٧- د خيبر غزا:

دا غزا د هجرت په اووم کال د محرم د مياشتې په وروستيو کې شوې ده. خيبر د مدينې په شمال کې د شام طرف ته  سل ميله ليرې يوه پراخه منطقه ده چې يهود پکې اوسيدل.

سبب يې دا ؤ چې: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وروسته له هغې چې د حديبې د صلحې په نتيجه کې له قريشو نه مطمئن شو، نو د مدينې په شا او خوا کې ميشته يهودو د  تصفيې نيت يې وکړ، مدينه خو له مخکې نه له يهودانو څخه پاکه شوې وه، يهودانو په خيبر کې لويې او مستحکمې قلاګانې درلودي، د مکر، فريب، چل، وسلې او زياتو مهماتو سره سره يې تقريبا لس زره کسيز لښکر هم ځاى په ځاى کړى ؤ، نو ضروري وه چې د اسلامي رياست مرکز (مدينې) ته له خطر پيښيدو نه مخکې د هغوى حساب تصفيه شي. همدا  وه چې نبي (صلى الله عليه وسلم)  د محرم په آخرو شپو کې د هغوى د مقابلې لپاره (١٦٠٠) سپاهيان تيار کړل، چې دوه سوو يې آسونه درلودل، د حديبې د سولې برخه اخيستونکې يې له ځان سره  کړل او روان شو، کله چې خيبر ته نژدې شو خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) ته يې وفرمايل: (قفوا) ودريږئ! بيا راوګرځيد او ويې فرمايل:

((اللهم رب السماوات و ما اظللن، و رب الارضين وما اقللن، ورب الشياطين وما اضللن، ورب الرياح وما ذرين، انا نسالک خير  هذه  القرية و خيراهلها وخيرما فيها، ونعوذ بک من شرها و شر اهلها و شرما فيها، اقدموا باسم لله).

(اې د آسمانونو او تر هغوى لاندي د ټولو شيانو ربه، اې د ځمکو او هغه څه چې پکې دي ربه، اې د شيطانانو او هغه چې دوى ګمراه کړي دي ربه، اې د بادونو او په څه کې چې ليګدلي ربه، مونږ له تا نه ددې کلي خير غواړو، د اهل او پکې د موجودو شيانو خير يې، او له تا نه ددې کلي له شرنه پناه غواړو، د اهل او پکې  د موجوده شيانو له شرنه ، وړاندې د خداى په نوم).

کله چې هلته ورسيدل، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له حصن النطاة نومې قلا سره نژدې کوز شو، يهودو په همدې قلا کې خپل جنګيالي راغونډ کړي  وو، حباب بن منذر لدې ځايه د بيرته کيدو مشوره ورکړه ځکه هغه د نطاة خلک پيژندل، چې هغوى ډير ليرې او ښه نښه ويشتونکې دي، د هغوى ځاى پر مسلمانانو لوړ دى، غشي يې په آسانۍ سره مسلمانانو ته رسيدى شي، او بل دا چې کيداې شي هغوى مسلمانانو ته دوکه ورکړي، د خرما د زياتو ونو نه په استفادې سره د شپې پر مسلمانانو حمله وکړي، د همدې مشورې په اوريدو سره محمد (صلى الله عليه وسلم) بل ځاى ته لاړ او جنګ پيل شو، مسلمانانو د يهودانو قلاګانې يو په بل پسې فتح کولې، ټولې قلاګانې فتحه شوې، يوازې دوه آخيرنۍ لا نه وې فتحه شوې چې اوسيدونکو يې د صلحې غوښتنه وکړه او داسې يې وويل: مونږ پريږدئ چې له خپلو اولادونو، او يو يو جوړه جامو سره له خيبر نه لاړ شو. مسلمانانو هم د دوى دا پيشنهاد ومانه، يهودان لدې دوو قلاګانو څخه ووتل بيا مسلمانانو پکې ډيره وسله او د تورات ځنې نسخې وموندلې، وروسته يهودان راغلل او ددې شيانو غوښتنه يې وکړه محسن انسانيت (صلى الله عليه وسلم) د دې شيانو بيرته ورکولو امر وکړ. پدې جګړه کې (٩٣) يهودان ووژل شول، او (١٥) کسه مسلمانان د شهادت په کاروان ورګډ شول.

٨- د مؤتة غزا:

مؤته شام ته نژدې د يوه کلي نوم ؤ او اوس د (کرک) په نامه ياديږي چې د بحر ميت جنوب ختيځې خوا ته پروت دى. نوموړې غزا د هجرت په آتم کال  د جمادي الاولى په مياشت کې شويده او سبب يې دا ؤ چې: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د هرقل له خوا په بصره ټاکل شوي امير حارث بن ابي شمر الغساني ته د حارث بن عمير الازدي په لاس يو ليک واستوه او هغه يې اسلام ت راوباله، دا ليک د ستر داعي (صلى الله عليه وسلم) د هغو ليکونو له جملې څخه ؤ کوم يې چې د حديبې له صلحې وروسته  د نړۍ پاچايانو او د عربو اميرانو ته ليږلي وو. پدې وخت کې د روم تر لاس لاندي عربي قبيلې (غساسنه) يو امير مؤته ته راغى او د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) قاصد ته يې وويل: چيرته ځې؟ لکه چې د محمد قاصد يې؟ هغه ورته وويل: هو، نو هغه يې ونيو او سر يې ورپرې کړ. کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) لدي واقعې خبر شو، خبره ډيره ګرانه ورته تمامه شوه، ځکه تر اوسه هيچا د محسن انسانيت (صلى الله عليه وسلم) قاصد نه ؤ وژلى، سمدلاسه يې درى زره سپاهيان د هغوى مقابلې ته تيار کړل، زيد بن حارثة يې د لښکر قوماندان وټاکه، لښکر ته يې توصيه وکړه که چېرې زيد بن حارثة شهيد شو نو جعفر بن ابي طالب به د لښکر امارت په غاړه اخلي او که جعفر هم شهيد شو بيا به امارت عبدالله بن رواحة ته سپارل کيږي، بيا يې زيد ته امر وکړ چې د حارث بن عمير د شهادت ځاې ته ورشي او هم هلته هغوى اسلام ته راوبولي، که يې دعوت ومانه خو ښه او که نه نو په خداى توکل وکړئ او ورسره وجنګيږئ، او دا توصيه يې ورته وکړه:

((اوصيکم بتقوى الله و بمن معکم من المسلمين خيرا، اغزوا باسم الله، و في سبيل الله، من کفر بالله، لاتغدروا، ولا تغلوا، ولاتقتلوا وليدا، ولا امراة، ولا کبيرا فانيا، ولا منعزلا بصومعة، ولا تقربوا نخلا، ولاتقطعوا شجرا، ولا تهدموا بناءا))

له خداى نه د ويرې او له مؤمنانو سره د نيکۍ نصيحت درته کوم، د  خداى په نامه او د خداى په لار کې له کافرانو سره غزا وکړئ، غدر ونکړئ، غلا ونکړئ، واړه، ښځې،بوډاګان او په عبادتخانو کې ناست مه وژنئ د خرما او نورې ونې مه پرې کوئ، کورونه مه ړنګوئ.

لښکر حرکت وکړ، محسن انسانيت (صلى الله عليه وسلم) پخپله تر يوه ځايه ورسره لاړ، هغوى مخکې لاړل تر څو (معان) ته ورسيدل، هلته يې واوريدل چې هرقل د دوى د مقابلې لپاره ډيره لښکر راټول کړيدى او په (ماب) کې چې د عمان په شا او خوا کې د بلقاء ځمکې يوه ټوټه ده ځاى په ځاى شوى، په رومې لښکرو کې په روميانو سربيره عرب هم وو، مسلمانانو مشوره وکړه، او ويې ويل راځئ له محمد (صلى الله عليه وسلم) نه د نورې مرستې غوښتنه وکړو او که مرسته نه وي، نو بل هدايت به راته وکړي، پدې وخت کې عبدالله بن رواحة وويل: قسم په خداى (جل جلاله) دا تاسې چې اوس څه بد بولئ په حقيقت کې تاسې د همدې لپاره راوتلي يې، تاسې شهادت غواړئ، مونږ له خلکو سره د شمير د زياتوالي او قوت په اساس جنګ نه کوو ، بلکه مونږ د هغه دين په اساس کوم چې زمونږ د عزت سبب دى جنګ کوو، زمونږ لپاره خوامخوا له دوو نيکيو نه يوه نيکي شته، يا برياليتوب او يا شهادت، نورو مجاهدينو هم ورسره پدې خبره موافقه وکړه. جګړه پيل شوه، زيد (رضي الله عنه) تر هغې وجنګيد ترڅو شهيد شو، ورپسې جعفر بن ابي طالب (رضي الله عنه) بيرغ پورته کړ، په آس سپور او د دښمن په سر يې ګوزارونه کول، تر څو مجبور شو چې له آس نه کوز شي او په پښو جنګ ته دوام ورکړي،  د جنګ په جوش کې يې ښى لاس  قطع شو خو بيرغ يې په چپ لاس  ونيو هغه هم پرې شو، بيرغ يې پخپله غيږ کې واخيست، تر څو د شهادت تاج يې پر سر شو، هغه مبارک څو اويا د تورو او نيزو زخمونه خوړلي ؤ، بيا عبدالله بن رواحة د اسلام بيرغ پورته کړ، هغه هم تر هغې وجنګيد تر څو شهيد شو. ورپسې مسلمانانو خالد بن وليد (رضي الله عنه) خپل امير وټاکه، او دا د خالد (رضي الله عنه) له اسلام راوړلو نه وروسته لومړۍ جګړه وه چې پکې برخه اخلي، هغه (رضي الله عنه) د خپل جنګي استعداد نه په استفادي کولو سره وکولاى شول اسلامې لښکر له نابودى نه وساتي او مدينې ته يې راورسوي.

دا د عربي ټاپووزمې نه د باندې له روميانو سره د مسلمانانو لومړنۍ جګړه وه او د غزا لقب ورته ورکړ شويدى سره لدې چې پخپله محمد (صلى الله عليه وسلم) پکې برخه نه وه اخيستى او ددې سبب د مجاهدينو د شمير زياتوالى دى  ځکه د (سريې) په خلاف پدې جګړه کې د مجاهدينو شمير درى زره سپاهيان وو. نبي (صلى الله عليه وسلم) له همدي جګړې نه وروسته خالد بن وليد (رضي الله عنه) ته د سيف الله لقب ورکړيدى.

مؤلف: د. مصطفى السباعي

مترجم: سلطان محمود صلاح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email