٩- د فتحې غزا:

مکه د هجرت د اتم کال د روژې په مياشت کې فتحه شوه. ددې غزا سبب دا ؤ: د حديبې له صلحې نه وروسته هرې عربي قبيلې ددې حق درلود چې د خپلې خوښې سره سم له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او يا که غواړي له قريشو  سره تړون او ائتلاف وکړي، د همدي فيصلې په اساس د بنوبکر قبيلې له قريشو او خزاعه قبيلې له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره تړون اعلان کړ. په همدي (اتم) کال کې بنوبکر قبيلې پر خزاعه باندې حمله وکړه او نژدې شل کسان يې ورنه ووژل قريشو هم له بنوبکر سره د مال او وسلې مرسته وکړه، خو کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له پيښې نه خبر شو ډيرپه غصه شو او فوراً يې له قريشو سره د جګړې تياري ونيوله خو خبره يې پټه وساتله تر څو قريش خبر نه شي او د مقابلې تياري ونه شي نيولى، ځکه  که هغوى هم تياري ونيسي او جګړه وشي نو پدې سره  له يوې خوا د بلدالحرام حرمت له مينځه لاړ شي او له بله پلوه به ډير مرګ او ژوبله هم وشي.  په دې وخت کې خاطب بن ابي بلتعه په پټه مکې ته يو ليک واستوه چې پکې يې قريشو ته د ستر داعي (صلى الله عليه وسلم) د نيت او ارادې په هکله معلومات ليکلي ؤو، الله (جل جلاله) خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) لدينه خبر کړ، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) اصحاب (رضي الله عنهم) د ليک د نيولو او ليک وړونکې ښځې د تلاشۍ لپاره واستول، هغوى له ښځې سره ليک پيدا کړاو ورنه وايې خيست. بيا رسول (صلى الله عليه وسلم) حاطب راوغوښت او ورته ويې ويل: ولې دې دا کار وکړ؟ هغه وويل: يا رسول الله قسم په خداى چې زه په الله او رسول پوره ايمان لرم، دين مې ندى بدل کړى، خو زه يو بې بيخه سړى وم په قوم کې مې څه اثر او رسوخ نه درلود او هلته د دوى (قريشو) په مينځ کې زما اهل او اولاد ؤ، د خپل اولاد پخاطر مې دا کار وکړ. پدې وخت کې عمر (رضي الله عنه) وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم) اجازه راکړه چې سر يې پرې کړم، سړى منافق شويدى. رسول (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل:

((انه شهد بدرا، و ما يدريک لعل الله قداطلع على اصحاب بدر فقال: اعملوا ماشئتم فقد غفرت لکم)).(هغه په بدر کې برخه اخيستې، څه خبر يې چې خداى (جل جلاله) د بدر غازيانو ته خبر ورکړې: چې هر څه کوئ ويې وکړئ ما بښلي ياست).

رسول (صلى الله عليه وسلم) د روژې په لسمه له مدينې نه وخوځيد، په لاره کې يې روژه وخوړه، اصحابو (رضي الله عنهم) هم د سفر د مشکلاتو له امله روژه وخوړه، له مدينې نه د حرکت په وخت کې د اسلامې لښکر شمير لس زره عسکر ؤ په لار کې ورسره ځنې نورې قبيلې هم يو ځاې شوى او  په  (الظهران) کې د محمد (صلى الله عليه وسلم) سپاهيانو  ابوسفيان له دوو نورو کسانو سره يوځاى ونيو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته يې راووست، ابو سفيان اسلام راووړ عباس (رضي الله عنه) چې مسلمان شوى او مدينې ته د هجرت کولو په نيت روان ؤ له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره په لاره کې مخامخ شو او دغه وخت يې داسې وويل: ابو سفيان فخر خوښوي، نو څه شى ورکړه چې فخر پرې وکړي، نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل ((څوک چې د ابوسفيان کور ته ننوت هغه په امن دى)). په پاى کې اسلامي لښکر مکې ته ورسيد او رسول (صلى الله عليه وسلم) داسې اعلان وکړ:        ((څوک چې خپل کور ته ننوت او دروازه يې ځان پسې بنده کړه هغه په امن دى، څوک چې جومات ته ننوت هغه هم په امن دى، او که څوک د ابوسفيان کور ته ننوت هغه هم په امن دى)).

خو لدي فيصلى نه يې (١٥) هغه کسان چې د اسلام او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په حق کې يې ډير تيرى کړي ؤ مستثنى وبلل، بيا رسول (صلى الله عليه وسلم) د بيت الله شريف طواف وکړ، او ټول (٣٦٠) بتان يې درى وړى کړل بيا کعبى شريفى په دروازه کې ودريد، قريش ټول ورته ګوري چې اوس به له دوى سره څه ډول چلند کوي، نو ويې فرمايل: اې قريشو څه فکر کوئ چې زه به څه درسره وکړم؟ هغوى وويل: حتما به ښه راسره کوې، ته زمونږ کريم ورور او کريم وراره يې. رسول (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: ((زه نن تاسې ته هغه څه وايم، کوم چې زما ورور يوسف (عليه السلام، مخکې ويلي وو:

((قَالَ لا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمْ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ)).(يوسف: ٩٢)

 (ويې ويل نن پر تاسې کومه پړه نشته، الله دې تاسې ته بښنه وکړي هغه تر ټولو زيات رحم کوونکى دى)) ورځئ تاسې آزاد ياست) .

لدېنه وروسته خلک د صفا په شا او خوا کې راټول شول چې له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره بيعت وکړي، رسول (صلى الله عليه وسلم) په صفا کيناست، او له هغوى نه يې د سمعې (حکم اوريدلو او منلو) او د قدرت په اندازه د الله (جل جلاله) او رسول (صلى الله عليه وسلم) د اطاعت اوپيروۍ بيعت واخيست، لومړى نارينه وو ورسره بيعت وکړ او ورپسې ښځو، خو يوې ښځې ته يې هم لاس ورنکړ، له دوى سره بيعت زباني و، د بيعت کوونکو ښځو په مينځ کې يوه هم (هنده) د ابو سفيان ښځه وه، دا هغه ښځه  وه چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) يې د فتحې په ورځ وينه مباح اعلان کړې وه، خو کله يې چې وپيژندله  نو د بيعت پخاطر يې عفوه ورته وکړه.

د فتحې په ورځ رسول الله (صلى الله عليه وسلم) بلال (رضي الله عنه) ته امر وکړ چې د ماسپښين لمانځه لپاره د کعبې شريفې په بام آذان وکړي، دا کار په حاضرو قريشو چې لا تر اوسه نه وو مسلمان شوي سخت تمام شو،ښه ورباندې ونه لګيد، خو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دا کار قصدا د يوه لوى حکمت په خاطر وکړ.

١٠- د حنين  غزا:

دا غزا د مکې له فتحې نه څو ورځې وروسته يعنې  د هجرت د اتم کال د شوال په لسمه شويده. سبب يې دا و: کله چې الله (جل جلاله) خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) د مکې په  فتحې ونازاوه او دا لويه بريا يې ورپه برخه کړه، نو د هوازن او ثقيف  قبيلو مشرانو داسې فکر وکړ چې رسول (صلى الله عليه وسلم) به اوس د دوى په خوا ورځي، هماغه وه چې تصميم يې ونيو چې وار وړاندې کړي، د جګړې پريکړه يې وکړه، د جنګ قوماندان يې ديرش کلن مالک بن عوف وټاکه، مالک بن عوف امر وکړ چې هر څوک بايد خپل مالونه، ښځې، اولاد او حيوانات ټول د جنګ ميدان ته ورسره  يوسي، تر څو په جنګ کې ددې شيانو وجود د دوى د ثبات او مقاومت سبب شي.  پدې جګړه کې د دوى د لښکر شمير د ((٢٠)) او ((٣٠)) زرو کسانو تر مينځ ؤ.

 رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هم د غزا اعلان وکړ او په مکه کې موجود ټول اصحاب (رضي الله عنهم) هغه چې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره راغلي وو او يا يې نوى ايمان راوړى ؤ، ووتل.

 رسول (صلى الله عليه وسلم) حرکت وکړ، مخکې لاړ کله چې د حنين وادي ته ورسيد، سهار د وخته هوازن او طرفداران يې جنګ ته راووتل، مسلمانانو ورباندي حمله وکړه او ماتې يې ورکړه، پدې وخت کې مسلمانان په غنيمت ټولولو بوخت شول، چې يو ناڅاپه کفارو ورباندي غشي  خښ کړل، مسلمانان تيت او پرک شول، د مکې خلک او نوي مسلمانان وتښتيدل، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په خپله قاطره سپور او پخپل ځاى د لوى غره په شان ثابت ولاړ ؤ او داسې يې فرمايل:

((انا النبي لا کذب، انا ابن عبدالمطلب)). بيشکه چې زه نبي يم، زه د عبدالمطلب زوى يم. د مسلمانانو به مينځ کې داسې آوازه تيت شوه چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) شهيد شوى دى، ډير مسلمانان د دې آوازې په اوريدو سره دومره نا اميده شول چې وسله يې وغورځوله، خو د انصارو او مهاجرينو يوه ډله د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) تر شا کلک ولاړ وو، عباس (رضي الله عنه)چې د لوړ آواز خاوند ؤ چيغه وکړه: رسول (صلى الله عليه وسلم) ژوندى دى، ددې آواز په اوريدو سره ډير مسلمانان  بيرته راوګرځيدل، د مسلمانانو شمير بيا زيات شو  او پدې وتوانيدل چې يو ځل بيا برى تر لاسه کړي، دښمنان يې پسې واخيستل، ځنې يې ووژل، او ځنې نور يې ژوندي ونيول.

پدې جګړه کې له دښمن نه اخيستل شوي غنيمتونه  دومره زيات ؤو چې څه يې کوې، دا غنيمتونه يې لومړى د نويو مسلمانانو په مؤلفة القلوب باندې وويشل، چې هغوى پرې تشويق کړي، انصارو ته يې برخه ونکړه، ځکه د هغوى پر ايماني قوت او ريښتينولۍ کلک باوري ؤ. قرآنکريم ددې  جګړې په هکله فرمايي:

((لَقَدْ نَصَرَكُمْ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئاً وَضَاقَتْ عَلَيْكُمْ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ (25) ثُمَّ أَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُوداً لَمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ)).  ( التوبه:  ٢٥-٢٦)

 (الله لدينه مخکې په ډيرو ځايونو کې ستاسې مرسته کړې ده او اوس د حنين د غزا په ورځ (به تاسې د هغه ملاتړ ليدلى وي) پدې ورځ تاسې د خپل شمير په زياتوالي غره وى خو هغه ستاسې هيڅ په کار رانغى او ځمکه له خپل پرخوالي سره سره پر تاسې تنګه شوه  او تاسې شا واړوله وتښتيدئ بيا الله خپله ډاډينه پر خپل پيغمبر او پر مؤمنانو باندې نازله کړه او هغه لښکر يې راکوز کړ چې تاسې نه ليده او د حق منکرانو ته يې سزا ورکړه چې همدا د هغو خلکو لپاره جزا ده چې له حقه منکر شي).

د اسلام او شرک تر مينځ آخرينۍ لويه جګړه همدا وه، لدينه وروسته عربانو بتان مات کړل او د اسلام په مقدس دين مشرف شول.

مؤلف: د. مصطفى السباعي

مترجم: سلطان محمود صلاح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email