السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ګرانو مشرانو ددعوت دپاڼي چلونکو دالله (ج) په دربار کی دعاکوم الله تعاله مو به هرډګرکی کامیاب او بریالی لره الله تعاله دی نور هم توفیق درکړی چی مسلمان پښتون او نورو مسلمانانو لپاره خپل قیمتی او ارزښتناک وخت ورکړی او دهغوی سوالونو ته جوابونه ووایی.

پوښتنی ته راځم پوښتنه می داده چی نن سبا خو فیسبوک داسی یو عادی شی یا لکه ورځنی کار ګرځیدلی دی.

نور ډیر ځوانان یاعالمان دی هغوی خو ماشاالله ډیر ښه ښه فوسټونه کوی پکی او دعبرت نه ډکی او دخوند او اسلامی لیکنی ورته افلوډ کوی.
نوځینی داسی خلګ دی چی ځانونه یی لکه نښتر ګرځولی وی او دخپل فروفایل عکس یی هم خپل ګرځولی وی.
نو اصلی موضوع ته راځم ډیر داسی کسان دی چی خپل عکسونه اخلی په بی لابیلو ځایو کی او ورته افلوډ کوی یی چی دامی په پلانکی ځای کی اخیستی دی دامی په پلانکی ځای کی اخیستی دی او داسی نور هتایو دحمام عکس تری پاتی وی نور یی دهرشی خواته عکسونه اخیستی وی نو داعکسونه څنګه دی داسلام له نظره ګناه لری که ګناه لری سومره ګناه لری.

داسوال می صرف دهغو لپاره کړی ده چی ټوله ورځ لګیاوی خپل عکسونه افلوډ کوی او خلګو ته وایی چی ځه خو ځه یم دادی ځما عکسونه نو خپل قیمتی وخت مو نور نه نیسم.

الله تعاله مو په دواړو جهانو کی کامیاب او بریالی او خوشهاله لره مننه ګرانو.

دجواب په هیله ستاسو ورور جانان پکتیاوال

——————————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 بې ضرورته د ذی روح تصويرونه اخيستل لکه انسان ، حيوان ، مرغه و غيره حرام دي ځکه چې په اړه يې ډير سخت او شديد وعيدونه ذکر شوي دي ، په اسلام کې د تصوير حکم دلته وګورئ .

فرق نه کوي که دا په لاس باندې رسم شي يا په کمره ، کمپيوټر و غيره آلاتو باندې تر سره شي ، اولين کس چې فتوګرافي تصويرونه يې مباح و بلل د مصر مفتي علامه  محمد  بخیت  المطیعی ؤ چې د هغه دغه نظر د علماؤ لخوا رد شو

فتاوی المحمودي حنفي ليکي :

«‌و  لکن‌کثیراً  من  علماء  البلاد  العـربیة  و  جلٌهم  أوکلٌهم  فی  البلاد  الهندیة‌،  قد  أفتوا  بأنه  لا  فرق  بین  الصورة  المرسومة  و  الصورة  الشمسیة  فی  الحکم  ولنحک  لک  اقوال  بعض المعاصرين  من  علماء  البلاد  العربیة‌.

و  قال  الاستاذ  العلامة  محمد  تقي  العثمـانی  مد  ظله‌ العالی  فی  شرح  مسلم‌:

«‌و  الواقع  ان  التفریق  بین  الصور  المرسومة  و  الصور  الشمسیة  لا  ینبغی  علی  اصل  قویٌ     و  من  المقرر  شرعاً  ا‌ن  ما  كان  حراماً  او  غیر مشروع  في اصله  لا  یتغیر  حكـمه  بـتغیٌر  الآلة  فالخمر  حرام‌،  سواء  خمّرت  بالید  او  بالماکينات  الحدیثة و  القتل  حرام  سواء  باشره  المـرء  بالسکين أو  باطلاق  الرصاص‌،  فکذلك  الصورة  قد  نهی  الشارع  عن  صنعها  و  اقتنائها،  فلا  فرق  بمنا  کانت  الصورة  قد  اتخذت  بریشة  المصوٌر  أو  بالآلات  الفوتوغرافية‌.  و  الله  سبحانه  اعلم‌»‌.(تكملة فتح الملهم:4/163)

خلاصه : بې ضرورته د تصوير اخيستل ، آپلوډ کول ، په انټرنيټ کې نشرول حرام دي ځکه چې د تصوير په باره کې سخت وعيدونه راغلي دي ، ددې عمل څخه ځان ساتل په کار دي .

بل دا چې غير اخلاقي او شهوت پارونکي تصويرونه د بې حيایی او فحشاء خرول دي کبيره ګناه ده او د داسې کسانو د پاره د سخت عذاب خبرداری دی کوم چې غواړي په خلکو کې بې حيايي او فحشاء خپره کړي .

قوله تعالی : إنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (حج ۱۹) 

يقيناً هغه کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کې فحشاء او ناوړه کارونه خواره کړي هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک عذاب وړ دی الله جل جلا له پوهيږي او تاسې نه پوهيږی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email