صلاح الدين ايوبي او د صليبي يرغل نسکورېدل (دوهمه برخه )

د حطين جګړه :

کله چې صلاح الدين ايوبي د مسلمانان وحدت تأمين او اسلامي فرځ يې سمبال کړ نو د صليبي يرغل پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ ، د سلطنت ټولو مناطق ته يې خبر ورکړ چې د صليبي يرغلګرو پر وړاندې د جهاد د پاره اماده شي .

دغه وخت د اسلامي امت پراخه مناطق د صليبيانو په ولکه کې وو ، په خاصه توګه بيت المقدس په کال د 1099 میلادي کې د صليبيانو تر اشغال لاندې راغی  .

د صليبي مشرانو له ډلې چې نوم يې «رونالد دو شاتیلون» چې په اسلامي منابعو کې په «ارناط» مشهور دی په کال د 1186 میلادي پر يو قافله چې له شام څخه د مصر پر لورې روانه وه حمله وکړه او هغه يې چور او لوټ کړه او د قافلې کسان يې د کرک په قلعه کې بنديان کړل ، داسې روايت شوی دی چې دا قافله د صلاح الدين د خور وه .

ددې پېښې په وجه صلاح الدين د بیت المقدس له پاچا «گای دو لوزینیان» نه و غوښتل تر څو لوټ کړې قافه بيرته خپلو کسانو ته وسپاري او بنديان آزاد کړي ،  رونالد د صلاح الدين په ځواب کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د توهين او سپکاوي کولو داسې ليک وليږلو : [ محمد ته مو ووایی چې تاسې ته نجات درکړي ] . د صليبي پاچا ددې سپکاوي نه ډک او مکتبرانه ځواب په غبرګون کې صلاح الدين ایوبي د صليبيانو پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ ، مګر د صلاح الدين د ناروغی له امله په هغه کال باندې جنګ ونه شو .

 

د جنګ لپاره چمتوالی :

د صلاح الدين فوځونه د مصر ، حلب ، جزيرة العرب څخه په دمشق کې ټول شول او په کال د 583 هجری (مارس 1187 میلادي) د کرک کلا په لورې روان شول او دغه کلا يې محاصره کړه .

صليبیان چې د مسلمانانو له حملې کولو څخه خبر شول نو صليبيانو خپل فوځونه د بيت المقدس د پاچا په رهبری د صفوريه په ښار کې جمع کړل چې شمير يې 60000 ته رسيده .

صلاح الدين غوښتل هغوی مجبور کړې تر څو د جنګ ساحې ته را وړاندې شي او هغوی ستړې کړي نو د همدې هدف د پاره يې په طبريه باندې حمله وکړه ځکه دلته په یو کلا کې د دريم ريموند ښځه وه چې دا د صليبيانو د قهر او عصي باعث شو او د صليبيانو د پاره په طرابيه باندې حمله ډير سخته وه د صليبانو مشران په دوو برخو وويشل شول چې يوې ډلې يې مخالفت کولو ځکه د لارې سختي او د ابو کمبود د هغوی د فوځ د پاره خطرناک ؤ او دوهم ډله د رونالد دو شاتیلون (ارناط) وه چې هغه غوښتل د صلاح الدين له فوځ سره وجنګيږي بلاخره يې پاچا د جنګ لپاره راضې کړ .

د حطين سنګر :

صليبي فوځ په تاريخ د 21 ربیع الثانی سال 583 (1 ژولای 1187 میلادي) په داسې حال کې چې سخته ګرمي وه او د ابو د کمبود سره مخ وو د طرابيه په لورې روان شو او په تاريخ د 23 ربیع الثانی سال 583 هجری (3 ژولای 1187 میلادي) د طبريه په يو غره  چې د حطين په نوم ياديده ځای پر ځای شول دا ساحه د درياب له سطحې څخه 300 متره لوړ وو .

صلاح الدين کوښښ کولو چې صليبي فوځونو باندې د ابو رسولو ټولي لارې بندې کړي ، د همدي هدف د پاره ايوبي فوځ د ابو چينې پر خپل تسلط کې را وستي او همدارنګه مسلمانانو د غوندی ګياؤ ته اور واچولو تر څو صليبي فوځ ته شرايط سخت کړي ، کله چې صليبي لښکر د حطين او لوبيا ترمينځ غوندی ته ورسيدل د مسلمانانو فوځ پر هغوی حمله وکړه او صليبيان د حطين په لوري په شا تګ ته مجبور شول ، د شپې په رسيدو سره جنګ ودريد ، صليبيانو ډيره سخته شپه چې د تندې سره مخ وو او د مسلمانانو د تکبير نارې يې تر غوږونو رسيدلی تيره کړه .

سبا د جګړي پيل :

کله چې لمر وختلو صليبي لښکر پوه شو چې د مسلمانانو د شپې د تيارې څخه په استفادې سره هغوی محاصره کړي دي ، مسلمانانو په صليبي لښکر باندې حمله وکړه ، مسلمانان وتوانيدل د صليب لښکر په دوو برخو وويشي او سخته ضربه ورکړي . د حطين جنګ چې اوه ساعته يې دوام وکړ د صليبي فوځ 30000 کسان مړه او نور اسيران کړل ……

د حطين جکړه د صليبيانو د پاره د سختې ماتې سبب شوه چې وروسته د بين المقدس او نور اشغالي مناطق يې بغير له دفاع څخه د صليبانو څخه ونيول .

