اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

څه وخت مخکې په کابل کې د امريکايي پوهنتون يو استاذ د همجنس بازي لپاره تبليغات کول ، واضح ده چې هيواد کفارو اشغال کړی دی او هغوی غواړي دغه عمل په خلکو کې رواج کړي په دې اړه د اسلام حکم که را ته واضح کړی مهرباني به مو وي

والسلام ، قاري حمزه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

همجنس بازي (لواطت) يا د همجنس سره واده او يا د همجنس يعنې نارينه له نارينه څخه او ښځه له ښځې څخه جنسي خواهش پوره کولو ته وايي چې دا هغه ستر فاحش او سپک عمل دی چې حتی په حيواناتو کې هم وجود نه لري .

دغه پست عمل سږ کال د امريکې د کفري ديموکراسۍ عملبردار شيطاني رژيم لخوا په رسمي توګه تصويب شو.

دا فاحش عمل عظيم فساد دی چې د لوط عليه السلام قوم ورباندې مبتلاء ؤ چې ددې فاحش عمل په وجه په سخت عذاب سره تباه شول .

چې قرآنکريم يې داسې بيان کوي : قَالُواْ يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُواْ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ ، فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ (هود ۸۰-۸۲ ) .

ژباړه :[[ (استازو ) وويل : ای لوطه بې شکه چې مونږ ستا د رب استازي يو . دوی هيڅکله پر تا نه برلاسي کيږي . نو د شپې په يوې برخه کې خپله کورنۍ (له دې ښاره ) اوباسه او ستاسې يو کس دې هم شا ته نه ګورئ ، پرته ستا له ښځې څخه چې دې ته هم هماغه عذاب رسيدونکی دی چې دوی ته رسيږي . بې شکه چې د دوی د تباهۍ لپاره سهار وخت ټاکل شوی دی . آيا سبا يې نژدې نه دی ؟

نو کله چې زمونږ فرمان راغی ، د هغوی (کورونه ) مو پر بل مخ نسکور کړل او پر دوی مو د پخو خټو د تيږو باران واوراوه ]].

د اسلام په مقدس دين کې د جماع يا جنسي خواهش پوره کولو طريقه کوم چې الله سبحانه وتعالی يې په طبعي توګه وسائل په انسانانو خلق کړی دي بيان کړی ده ،دې نه علاوه ټولې شيطاني طريقې حرام اعلان شوي دي ، حتی په اسلامي شريعت کې د نارينه له نارينه سره او د ښځو له ښځو سره د لوڅ بدن يا کوم اندام نښلول منع او حرام اعلان شوي دي او همدارنګه يو د بل عورت ته کتل منع شوي دي .

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لا تباشر المرأة المرأة فتنعتها  لزوجها، كأنَّه ينظر إليها» ( البخاري ) .

ښځه به د بلې ښځې سره لوڅ بدن يا کوم اندام نه نښلوي او د هغې صفت به خپل خاوند ته نه بيانوي ګواکې دا داسې دی لکه خاوند يې چې د هغې ښځې طرف ته نظر کوي .

همدارنګه مسلم شريف داسې روايت نقل کړی دی :

لا ينظر الرجل إلى عورة الرجل . ولا المرأة إلى عورة المرأة . ولا يفضي الرجل إلى الرجل في ثوب واحد . ولا تفضي المرأة إلى المرأة في الثوب الواحد .

يعنې سړي به د بل سړي عورت ته نه ګوري او ښځه به د بلې ښځې عورت ته نه ګوري او نه به يو سړی له بل سړي سره په يو لباس کې څملي ، نه به ښځه له بلې ښځې سره په يو لباس کې څملي .

خلاصه دا چې همجنس بازي د انساني فطرت خلاف ستر فاحش عمل دی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم يې د قتل حکم کړی دی چې فرمايي :

من وجدتموه يعمل عمل قوم لوط فاقتلوا الفاعل والمفعول به (مسند احمد ) .

يعنې د قوم لوط په عمل مو چې څوک پيدا کړل فاعل او مفعول دواړه ووژنئ .

ددې فاحش عمل خطرناکي پايلي هماغه دي چې قوم لوط ورباندې مبتلاء شو .

الله (جل جلا له) ددې عمل څخه مسلمه امت وساتي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email