١- لومړنۍ غزا د بدر وه، هغه وخت رسول (صلى الله عليه وسلم) له شام نه مکې ته د قريشو د روانې قافلې مخې ته ورغلى ؤ، خو قافلې نجات وموند مګر مشرکينو د جنګ اراده کړې وه. د جنګ قصه خو مخکې ياده شوه، خو د قريشو ددې قافلې مخې ته ورتګ دا معنى نلري چې ګويا رسول (صلى الله عليه وسلم) دا غوښتل چې لاره ووهي او يا د هغوى مالونه واخلي او لوټ يې کړي،لکه څرنګه چې تور لګونکي مشرکين ادعا کوي، بلکه ددې سبب دا ؤ چې رسول (صلى الله عليه وسلم) غوښتل له قريشو نه د مؤمنينو مهاجرينو د مالونو بدله واخلي، هغوى (قريشو) ټول او يا زياته اندازه مؤمنان پدې مجبور کړي وو چې خپل وطن، ځمکې  او مالونه ټول پريږدي او  کله  به چې خبر شول چې فلاني هجرت کړي، سمدلاسه بۀ يې  د هغه کور خرڅا وه، مال به يې غصب کاوه نو د داسې ظلمونو په مقابل کې خو ننني ورځني قوانين هم د بالمثل عمل  اجازه ورکوي، او دا روا بولي چې له مقابل لوري سره بالمثل عمل وکړى شي. ددې خبرې يادول هم ضروري دي چې د بدر له جګړې نه مخکې اوه (٧) ځله د قريشو د قافلو د مخ نيوي لپاره اقدام شوئ ؤ او پدې ټولو عملياتو کې به يوازې مهاجرين وو،انصار به نه وو ورسره،  دا هم ځکه چې مهاجرينو د ټولو قوانينو  په اساس ددې حق درلود چې د قريشو قافلو ته مخه ونيسي او هغه پخپله قبضه کې راولي. اوس به د بدر  له غزا نه مخکې هغو اوو اقدامونو ته اشاره وکړو کوم چې د قريشو د قافلو نيولو لپاره ترسره شوي وو:

١ – د هجرت په اوومه مياشت کې  دحمزه ( رضي الله عنه ) سريه.

٢- د هجرت په آتمه مياشت کې د عبيدة بن حارث سريه.

٣- د هجرت په نهمه مياشت کې د سعد بن ابي وقاص سريه.

٤- د هجرت په دوولسمه مياشت کې د ( ودان) غزا.

٥- د هجرت په ديارلسمه مياشت کې د بواط غزا.

٦- په همدې ديارلسمه مياشت کې د بدر لومړۍ غزا.

٧- د هجرت په شپاړلسمه مياشت کې   د عشيرة غزا.

پدې ټولو غزاګانو او سراياووکې يوازې مهاجرين وو، حتى  چې يو انصاري هم نه ؤ پکې او دا خبره زمونږ د کړې خبرې ښه تائيد کوي.

٢- په جګړه کې د بري او فتحې سبب د شمير ډيرښت او وسله نده، بلکه د بري يوازينى سبب د لښکر معنوي او روحي قوت دى. اسلامي لښکر پدې ټولو جګړو کې د پاکې عقيدي او قوي ايمان غوره نمونه وه، مسلمانان شهادت ته هوسيدل، د جنت او الهي ثواب اميدونه يې په زړه کې روزل او پدې چې له ګمراهۍ، نفاق او فساد نه خلاص او آزاد شوي له حده زيات خوشاله او ډاډه وو، پداسې حال کې چې د مشرکينو لښکر د فاسدې عقيدې، بدو اخلاقو، ټولنيزو اړيکو د سستۍ او خرابۍ، د ذلت (غلامۍ) او د پخوانيو عاداتو او په پاى کې د باطلو خدايانو عبادت او پيروۍ ړانده ممثيلن او مقلدين وو.

وګوره چې د جګړې له پيل نه مخکې دا دواړه لښکرې څه کوي؟ مشرکين د بدر د غزا له پيل نه مخکې درى ورځې ددې لپاره پاتې شول چې شراب وڅښي، ډولونه ورته ووهل شي، ډمې ورته سندرې ووايي، اورونه بل کړي، تر څو خلک يې په شان او دبدبه پوه شي او په زړونو کې يې ويره را پيدا شي دا وه د مشرکينو په نظر د بري او کاميابۍ لاره او طريقه، خو مسلمانان د غزا له پيل نه مخکې په پوره اخلاص د الله (جل جلاله) لوري ته پناه وړي، د بري او شهادت سوال ور نه کوي، د جنت بوى يې تر سپږموکيږي، لوړ او سترقوماندان محمد (صلى الله عليه وسلم) سر په سجده ږدي له الله (جل جلاله) نه د مؤمنانو کاميابي غواړي او نتيجه هم داسې شوه چې متقيان او له الله تعالى نه ويريدونکى لښکر بريالى شو، خو فاسد او په لهوه او عبث کې غرق شوي لښکر داسې ماتې وخوړه چې هيڅ هم ورپاتې نه شول.

که څوک په ټول غزاګانو کې د مسلمانانو او مشرکينو شميره سره پرتله کړي، نو وبه ويني چې په هره غزا کې د کفارو شمير د مسلمانانو د شمير څو چنده ؤ، خو سره لدې هم کاميابي د مسلمانانو په برخه وه حتى د حنين او احد په غزاګانو کې هم مسلمانان بريالي شول او که چېرې پدې دوو غزاګانو کې د مسلمانانو له لاسه خطاګانې او اشتباهات نه واى شوي، د رسول (صلى الله عليه وسلم) له امر نه يې مخالفت نه وى کړى نو هغه يوه لحظه ماتې به يې هم نه وه ليدلې.

٣– د لښکر د ارادې قوت او جنګ ته هوسيدل او له دښمن سره مقابلې ته خوشاليدل، د لښکر له قوماندان سره د پلان په تطبيق کې لويه مرسته کوي او د اقدام او عمل لور ته يې هڅوي او همدا يې په بري هم باوري کوي، لکه چې د بدر په غزا کې همداسې وشول.

٤- قوماندان ته په کارده چې خپل لښکر په زور جنګ ته مجبور نکړي او تر هغې يې د جګړې ميدان ته داخل نکړي، تر څو پورې چې هغوى پخپله نه وي غوښتي او په جنګ نه وي رضا شوي، لکه څرنګه چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د بدر له غزا نه مخکې له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره د جنګ په هکله صلاح او مشوره وکړه.

٥- د جنګ ګټل او د دعوت برى دواړه ددې غوښتنه کوي چې عسکر بايد د قوماندان د ژوند په هکله ډير محتاط و اوسي، ځکه دا د دعوت  د کاميابۍ او جګړې ګټلو غوښتنه ده. قوماندان هم بايد دا احتياطي تدابير ومني، ځکه د قائد ژوند په حقيقت کې د دعوت ژوند دى او له مينځه تګ يې د جګړې  بايلل دي. ومو ليدل چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د بدر په غزا کې پدې راضي شو يوه څپره ورته جوړه کړاى شي او دا مو هم وليدل چې په نورو غزاګانو لکه ((احد او حنين)) کې صادق او مخلص مؤمنان او مؤمنې ښځې به څه ډول  د رسول (صلى الله عليه وسلم) تر شا او خوا راټوليدل، هغه مبارک (صلى الله عليه وسلم) به يې له غشو نه ساته، ځانونه به يې مرګ ته ورکول، خو د رسول (صلى الله عليه وسلم) دفاع به يې کوله، دا کله هم نده پيښه شوې چې رسول (صلى الله عليه وسلم) لدې کار نه منع کړي وي، يايې بد بللى وي، سره لدې چې د هغه (صلى الله عليه وسلم) له عظيم غيرت سره الهي تائيد هم په برخه ؤ، نه يوازې چې لدېنه يې نهى نده کړې بلکه ورڅخه راټول شوي خلک يې ستايلي هم دي، لکه چې نسبية ام عماره ستاينه کوي او ورته دعا کوي چې الله (جل جلاله) دې هغه او د هغې ميړه او اولاد په جنت کې دده (صلى الله عليه وسلم) ملګري کړي.

٦- الله (جل جلاله) له خپلو مؤمنو او صادقو بندګانو سره د جنګ په وخت کې خپل لښکر يوځاى کوي، لکه د بدر په ورځ يې چې ملائکې نازلې کړې، د احزاب په ورځ يې باد راوليږه، تر څو پورې چې مؤمنان د الله په لار کې جهاد کوي الهي کومک به يې په برخه وي، خداى (جل جلاله) فرمايي: ((وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ)).( الروم : ٤٧)

(او په  مونږ دا حق ؤ چې مونږ له مؤمنانو سره مرسته وکړو).

بل ځاى فرمايي: ((إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنْ الَّذِينَ آمَنُوا…).( الحج: ٣٧)

(بيشکه چې الله له هغو کسانو څخه دفاع کوي چې ايمان يې راوړيدى).

٧- د ريښتوني بلونکې دا خاصيت وي چې د ټولو حتى د دښمنانو د هدايت تږى وي، هغوى ته پدې خاطر مخه ورکوي چې ګوندې الله يې په زړونو کې د هدايت نور واچوي. له همدي ځايه ده چې مونږ د بدر د بنديانو د خلاصون لپاره د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د فديې اخيستلو خوا ته د تمايل او موافقې په حکمت پوهيږو، هغه (صلى الله عليه وسلم) غوښتل چې خداى هغوى ته هدايت وکړي او راتلونکى نسل يې د الله (جل جلاله) عبادت کوونکى نسل شي، خو بيا که قرآنکريم رسول (صلى الله عليه وسلم) ته ددې کار له امله د عتاب لفظ _ استعمال کړى، هغه په هغه وخت کې د يوه بل لوى اسلامي مصلحت لپاره ؤ او هغه دا ؤ چې د الله (جل جلاله) دښمنان وويروي، د فتنې او ګمراهۍ سرداران ختم کړي که چېرې د بدر بنديان وژل شوي واى، نو د قريشو مقاومت به حتما کمزورى کيده ځکه د هغوى مشران او د مؤمنو پر خلاف د اور بلونکي به نور نه وو.

د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د فديې قبلولو  يو بل ستر حکم ما ته دا ښکاري چې د بنديانو په مينځ کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) تره عباس (رضي الله عنه) هم ؤ، او عباس (رضي الله عنه) خو له اسلام نه مخکې هم د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره مرستى کړې وې، د دوهمې عقبې په بيعت کې يې په پټه ورسره برخه اخيستې وه، همدا راز رسول (صلى الله عليه وسلم) ته به يې د قريشو د حرکاتو خبرونه هم راوړل.  د عباس (رضي الله عنه) دا کار زما په زړه کې دا خبره نوره هم پخوي چې هغه (رضي الله عنه) مسلمان ؤ، خو اسلام يې لا ښکاره کړى نه ؤ، نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به لدې کړو سره څنګه واژه؟ او که رسول ( صلى الله عليه وسلم)  خپل تره عباس له نورو بنديانو نه ګوښه او بيل کړى واى، که  هغه (رض) مسلمان وى او رسول (صلى الله عليه وسلم)  وژلى وى نو دلته به رسول (صلى الله عليه وسلم) د خپل هغه شريعت چې د مسلمان وژل ناروا بولي د مخالفت مرتکب کيده، او که عباس (رضي الله عنه) کافر وى او رسول (صلى الله عليه وسلم) نه وى وژلى نو بيا هم د شريعت مخالفت راته ځکه دا شريعت خو د خپل او پردي تر مينځ دا ډول توپير نه پيژني هر څوک چې کافر وي هغه کافر دى، هلته بيا نژدي او ليرې دواړه يو دي، او دا به د منافقانو او مشرکانو د تبليغاتو يوه وسيله هم ګرزيدلې واى چې دا څنګه پيغمبر دى؟ تاسې يې عدالت وګورئ !!او همدا راز دا به يې د رسول (صلى الله عليه وسلم) د اعتماد، باور او صداقت د کمولو  لپاره يوه لويه حربه ګرځيدلې  واى او ښکاره خبره ده چې دا يوه هم د دعوت له مصلحتونو څخه نه وه.

٨- د باتدبيره، پوه او ځيرک قوماندان له امر او قوماندې نه سر غړونه د جنګ او جګړې د بايللو سبب کيږي، لکه څرنګه چې د احد په غزا کې همداسې وشول، که چېرې د غشو ويشتونکو هغه ګروپ  چې رسول (صلى الله عليله وسلم) د لښکر شاته کينولى و پخپل ځاى پاتې شوى واى، مشرکان به نه وو توانيدلي چې له مسلمانانو راتاو شي او د خپلې ماتې انتقام واخلي. همدا ډول د قوماندان له امر نه مخالفت دا ډول فرصتونه ضائع کوي او دښمنانو ته د ټکولو وخت ورکوي، نو همدا ده چې الله (جل جلاله) مؤمنان درسول (صلى الله عليه وسلم) له مخالفت  نه منع کوي او سرغړونکو ته د عذاب وعيد ورکوي فرمايي:

((…فَلْيَحْذَرْ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ)).  ( النور ٦٣)

(د پيغمبر د حکم څخه سرغړوونکي بايد وويريږي چې په کومه فتنه کې اخته نشي يا دردناک عذاب پرې رانشي).

٩- په مادي غنيمتونو پورې زړه تړل د ماتې او شکست سبب کيږي، لکه د احد په غزا کې چې وليدل شوه، هغه وخت چې د غشو ويشتونکو ګروپ د غنيمتونو ټولولو لپاره خپل سنګر پريښود او يا لکه چې د حنين په جګړه کې چې پيښه شوه، د جګړې په پيل کې مسلمانان بريالي شول، په غنيمتونو پسې شول او دښمن يې پريښود، همدا وه چې دښمن بيرته راوګرځيد او په مسلمانانو يې له سره بريد وکړ تر څو ماتې پکې ګډه شوه او که چېرې د رسول (صلى الله عليه وسلم) او صادقو مسلمانانو ثبات او مقاومت نه واى نو بيا به دا ماتې په ښکاره او قوي نصر او بري نه وه بدله شوې. همدا ډول ټول دعوتونه د داعيانو له مادي طمعې  او هوس نه زيانمن کيږي، د هغوى د مال او سامان زياتوالى او مادي حرص او طمع دعوت ته زياته صدمه رسوي، دا ځکه چې دا شيان خلک د بلونکي د ريښتينولۍ په هکله شکمنوي او ددې تهمت تړلو فرصت په لاس ورکوي چې ووايي د داعي هدف د الله رضا نده، بلکه غواړي د دين ترنامه لاندې خپله ګيډه او خپل جيب ډک کړي، د خلکو په مينځ کې ددې ډول عقيدي او روحيې را پيدا کول له الهي دين نه د منعې په شان ده او له هر صادق او مخلص  داعي سره دومره لويه بدي ده چې نو څه ووايم.

١٠-  د احد په ورځ له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) نه د نسبية ام عماره (رضي الله عنها) او د هغې د ميړه او اولاد کلکه او ميړنۍ دفاع او د هغه په شا او خوا کې  د هغوى ثبات پدې دلالت کوي چې ښځو د اسلامې دعوت لپاره په مبارزه کې پوره ونډه اخيستې او مونږ ته دا راښيي چې نننۍ اسلامي ټولنه ديته اړه لري چې د ښځو، پيغلو او ميندو په مينځ کې دعوت پيل کړي، خپل اولاد د الله او رسول (صلى الله عليه وسلم) په مينه سره وروزي، د هغوى په زړونو کې د اسلام، اصلاح او نيکو اخلاقو  مينه واچوي. او تر څو چې د بلنې ميدان د مسلمانې ښځې له وجود  نه خالي وي، او يا په پوره اندازه په ښځو ډک نه وي، نو بلنه به هم پوره نه وي او د اصلاح تحريک به تر هغې پورې ناقص وي تر څو پورې د ټولنې نيمايي برخې (ښځو) د خير بلنه نه وي اوريدلى او د هغوى په زړونو کې يې د نيکۍ محبت او دين لپاره اقدام  نه وي را ژوندى کړى او ديته يې نه وي تيارې کړې چې د دين په کلکه رسۍ منلګولې ونښلوي.

١١– د احد په غزا کې د رسول (صلى الله عليه وسلم ټپي کيدل د الله (جل جلاله) د لارې هر داعي ته د جسمي کړاوونو او دردونو په وړاندې لويه تسلي او ډاډينه ده، هر  هغه څوک چې د الله (جل جلاله) په لار کې او د خپلې آزادۍ پخاطر وهل کيږي يا په زندان کې اچول کيږي او يا هم په دارځړول کيږي، بايد ددې واقعې په ياد راوړلو سره په پوره بې باکۍ او خوشالۍ سره دا ټول ومني، الله (جل جلاله) په خپل کتاب کې فرمايي: ((الم (1) أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لا يُفْتَنُونَ (2) وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ)).    ( العنکبوت: ١-٣)

(( الف، لام، ميم، آيا خلکو دا ګڼلې ده چې هغوى به يوازې په همدومره ويلو پريښودل شي ((چې مونږ ايمان راوړ)) او هغه به ونه آزمويل شي؟ پداسې حال کې چې مونږ هغه ټول خلک ازمويلي دي چې له دوى نه مخکې تير شويدي الله خو به هرومرو دا ګوري چې ريښتني څوک دي او درواغجن څوک.

١٢- همدا راز د احد په ورځ د کفارو له خوا  د مسلمانو شهيدانو خصوصا د رسول (صلى الله عليه وسلم) د تره حمزه (رضي الله عنه) د اندامونو پرى کول ددې ښکاره دليل دى چې د اسلام دښمنان له انسانيت او ضمير نه بلکل خلاص دي، ځکه د مړي اندامونه پرى کول مړي ته آزار او درد نه ورکوي حلال شوى پسه له پوست ايستنې او ټوټه  ټوټه کيدو نه خبر هم نه وي، خو  دا ډول وحشي کارونه چې هر ژوندى وجدان او ضمير لرونکى انسان ورباندې دردمندکيږي، ددې دليل دى چې د هغوى تور زړونه او نفسونه له کينې  او عداوت نه ډک دي.

همدا راز ومو ليده  چې مشرکان د احد په ورځ له شهيدانو سره داسې وحشي عمل کوي، لکه يهودان يې چې نن د فلسطين په جګړو کې له فلسطينيانو سره کوي، دا ځکه چې دوى دواړه (مشرکان او يهودان) له يوې چينې نه اوبه څښي، هغه هم له الله او قيامت نه د انکار چينه. پر الله (جل جلاله)، قيامت او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) باندې د صادقو مؤمنانو په وړاندې به همدا ډول کينې او دښمنۍ کيدلې او اوس هم د همدې ډول وحشي عملونو ليدونکي دي.

١٣ – د بدر په ورځ  د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د حباب بن منذر د مشورې قبلول او د هغې په رڼا کې د خپل ځاى او سنګر بدلول او همدا ارز د خيبر په ورځ د هغه د دوهمې مشورې منل هغه څه دي چې د ديکتاتورانو د غرور او تکبر ټنډه داغي او د هغو جابرانو د جبر او ظلم کړۍ ماتوي چې په زور او ناروا سره په ملتونو خپل حاکميت کوي. دا ډول ديکتاتوران پخپله د ځان لپاره له نورو نه په اهميت او فوقيت قايل دي، ځانونه د  ډير لوړ فکر خاوندان بولي، ان تر دي چې د ملت رايه يې تر نظر هيڅ ورځي او ځان د قوم د پوهانو، عاقلانو او عالمانو له سلا او مشورې نه  مستغني بولي، پداسې حال کې چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د خپلو هغو لوړو صفاتو سره سره کوم چې د هغه له برکته الله (جل جلاله) د خپل آخريني او اکمل رسالت لپاره غوره کړى، په عسکري امورو کې د بلدو با تجربه او پوهو اصحابو (رضي الله عنهم) مشورو ته غوږ ږدي، د وطن او ځمکو په هکله د هغوى رايه اوري، لنډه دا چې په هر هغه شي کې چې وحي نه وي پکې راغلې د خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) مشوره اوري بيله دي چې ورته ووايي زه د الله رسول يم، دا زما حق دى چې په څه امر کوم او له څه نه نهي، نو دې جابرو او مستبدو حاکمانو دا د خود مختارۍ حق له کومه کړ ؟!سره لدې چې دوى له نورو خلکو نه په علمي ، عقلي او تجربوي ميدانونو کې د هيڅ دول افضليت او برترۍ درلودونکي هم ندي  آيا د ځينو شرائطو په نتيجه کې لاسته راوړل شوى قدرت او حکومت دا حق ورکړى؟ آيا پر هغه حاکمانو چې له علمي او تجربوي لحاظه له خپلو ډيرو اتباعو څخه وروسته پاتې دي دا نده لازمه چې د رايې له خاوندانو سره مشوره وکړي، د نصيحت کوونکو نصيحت ومني او د حکيم  او کار پوه په خبره عمل وکړي؟ اوسنى او پخوانى تاريخ ددې شاهدي ورکوي چې د  دکتاتورانو غرور  او استبداد تل د هغوى او د هغوى  د امتونو د نيستۍ سبب شوى او د همدې غرور په نتيجه کې امتونه د نيستۍ په يوه داسې کنده کې لويدلي چې  بياورڅخه راختل په لسهاوو او سلهاوو کلونو کې هم ممکن ندي. په بدر او خيبر کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د حباب د مشورې منل د هر مخلص امير او حاکم او هر مخلص او صادق داعي لپاره لوى درس او غوره نمونه ده چې بايد اقتدا ورپسې وکړي.د اسلامې حکومت له لويو شعارونو څخه يو هم د شورى شعار دى:((… وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ…)) (الشورى:٣٨) (خپلې چارې پخپل منځي مشورې سره سرته رسوي. د مسلمان واکمن، هسې واکمن چې تاريخ يې تل پخپل زړه کې په نيکۍ سره ساتي له لوړو صفاتو نه يو دا دى چې هغه مشوره کوونکى وي، مستبد نه وي، په هره موضوع کې د فن له خاوندانو او پوهانو سره سلا او مشوره کوي.

((وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ)) (آل عمران:١٥٩) (په چارو کې هغوى ته هم په مشوره کې برخه ورکړئ). ((…فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ)). (النحل:٤٣) (له باخبرو خلکو نه پوښتنه وکړئ که تاسې په خپله نه پوهيږئ).

١٤- د هر لښکر په سر کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) تګ او په هره جګړه کې ګډون ددې خبر دليل دى چې قيادت او رهبري د زړور او غيرتي انسان حق دى، بې زړه او ډارن  خلک د ملتونو د رهبرۍ حق او صلاحيت نلري، هغوى ددې وړندي چې د لښکر قوماندان شي يا د اصلاحي کار او حرکت مشري په غاړه ولري، ځکه د قوماندان او امير عملي شجاعت او غيرت د لښکريانو په زړونو کې حماسې جوړوي، هلته انقلاب راولي، او عملي شجاعت دومره سودمند دى چې کار يې سل حماسه جوړوونکي تقريرونه هم نه شي کولاى، د سپاهيانو او مؤيدينو عادت داسې وي چې خپل قوت د قائد او رهبر له قوت نه اخلي، خو که رهبر او قائد له جنګ نه وويريد، په سختيو کې يې کمزوري وښوده نو خپلې قضيې ته يې د کومې لپاره يې چې ملاتړلې سخت ضرر رسولى دى.

١٥- د دعوت سپاهيانو او پيروانو ته په کار ده چې د خپل قوماندان يا امير مخالفت ونکړي، هغه امير چې له خپلو اتباعونه مشوره اخلي او د هغوى مشوره مني، که هغه لدېنه وروسته د کوم کار تصميم نيسي پيروان يې بايد اطاعت وکړيد حديبې د صلحې په وخت کې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره د يو شمير اصحابو له خوا مخالفت وشو، هغه (صلى الله عليه وسلم) د صلحې شرائط ومنل او وروسته دا څرګنده شوه چې صلحه د دعوت په ګټه وه او دا د مسلمانانو لويه سياسي کاميابي وه، له صلحې نه وروسته د مسلمامانانو شمير هم د پخوا په پرتله څو چنده زيات شو دا ټول وشول، خو د صلحې ځنې شرطونه په سر کې ځينو اصحابو (رضي الله عنهم) ته ډير سخت او ګران ښکاره شول، ډير خفه شول حتى چې ځنې  له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره د لايق ادب له دايرې نه هم ووتل، خو وروسته ټول پخپله غلطۍ پوه شول. ديته ورته بله پيښه د ردت په جګړو کې  د رسول (صلى الله عليه وسلم) د لومړي خليفه ابوبکر صديق (رضي الله عنه) دريځ او د ځينو مخالفت دى، ټول اصحاب پدې نظر ؤو چې له مرتدينو  سره دې جګړه ونه شي، خو يوازې ابوبکر (رضي الله عنه) ؤ چې په جګړه يې اصرار کاوه غوښتنه درلوده خو کله چې ابوبکر (رضي الله عنه) دې کار ته عملا ملا وتړله، ټولو اصحابو (رضي الله عنهم) يې اطاعت وکړ، د جنګ تياري يې ونيوله او وروسته دا ښکاره شوه چې د ابوبکر (رضي الله عنه)  همدا سم او په ځاى دريځ و چې په عربي جزيره کې د اسلام بيرغ رپانده وساتي.

١٤- د احزابو په غزا کې نعيم بن مسعود (رضي الله عنه) ته د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا ددې دندې سپارل چې د دښمنو قبيلو تر مينځ د خپل توان په اندازه درز واچوي، پدې دلالت کوي چې له دښمن سره د جګړې په وخت کې چل او فريب روا دى، خو پدې شرط چې دا چل او فريب د بري په لار کې وي اسلام هر هغه لار چې د حق د بري او وينې توييدنې د مخنيوي سبب کيژي روا بولي، خو  غدر او خيانت پدې حکم  کې ندى شامل. دا کار د رسول (صلى الله عليه وسلم) د عسکري او سياسي حکمت يوه نمونه وه او دا په هيڅ صورت کې هم د اسلامې اخلاقو له اصولو سره تضاد نلري، ځکه له قتل او وژلو نه مخنيوي، د جنګ د قربانيانو د شمير کمښت انساني لوى مصلحت دى، همدا راز د کفر، فساد، شراو فتنو ماتې او شکست د ټول بشريت په ګټه عمل دى، نو همدا وجه ده چې د جنګ په وخت کې چل او ول له اسلامي اخلاقو سره منافات نلري، دا خو هم څرګنده ده چې اسلام جنګ ته په ښه سترګه نه ګوري، خو که د ضرورت له مخې شروع شي نو بيا يې ختمول لازميږي، الله (جل جلاله) خو جنګ يوازې، د دين، امت او ځمکې د دفاع او ساتنې پخاطر روا کړيدى، نو هغه چل او فريب چې د دښمن د ماتې سبب ګرزي په حقيقت کې له باطل پرستانو سره د جنګ کوونکي حق د بري او کاميابۍ زيرى راوړونکى دى، همدا وجه ده چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د احزاب په  غزا کې نعيم بن مسعود (رضي الله عنه) ته داسې وفرمايل: (( الحرب خدعة)) (جنګ چل دى)، او دا په ټولو قوانينو او شريعتونو کې يو منل شوى اصل دى.

١٧- د خندق په غزا کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د سلمان (رضي الله عنه) د خندق کيندلو د مشورې منل پدې دلالت کوي چې اسلام دا بده نه ګڼي چې د نورو امتونو له ګټورو تجربو څخه استفاده وشي. لدېنه مخکې عربو خندق نه پيژانده او ددې خندق ګټې خو له هيچا هم پټې ندي. همدا راز د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا ددې مشورې منل پدې هم دلالت کوي چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د نورو امتونو د حسناتو او ګټورو شيانو قبلولو ته پوره تيار ؤ، ددې ډول پيښو ډير مثالونه شته دي، د مثال په توګه کله چې رسول (صلى الله عليه وسلم) وغوښتل پاچايانو او اميرانو ته ليکونه واستوي چا ورته وويل: د پاچايانو عادت داسې وي چې بې مهره خطونه نه مني، پدې سره سمدلاسه رسول (صلى الله عليه وسلم) د مهر جوړولو امر وکړ او پرې ويې ليکل ((محمد رسول الله)) ، او له دېنه وروسته به يې خپل خطونه مهر کول.  د مکې له فتحې نه وروسته هغه وخت کله چې د عربي ټاپو وزمې  له هر ګوټ نه وفدونه راتلل تر څو د رسول (صلى الله عليه وسلم) په وړاندې خپل اسلام او ايمان اعلان کړي، يو چا رسول (صلى الله عليه وسلم) ته وويل: يا رسول الله ! د  پاچايانو او اميرانو عادت داسې وي چې  وفدونه په ښو او قيمتي جامو کې حضور ته مني، نو رسول (صلى الله عليه وسلم) امر وکړ چې يوه حله (چپنه) ورته واخستله شي چې قيمت يې څلور سوه درهمه او په يو روايت څلور سوه اوښان کيدل. رسول (صلى الله عليه وسلم) همدا قيمتي چپنه واغوستله او عربي وفدونه به يې حضور ته منل، دا ؤ د هميشني او ابدي دين د ستر او عظيم پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) هغه درس چې  تل خپلو پيروانو ته وايي چې مسلمان بايد د نورو قومونو له ښيګڼو او ګټورو هغو شيانو څخه چې له شريعت سره منافات نلري ګټه واخلي، او د نورو له ښيګڼو نه  استفاده نه کول هسې خوشى تعصب او جمود دى، اسلام دا راز جمود نه مني، وګورئ قرآنکريم څه ښه فرمايي:

((...فَبَشِّرْ عِبَادِي (17) الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ…)).( الزمر ١٧-١٨)  (نو ((اې پيغمبره)) زيرى ورکړه زما هغو بندګانو ته چې په غور سره اوري او د هغې ډيره ښه پيروي کوي).

همدا راز د دين د ستر پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) هدايات او عملي ژوند هم دا ډول جمود ردوي، رسول (صلى الله عليه وسلم) فرمايي:((الحکمة ضالة المؤمن يلتمسها انى وجدها)).(حکمت د مؤمن ورکه متاع ده، لټوي يې هر ځاې يې چې ومونده)

کله چې پدې وروستيو وختو، خصوصا د اروپا د رنسانس له دورې نه وروسته مسلمانانو دا اصل او مبدا (د نورو له ښيګڼو نه ګټه اخيستل) هيره کړه او د نورو ښه او ګټور شيان يې له خپل شديد ضرورت سره سره ونه منل، همدا وه چې له مشکلاتو او نيمه نيستۍ سره لاس او ګريوان شول او له نورو نه په سلهاوو ميله وروسته پاتې شول. ((…وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ). (سوره الحج: ٤١) (او د ټولو چارو پاى د الله په لاس کې دى).

١٨- د مؤته په غزا کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) ارشادات د اسلامې جنګ شکل او ډول په ګوته کوي دا ښيي چې دا جنګ پر انسانيت د رحمت پخاطر دى، څوک چې جنګ نه ورسره کوي هغه نه وژني، که ډيره مجبوري نه وي د لارې په سر شيان نه ورانوي. د رسول (صلى الله عليه وسلم) پدې هداياتو اصحابو  (رضي الله عنهم) او وروسته ټولو مسلمانانو پوره عمل کړيدى، همدا وجه ده چې د مسلمانانو جنګ  په ټول تاريخ کې سپيڅلى او پاک جنګ دى، د جنګ په وخت کې هغوى له ټولو نه د نيکو او نرمو اخلاقو د خاوندانو عملي ثبوت وړاندې کاوه، دا خو پريږده چې  د صلحې  په وخت کې به د څومره زړه سوي او نيکۍ خاوندان وو. تاريخ پدې هکله د مسلمانانو افتخارات په زرينو کرښو ليکلي دي، پداسې حال کې چې د نورو ملتونو کړه يې په تورو پاڼو او تورو کرښو کې ساتلي دي او لاپسې ليکې يې، څوک د صليبيانو هغه ظلم او وحشت هيرولى شي چې د بيت المقدس د نيولو په وخت کې يې کړى، او څوک د صلاح الدين له رحمت نه ډک جهاد له ياده ايستلى شي د کوم په برکت يې چې بيت المقدس بيرته آزاد کړ؟ همدا ډول آيا د صليبيانو هغه ظلمونه چې د طرابلس، مصر او نورو اسلامې مرکزونو له نيولو وروسته يې وکړل او بالمقابل ددې ملکونو د بيرته آزادولو لپاره د مسلمانانو  د اميرانو او سپاهيانو له زړه سوي نه ډکې کارنامې څوک هيرولاى شي؟ اوس مونږ د اروپا د نفاق په دوره کې ژوند تير کوو، وينو چې له يوې خوا د تمدن، رحمت او محبت خبرې کوي، خو په عمل کې ملکونه ورانوي، د بيګناه خلکو وينې تويوي، زاړه، ځوانان، ښځې او ماشومان ټول وژني او بدبختانه چې د فلسطين په غصب شوې ځمکه کې د اسرائيلو حکومت جوړول هم همدا زمونږ په وخت کې ترسره شول، ټولې دنيا د يهودانو ظلمونه او وحشتونه وليدل، هر چا په ديرياسين، قبيه، حيفا، يافا، عسکا، صفد او نورو ځايونو، کليو او ښارو کې د يهودي ظلم او وحشيت نمونې ښې وليدلې، خو لدې سره سره بيا هم د انسانيت ډبرې په ټټر وهي پداسې حال کې چې عمل يې ټول ويني چې څه ډول دى، خو مونږ هغه امت يو چې زړونه مو د رسول صلى الله عليه وسلم) له لوړو اخلاقو نه ډک دي او داسې يو امت يو چې جنګ او صلحه دواړو کې مو رحمت شعار دى او په پوره ايمان سره ورته د عمل جامه اغوندو، دا پداسې حال کې چې دښمنان بالکل  دا اصول او مبادي نه پيژني، د هغوى په زړونو کې ددې شيانو وجود او اثر نه ليدل کيږي، يوازې د خولې منافقانه چيغې دي او بس. مونږ هغه امت يو چې په رحيم او قوي الله ايمان لرو، نو زمونږ قوت رحمت دى خو هغوى داسې څوک دي چې  غواړي  په نفاق سره زمونږ له زړونو نه د الله (جل جلاله) د قوت او غلبى صفت وباسي او داسې  راته وښيي چې ګويا هغوى هم د الله (جل جلاله) په رحمت او محبت عقيده لري خو په عملي ډګر کې او له نورو ملتونو خصوصا مسلمانانو سره د جنګ په وخت کې هغوى بيا دا رحمت او محبت هير کړى وي. مونږ هغه امت يو چې  جنګ مو د انسانيت د ګټې په خاطر دى، مونږ پر انسانيت له ټولو نه زړه سواندي يو، هو هغوى يوازې او يوازې د غصب، غلا، استعمار او پر نورو باندې د تسلط پخاطر جنګيږي، نو څرګنده شوه چې  هغوى د انسانيت دښمنان دي، سره لدې چې نن مونږ د ځمکې، کرامت او خپل حق په خاطر له هغوى سره جنګ کوو، خو بيا هم مونږ خپل اصول له ياده ندي ايتسلي مونږ سره لدې چې له داسې يو قوم سره جنګ کوو چې رحمت، شرف او انسانيت نه پيژني، خو بيا هم مونږ له دې ټولو خپلو اساسي مبادئو او ارزښتونو نه لاس نه اخلو، بلکه دا راباندې واجب دي چې د خپل  رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او شريعت د اوامرو په تطبيق او تمسک سره خپل جنګ ته ادامه ورکړو او تر هغې ورسره  وجنګيږو تر څو احکم الحاکمين خداى زمونږ په مينځ کې فيصله وکړي.

١٩- کوم لښکر چې د ايمان، اخلاص او حماسې درلودونکى نه وي او ټول سپاهيان پدې خود کاره وسله سمبال نه وي او يا دا چې په لښکر کې ځيره خواران، سست او بې ارادې خلک شامل وي نو کله به هم پر دښمن غالب نه شي لکه څرنګه چې د حنين په غزا کې همداسې وشول. دعوتونه او تحريکونه هم د لښکر حيثيت لري، هغوى ته په کار ده چې هسې چکه وهونکو په ډيرښت تير نه وزي بلکه د هغوى حساب بايد په مؤمنانو او قربانۍ ته په چمتو کسانو باندي وي.

٢٠- د رسول (صلى الله عليه وسلم) له غزاګانو نه بل درس دا اخلو چې په مرسته يې د يهودو په وړاندې د رسول (صلى الله عليه وسلم) موقف او همدا راز د رسول (صلى الله عليه وسلم) او اسلامې  امت په وړاندي د يهودو دريز پيژندلى شو. رسول (صلى الله عليه وسلم) په مدينه کې لومړى ددې ډير کوښښ کاوه چې د مسلمانانو او يهودو تر مينځ د صلحې فضا رامينځ ته کړي، اړيکې يې ټينګې شي، او يهودو ته د دين او مال آزادي او امن ورکړي او پدې هکله يې له هغوى سره تعهد او ليکنه هم وکړه، خو يهود له غدر او خيانت نه ډک قوم دى، لږ موده لا نه وه تيره شوې چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) د قتل توطئه يې جوړه کړه او د همدي په نتيجه کې د بني نضير غزا پيښه شوه، لدې وروسته او په ډيرو سختو شرائطو کې (د احزاب په ورځ) هغوى بيا خپل هوډ مات کړ او همدا ددې سبب شو چې د بني قريظه غزا وشي او پدې پسې يې بله توطئه پيل کړه له هر ځاى نه سره راټول شول سلا (وسله) يې تياروله، د سيسې يې جوړولې او ددې زيار يې يوست چې په ډيره بى شرمۍ او سپين سترګۍ سره مدينه له مسلمانانو نه خالي کړي او د دوى همدا توطئه د خيبر غزا سبب شوه.

يهود داسې قوم دى چې د چا نيکي نه مني، وعده او وفا نه پيژني، په دروغو او فرصت طلبۍ مشهور دي نو له داسې قوم سره به رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ولې داسې تصفيه نه کوله چې ورسره ويې کړه؟او آيا رسول (صلى الله عليه وسلم) پدې مجبور ؤ چې د دوى دا ټولې توطئې او دسيسې، خيانتونه او جنايتونه تحمل کړي او هميشه له غم، ويرې او تشويش نه ډکې شپې او ورځې تيرې کړي؟

رسول  الله (صلى الله عليه وسلم) د دوى په وړاندې په قاطعانه دريز او توحيدي فيصلې سره د خپل نوي دولت ساتنه وکړاى شوه، او خپل دعوت ته يې مخه پرانيسته، تر څو ټوله عربي ټاپو وزمه او په پاى کې ټوله نړۍ يې  پخپلو زرينو وړانګو روښانه کړه. د رسول (صلى الله عليه وسلم) دي قاطعانه عمل ته له يهودي، متعصب او استعمارګر نه پرته بل څوک د انتقاد ګوته نه نيسي، راځئ د يهودو تاريخ تر نظر تير کړو او وګورو چې آيا دوى په تيره زمانه کې هم د توطئو، غدر، فساد او خيانت شعار او سمبول نه وو؟

د فلسطين له جنګ او هلته له يهودي دولت جوړيدو نه مخکې زمونږ په ډله کې ځنې داسې کسان وو. چې د يهودانو په نرمو او خوږو خبرو تير وتلي وو او حتى چې له هغوى سره به يې د مرستې خبرې کولې، همدا راز زمونږ په مينځ کې ځنې داسې کسان هم وو چې هغوى به د خپلو بادارانو (لويو دولتونو) له خوا پدې مجبوريدل چې له يهودو سره د مرستې او همکارۍ خبرې وکړي، ددې نتيجه دا شوه چې کمزوري او سپکاوى مو په برخه شو، او د فلسطين حال دې ته راورسيد چې، ټول يې وينو، خو بايد لدې وروسته څوک په يهودو ونه غوليږي او که غواړو چې ددې سرطان له شره ځان خلاص کړو نو بايد همداسې قاطعانه دريز غوره کړو، لکه  څرنګه چې زمونږ رهبر محمد (صلى الله عليه وسلم) غوره کړى ؤ، تر څو په خپل وطن کې آرامه ژوند وکړاى شو او ديته وخت پيدا کړاى شو چې نړۍ ته د صلحې او سلام غږ ورسوو.  دا د امانت په شکل خپل راتلونکي نسل ته په پوره اخلاص او صداقت سپارو، کيداى شي چې هغوى هغه څه وکړي چې مونږ ماتې خوړلي نسل  ونه شوى کړاى.

٢١- د (مؤته) غزا کومه چې د مسلمانانو او روميانو تر مينځ لومړنۍ جګړه وه، ډيرپندونه لري،که چېرې د بصرى امير چې له غساسنه عربي قبيلې څخه و د رسول (صلى الله عليه وسلم) قاصد نه وى وژلى، نو کيداى شوى دا غزا نه واى پيښه شوى. د قاصد وژل په ټولو شريعتونو کې يو ناروا  او له تجاوز نه ډک عمل بللى شي او دا په حقيقت کې د ګاونډيتوب  د حقوقو سپک شميرل دي او همدا ډول ددې اثبات کوي چې روميان او مزدوران يې د شر خورونکي دي، نو همدا وجه وه چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د مؤته لښکر تيار کړ، تر څو پدې  سره د قاصد و ژونکي او باداران يې وويروي، او دا ورته اعلان کړي چې نوى جوړ شوى اسلامې دولت د ځاني دفاع او ساتنې پوره توان لري او هغوى ته په کار ده چې د تجاوز فکر له سره وباسي. کله چې مسلمانان (مؤته) ته ورسيدل ګوري چې زيات شمير روميان او مزدوران يې راټول شوي (ځنې مؤرخين يې شمير دوه سوه زره ښيي ) د هر قل ورور پخپله ددې لښکر قومانداني په غاړه  درلوده او (ماب) ننني عمان ته نژدي منطقه کې يې سنګرونه نيولي وو، د دوى دا لښکر کشي د رسول (صلى الله عليه وسلم) د هغې پيشګويۍ چې ويل يې روميان غواړي اسلامي نوى دولت له مينځه يوسي نور تاييد هم کاوه هغوى غوښتل اسلامې حکومت ختم کړي، ځکه پوهيدل چې د عربي ټاپو وزمې په زړه کې موجود اسلامي حکومت نور د دوى په شا او خوا کې ميشته عربان د دوى له استعمار نه آزادوي، د دوى ژغ يې له اوږو کوزوي، په همدي ډول د مسلمانانو او روميانو تر مينځ جګړې پيل شوي.