صلاح الدين د دوښمن د اسيرانو سره د ښه سلوک کولو حکم وکړ او هغوی ته د يخو ابو د ورکولو سپارښتنه وکړه مګر د سلطان سلوک له (رونالد دی شاتیلون) سره  بل ډول وو ، هغه اجازه ور نه کړه تر څو هغه ته اوبه ورکړي او ويې ويل : [ دغه ملعون ته زما د اجازې بغير اوبه مه ورکوئ او زما د طرف نه آمان نه لري ] وروسته يې د هغه جنايتونه ياد کړل او هغه ته د اسلام دعوت ورکړ خو هغه قبول نه کړ بيا د هغه سر ورباندې کټ کړ .

صلاح الدين د دغه ملعون سره د خپل سلوک وجه داسې بيان کړه : [ ما دوه ځله پر ځان باندې دا نذر منلی وو چې که دغه کس زما لاس ته راشي زه به يې ووژنم ، يو ځل هغه وخت چې ده قصد کړی وو تر څو په مکه او مدينه حمله وکړي او بل ځل هغه وخت چې کله يې قافله چور او لوټ کړه ] .

ارناط په کال د 579 هجری (1183 میلادي) په مدينه منوره باندې د حملي کولو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د قبر د رنګولو او په مکه باندې حملي کولو او د کعبې شريفې رنګولو په مقصد څو جنګي بيړی د سره درياب له لاري حجاز ته لګلې وې ، صلاح الدين خپل ورور الملک العادل د هغه د مخنيوي د پاره سره درياب ته وليګلو او هغه وتوانيد د ارناب دريابي فوځ له منيځه يوسي او د هغه خبيثه نقشه خنثی کړي .

د حطين د کاميابۍ وروسته اسلامي فرځ ته ددې زمينه برابره شوه تر څو د اشغال څخه ډيرې سيمې آزادې کړي . صلاح الدين او ورور يې الملک العادل په تيزی سره د طرابلس ، عکا ، بیروت ، صيدا ، يافا ، قيساريه او عسقلان مناطق لاندي کړل او د عسقلان د فتحې وروسته يې د قدس شريف په لوري متوجه شول د قدس ښار يې محاصره کړ او د مقاومت ختمولو د پاره د منجنيق يا زاګو څخه کار واخيست . وروسته کله چې صليبيان له مقاومت څخه نا هيلي شول او د صلاح الدين د شرايطو قبلولو په صورت کې تسليم شول ، بلاخره بيت المقدس د شپږو ورځو محاصرې وروسته تسليم شو په تاريخ د 2 اکتبر 1187 میلادي د ښار دروازې د اسلامي فوځ پر مخ خلاصي شوې او په ښار کې د اسلامي فوځ بيرغونه په اهتزاز شول .

وروسته صلاح الدين د قرارداد له مخې  صليبيانو ته اجازه ورکړه چې د فديې ورکولو په بدل کې له ښار څخه ووځي او ځنې فقيران يې د فديې ورکولو څخه معاف کړل ، سلطان د هغوی سره داسې غيرت او ښه سلوک وکړ چې تاريخ يې تر ننه پورې حيران کړی دی ، چې صليبيانو ته يې د هغوی د سختو ظلمونو په مقابل داسې اخلاقي درس ورکړ چې نن هم دوی خپله د سلطان په غيرت ، ښه سلوک او اخلاقو اعراف کوي .

د صليبيانو دريم جنګ :

د حطين او بيت المقدس د فتحې وروسته چې بيت المقدس کې صليبي پاچاهي و نړېده اروپا په لړزه راغله د فرانسې او انګلستان پاچاهانو زيات شمير فوځيان د دريم جنګ د پاره چمتو کړل مګر د آلمان لس زره کسيز مجهز او منظم فوځ چې په تېزی سره د بقيه له لارې روان شول لکن آلماني فوځ د خپل آلماني امپراتور چې سِلِف په درياب کې غرق شو خپل روحات له لاسه ورکړل ، د مسلمانانو تر حملي لاندې راغلل چې څه يې ووژل شول څه اسيران او کم شمير يې بيرته د عکا بندر ته وتښتېدل .

د انګليس او فرانسې فوځيان وتوانيدل د لبنان او فلسطين ځنې بندرونه ونيسي مګر په مصر باندې د حملي په کولو کې ناکام شول او ونه توانيدل په بيت المقذس حمله وکړي  . وروسته يې د صلاح الدين سره د رمله معاهده امضاء کړه چې د هغه معاهدې په اساس به نصاراؤ کولای شي د بيت المقدس زيارت وکړي .

د صلاح الدين ايوبي وفات :

صلاح الدين د ورپېښې شوې ناروغی له امله په تاريخ د 27 صفر کال 589 هجری (چې د مارس 1193) سمون خوري وفات شو . انالله و انا اليه راجعون

د هغه د وفات وروسته يې د ده په شخصي خزانه يوازې يو دينار او ۴۷ مسي سکې و موند شوې چې د هغه د کفن او دفن د پاره کافي نه وې ، سلطان صلاح الدين ملک او دولت پرې نه ښودل بلکي خپل ټول مال يې د حق په لاره صدقه کړو .

پښتو ته ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

مأخذونه :

1- سايت وا اسلاماه

2- ابن الأثير، الكامل في التاريخ، حوادث عام 564 هجري

3- مفرج الكروب في أخبار بني أيوب، جمال الدين محمد بن سالم بن واصل المتوفى سنة 697 .

4- صلاح الدين الأيوبي، علي محمد الصلابي، دار المعرفة، بيروت،

5 صحنه های تکان دهنده در تاريخ اسلام

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي