په قرآنکريم کې د هغو کسانو ستاينه شوی ده کوم چې د خپلولی پالنه کوي
قوله تعالی : وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ (الرعد ۲۱ )
ژباړه : (د الله تعالی نيکان بنده ګان ) هغه کسان دي چې الله تعالی د کوم څيز د ساتلو امر ورته کړی دی
(خپلوي ساتل )  دوی هغه څيز ساتي (د خپلو خپلوانو حقونه پوره کوي ) .
 
د خپلولی ساتلو دينوي برکات :
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
«مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، أَوْ يُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ»   بخاري
څوک چه خپله روزی ډيره او عمر زيات غواړی نو هغه ته پکار دی چه خپلوی ښه و پالی.
د خپلوانو سره د روابطو پریکول د جنت په لار کې خنډ جوړول دی :
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
«لا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعٌ (بخاری) د قطع صله رحمې (خپلولی ) قطعه کوونکی جنت ته نشي تلای .
 
څوک چې قطع صله رحمي کوي د هغوی سره هم صله رحمي کول :
په ټولنيز ژوند کې ډیر داسې پيښيږی چه يو سړی د خپلوانو حقوق نه ادا کوي او د خپلوانو سره بد سلوک کوي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد فرمايي چې د داسې سړی دی هم د صله رحمۍ معامله اختيار شي کوم چې د خپلوی حقوق نه ادا کوي .
«لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا» (بخاری) .
هغه درحم (خپلوی ) وصلونکی ندی چه دښيګڼی په مقابل کی ښيګڼه کوی بلکه درحم وصلونکی هغه څوک دی چه دبدی په وخت کی ښيګڼه کوی اودخپلوی علاقه ساتی .
 
Print Friendly, PDF & Email