١١- د تبوک غزا:

دا غزا د (غزوة العسرة) يعنى د مشکلاتو غزا په نامه هم ياديږي، چې  د هجرت د نهم کال د رجب په مياشت کې پيښه شويده. تبوک د حجاز د وادي القرى او شام تر مينځ د يوه ځاى نوم دى. سبب يې دا و چې: روميانو په شام کې ډيرې لښکرې غونډې کړې، چې د نصرانيانو عربي قبيلې لکه لخم، جذام، عامله او غسان هم پکې شاملې وې، هرقل پدې سره پر مدينه باندي د حملې او د هغه ځاى د ختمولو نيت درلود، تر څو د عربو په ټاپووزمه کې نوى اسلامي حکومت له مينځه يو سي، ځکه هرقل له هر څه  نه زيات د دې حکومت له فتحو او بريو څخه په ويره کې ؤ.  نو رسول (صلى الله عليه وسلم) هم  د هرقل د مقابلې لپاره د غزا اراده وکړه، خلک يې آماده کول: دا وخت ډير سخته ګرمي وه خو سره لدې هم له دريو کسانو پرته  ټولو صادقو مسلمانانو په پاک زړه تياري ونيوه او د جنګ په لوري لاړل. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له غنيانو نه د جيش العسرة (مشکلاتود  لښکر) د تجهيز لپاره کومک وغوښت، هغوى زيات مالونه راوړل، ابوبکر صديق (رضي الله عنه) خپل ټول مال او شته چې (٤٠٠٠٠) درهمه ؤ راوړ، عمر (رضي الله عنه) خپل نيمايي مال راوړ، عثمان (رضي الله عنه) دومره مال صدقه کړ چې د لښکر دريمه برخه يې تجهيز کړه، نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) داسې دعا ورته وکړه:

((ما ضر عثمان ما عمل بعد اليوم)). (عثمان ته به يې له نن وروسته کړه ضرر ونه رسوي).ددې حديث شريف ترجمه داسې هم شويده: که عثمان له نن  نه وروسته کوم ستر عمل ونکړي هم څه تاوان ورته نشته.

پدې وخت کې ځنې فقيران رسول (صلى الله عليه وسلم) ته ورغلل او عرض يې وکړ، چې مونږ د سورلۍ لپاره څه نلرو! رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وويل: ((لا اجد ما احملکم عليه)).(زه هم ستاسې د سورلۍ لپاره څه نلرم). دوى په ډکو سترګو بيرته وګرزيدل، او د الله (جل جلاله) په لار کې يې د نفقې کولو (خرڅولو) لپاره د مال  او متاع نه درلودلو له امله ډير افسوسونه کول. لدې غزا نه څو اتيا منافقين هم پاتې شوي وو، او ځنې اعرابو هم رسول (صلى الله عليه وسلم) ته ځنې بى اساسه عذرونه وړاندي کړل، چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) يې عذرونه ومنل.

رسول (صلى الله عليه وسلم) له ديرشو زرو (٣٠٠٠٠) جنګياليو سره روان شو، چې لس زره آسان  هم ورسر وو، او دا دومره زياته شميره ده چې عربو مخکې نه وه ليدلې، رسول (صلى الله عليه وسلم) مخ په وړاندي لاړ تر څو تبوک ته ورسيد او هلته تقريبا شل شپې پاتې شو خو له هيڅ ډول توطئې او جګړې سره مخامخ نه شو.دا غزا د رسول (صلى الله عليه وسلم) آخرينۍ غزا ده او الله ( جل جلاله) يې په اړه  دا قول نازل کړى چې فرمايي:

((لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ (117) وَعَلَى الثَّلاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمْ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَنْ لا مَلْجَأَ مِنْ اللَّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ)).  (سوره التوبه: ١١٧/١١٨)

(الله، پيغمبر او هغو مهاجرينو او انصارو ته بښنه وکړه چې هغوى په ډير تنګ وخت کې د پيغمبر ملګرتيا وکړه که څه هم چې له هغوى څخه د ځينو زړونه دکوږوالي خوا ته مايل شوي وو خو کله چې هغوى ددې انحراف پيروي ونکړه بلکې د پيغمبر ملګرتيا يې وکړه نو الله هغوى معاف کړل، بيشکه چې له دغو خلکو سره د هغه چلند د خواخوږۍ او مهربانۍ دى،  او هغه درى تنه يې هم معاف کړل چې د هغوى معامله ځنډول شوې وه کله چې ځمکه له خپلې ټولې پراختيا سره سره پرهغوى تنګه شوه او د هغوى خپل ځانونه هم پر هغوى باندې پيټي شول او هغوى دا وګڼله چې له الله څخه د ژغورل کيدو لپاره د پناه کول بل ځاى په خپله د الله د رحمت له لمنې پرته نشته نو الله په خپلې مهربانۍ  سره د هغوى لوري ته رجوع وکړه تر څو چې هغوى د هغه لوري ته راوګرځي، په باوري ډول هغه ښه معاف کوونکى او رحم کوونکى دى).

همدا راز نور زيات آيتونه هم ددې غزا په هکله نازل شوي، چې پدې جګړه کې د منافقينو او بې اساسه عذرونو وړاندې کوونکو اعرابو دريځ په ګوته کوي او د الله تعالى له لوري رسول (صلى الله عليه وسلم) ته د بې اساسه عذرونو د قبلولو له امله عتاب هم په همدې آيتونو کې دى، دا ټول آيتونه د توبې په سورت کې ليدلى شئ.

مؤلف: د. مصطفى السباعي

مترجم: سلطان محمود صلاح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email