٢٢- د تبوک په غزا کې ډيرې داسې نښې نښانې دي چې پدې دلالت کوي چې ايمان د مؤمنينو په زړه کې د غيرت  ولولې راپاروي، جنګ ته يې اراده کلکوي، د سخاوت او کرم درس ورکوي او داسې قوت  وربښي چې بيا د الله (جل جلاله) په لار کې له ګرمۍ، تکليف، درد او غم نه لذت اخلي، همدا وجه ده چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د تبوک له غزا نه بيله عذره دريو پاتې شوو کسانو سره مقاطعه اعلان کړه، ټول مسلمانان حتى د هغوى ښځې اوپلرونه يې هم له هغوى سره له خبرو کولو منع کړل، بالاخره هغوى دومره په تنګ شول چې يو تن يې ځان د جومات په ستنه پورې وتاړه او تر هغې پورې همدلته ؤ څو يې الله (جل جلاله) توبه قبوله کړه دا واقعه د مسلمانانو لپاره لوى درس ؤ هغوى يې پدې پوه کړل چې څوک پرته له عذره د واجباتو له ادا کولو نه سر غړوي  نو جزا يې څه ده.

٢٣- د مکې فتحه خو د دومره پندونو او درسونو درلودونکې ده چې دا پاڼې يې د شرحې او بيان حوصله نلري. پدې پيښه کې د لوى داعي رسول (صلى الله عليه وسلم) طبيعت او اخلاق نور هم څرګنديږي، او په اثبات رسيږي چې هغه مبارک  (صلى الله عليه وسلم) د مخالفينو په نسبت کينه نه ساتي، هو رسول (صلى الله عليه وسلم) هغو کسانو ته عفوه وکړه، احسان يې ورسره وکړ کوم چې پوره يوويشت کاله يې دده او اسلام په خلاف راز راز توطئې جوړې کړې وې، جنګونه يې ورسره کړي ؤ دده د قتل او دعوت  ختمولو لپاره يې هره ممکنه لاره وهلې وه، خو لدي سره سره کله چې هغه (صلى الله عليه وسلم) په دوى برلاسي پيدا  کوي، د دوى  مرکز فتحه کوي، نو فقط له الله (جل جلاله) نه ورته بښنه غواړي، آزادوى يې، خو دا  معامله د نبي او رسول (صلى الله عليه وسلم) معامله ده هغه د داسې يو چا معامله ده چې  د دعوت هدف يې پاچاهي او قدرت ندى، بلکه الله – جل جلاله) هغه د زړونو او عقلونو فاتح او د انسانانو لوى رهنما ګرزولى دى، او همدا وجه ده چې رسول (صلى الله عليه وسلم) مکې ته پداسې حال کې ننوزي چې د الله (جل جلاله) شکرائې يې په خوله جاري دي، د الله (جل جلاله) دا مرسته په حمد او ثنا بدرګه کوي د نورو لويو ملک نيونکو په شان کبر او غرور نه کوي، بلکه د يوه مطيع بنده په حيث فتح شوې مکې ته داخليږي.

٢٤- د مکې له خلکو سره د رسول (صلى الله عليه وسلم)  پدې معامله کې يو بل حکمت هم پروت دى او هغه دا چې الله (جل جلاله) خو پدې پوره علم درلود چې عرب به دنيا ته د اسلامې رسالت رسوونکي وي، نو د مکې خلکو ته يې چې د عربو مشران وو ژوند ورکړ، تر څو د الله (جل جلاله) دين ومني او وروسته نورو قومونو ته دا د هدايت روښانه نور (اسلام) ورسوي، او د همدي دين په لار کې خپل نفسونه او مالونه قربان کړي، ځکه همدا دين دى چې دوى يې له تيارو نه رڼا  ته رايستلي دي.

٢٥- په پاى کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د غزاګانو له درسونو او پندونه نه هغه لوى درس او عبرت بيانوو کوم چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) د رسالت او نبوت له ټولو نه قوي دليل دى او هغه هم په ډيره لنډه موده کې د اسلامې دعوت دا دومره لويه کاميابي ده کوم چې عقل يې تصور غوندي هم نه شي کولاى. دا لويه کاميابي ددې اثبات هم کوي چې دا دعوت الهي دعوت دى، الله (جل جلاله) يې د پيروانو او مؤمنانو د بري تضمين کړي دي، الله (جل جلاله) به خپل هغه دعوت چې  حق دى، نور دى او رحمت، يوازې پرينږدي، الله (جل جلاله) حق او رحيم ذات دى، د هغه رحمت ټولو کائناتو ته شامل دى، الله (جل جلاله) د ځمکې او آسمانونو نور دى، څوک کولاى شي د الله نور کمزورى کړي؟.

الله (جل جلاله) به څنګه باطل ته غلبه ورکوي او څنګه به پريږدي چې ظلم، فساد په رحمت او صلاح باندې برلاسى شي؟

رسول (صلى الله عليه وسلم) او نور مؤمنان د احد او حنين په جګړو کې زخميان شول، ښکاره ده چې دعوت داسې ازمايښت دى، چې زخمونه  غواړي، قربانۍ او دردونه .((… وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ)). (الحج:٤٠). (الله به ارو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د هغه مرسته وکړي الله ډير زورور او برلاسى دى).

مؤلف: د. مصطفى السباعي

مترجم: سلطان محمود صلاح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email