لاندې خلکو امامت مکروه دی يا په لاندی صورتونو کې جماعت مکروه دی .

۱- بدعتي ۲- فاسق چه ګناوي کوي او په قرآن او حديث باندې عمل نه کوي ۳- جاهل ۴- ړوند که داسې ړوند وي چې په پاکۍ او صفايی پوهيږي نو بيا باک نه لري ۵- حرام خور وي ،سود خور،رشوت خور او داسې نور  .

فقه مُيسر زياتوي :

د ښځو موجوديت په جماعت کې په نن عصر کې چې د فتنی ويره ده .

د لمانځه اوږدول د سنت اندازی څخه .

د امامت شرايط :

۱- امام به نر وي ښځه د نارينوو امامت نشي کولای .

۲- امام به بالغ وي ۳- امام به عاقل وي ليونی به نه وي ۴- امام به په هغه قرآءت چې د لمانځه د صحت لپاره ضرور وي قادر وي .۵- د امام څخه کوم د لمانځه شرط نه وي پاتی مثلاً بې اودسه بې ستره به نه وي .

۶- امام به معذور نه وي مثلاً خونريزي ، سلسل البول او د باد جايری توب يا د متيازو تلل .

۷- امام به صحي لسان وي توتله به نه وي چې حروف په صحي توګه نشي ادا کولای .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً