٥- د بني قريظه غزا:

دغه غزا د هجرت په پنځم کال د احزاب په غزا پسې  وروسته له هغه چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د بني قريظه فطرتي غدر،پستي او له قريشو سره د هغوى پوره همکاري او مرسته وليده، او دوى پخپله هم د احزابو د غزا په سخت حالت کې له مسلمانانو سره خپل تړون مات اعلان کړ. بني قريظه چې لا تر اوسه په مدينه کې اوسيدل د داسې لوى شر او او بربادۍ ملا يې تړلې وه چې که چېرې د احزابو غزا په ياد شوي شکل پاى ته نه واى رسيدلى نو ددې امکان موجود ؤ چې مسلمانان له مينځه لاړ شي، بناء رسول الله (صلى الله عليه وسلم) لازمه وليده چې دي خائنانو ته د عبرت درس ورکړي،د جهاد او دعوت مرکز (مدينه) يې له شر او کثافت نه پاک کړي، تر څو په راتلونکې کې بيا له شرائطو نه په استفادې سره پخپلو همسايه مسلمانانو تيرى ونکړي، او  د يهودي غدر په واسطه يې درپدر او تباه نکړي.

امام بخاري (رحمة الله عليه) له حضرت عائشې (رضي الله عنها) نه روايت کوي، کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له غزا نه راوګرځيد سلاح يې کيښوده، غسل يې وکړ، جبرائيل (عليه السلام) ورته راغى په سر يې ګرد او دوړې وې او ويې ويل: سلاح د ايښودې ده، قسم په خداې چې ما تر اوسه خپله وسله نده ايښې. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل: نو چيرته؟  ويې ويل: هلته او د بني قريظه په خوا يې اشاره وکړه، عائشه (رضي الله عنها) فرمايې: نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فورا د بنو قريظة په لور ور ووت.

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) امر وکړ چې خلکو ته خبر ورکړل شي چې ټول د لمازديګر لمونځ بني قريظه ته ورسوي. رسول الله (صلى الله عيه وسلم) راووت او علي (رضي الله عنه) بيرغ نيولى ؤ، درى زره مسلمانان راټول شول چې ورسره ( ٢٦) آسان هم وو.  کله چې علي (رضي الله عنه) د بني قريظه خوا ته نژدې شو د رسول (صلى الله عليه وسلم) او د هغه د سپيڅلوميرمنو په هکله يې له يهودو نه ډيره بده خبره واوريده، نو فورا يې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پدې خبر کړ او ورنه يې وغوښتل چې دې خبيثانو ته ورلنډ نه شي، خو رسول (صلىالله عليه وسلم) په ځواب کې ورته وويل: چې کله ما وويني لدې خبرو نه به يوه هم ونکړي، زه د هغوى په منافقانه او چاپلوسانه طبيعت ښه پوه يم، او همداسې هم شوه. مسلمانانو هغوى (٢٥) شپې محاصره کړل، او بالاخره د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) حکم ته يې غاړه کيښوده او راکوز شول، نو سعد پن معاذ د اوس قبيلې رئيس چې له بني قريظه سره يې تړون درلود داسې فيصله: وکړه جنګ کونکې دې ووژل شي، اولادونه  يې دې اسيران يا غلامان وي، مالونه يې دې وويشل شي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) همدا فيصله  نافذه کړه او په همدې سره د يهودو غدر، توطئې او فريبونه له مدينې او شا او خوا منطقو نه پوره او مکمل ختم شول.

ددې غزا په هکله هم د قرآنکريم څو آيتونه نازل شوي چې د يهودانو غدر او منافقت بيانوي، د هغوى تړون ماتونه او د احزاب په غزا کې له  مسلمانانو سره د دوى نامردي په ګوته کوي:

((وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلاَّ فِرَاراً (13) وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلاَّ يَسِيراً (14) وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لا يُوَلُّونَ الأَدْبَارَ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولاً (15) قُلْ لَنْ يَنْفَعَكُمْ الْفِرَارُ إِنْ فَرَرْتُمْ مِنْ الْمَوْتِ أَوْ الْقَتْلِ وَإِذاً لا تُمَتَّعُونَ إِلاَّ قَلِيلاً (16)).  (الاحزاب  ١٣/١٦)

کله چې له هغوى نه يوې ډلې وويل چې ((اې د يثرب خلکو! ستاسې لپاره نور د ايساريدو موقع نشته بيرته وګرځئ کله چې  د هغوى يوې ډلې په دې وينا سره له پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) نه د رخصت غوښتنه کوله چې ((زمونږ کورونه تر خطر لاندې دي)) په داسې حال کې چې تر خطر لاندې نه وو په اصل کې هغوى غوښتل چې (د جنګ له محاذ نه) وتښتي، که د ښار له اطرافو نه دښمن راننوتلى واى او په هغه وخت کې هغوى ته د فتنې په لوري بلنه ورکړى شوى واى نو دوى به په کې ځان غورځولى ؤ او ګرانه وه چې دوى دې  د فتنې په شريکيدو کې څه درنګ دريغ کړى واى دغو خلکو له دې نه مخکې له الله سره ژمنه کړې وه چې دوى به شا نه اړوي او له الله سره د شوې وعدې پوښتنه خو ارو مرو کيدونکې ده.اې پيغمبره! دوى ته ووايه  که تاسې له مرګ يا وژل کيدو نه وتښتئ نو دغه تيښته به ستاسې لپاره هيڅ ګټه رسونکې نه وي له هغه وروسته  د ژوند د خوندونو اخستلو ډير  لږ فرصت به تاسې ته در په برخه شي.  تر دې چې فرمايي: ((وَأَنْزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمْ الرُّعْبَ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمْ الرُّعْبَ فَرِيقاً تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقاً (26) وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضاً لَمْ تَطَئُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيراً   (27)).(الاحزاب ٢٦/٢٧)

 (او له اهل کتاب نه چې کومو کسانو د دغو يرغلګروملګرتيا کړې وه الله د هغو له کلاګانو څخه هغوى راکوز کړل او د هغوى په زړونو کې يې داسې ويره واچوله  چې نن تاسې له هغوى نه يو ډله وژنئ او بله ډله بندي کوئ تاسې يې د هغوى د ځمکې او د هغوى د کورونو او د هغوى د مالونو وارثان وګرځولئ او هغه سيمه يې تاسې ته درکړه چې تاسې هغه هيڅکله تر پښو لاندې نه وه کړې الله په هر څه باندې قادر دى.

٦- د حديبيې غزا:

دا غزا د هجرت په شپږم کال د ذي الحجې په مياشت کې شويده – او علت يې دا و چې محمد (صلى الله عليه وسلم) خوب وليد چې ده او اصحابو (رضي الله عنهم) سرونه خرييلي په پوره امن سره بيت الله شريف ته ننوزي، له هيڅ شي ويره ورسره نه وي، نو خلکو ته يې امر وکړچې مکې ته د عمرې پخاطر حرکت وکړي. له قريشو سره يې د جنګ اراده نه درلوده، انصار او مهاجرين په ډير شوق سره د مکې په لور روان شول، ځکه دا لومړى ځل ؤ چې له شپږ کلن حرمان نه وروسته د بيت الله په لور د تللو فرصت پيدا کوي، پدې سفر کې يو شمير اعراب هم شريک وو. محمد (صلى الله عليه وسلم) د بيت الله د تکريم او احترام پخاطر يو شمير اوښان او نور حيوانات هم تر مخ کړل، او له ذي الحليفې نه يې د عمرې احرام وتاړه تر څو قريش او نور پدې پوه شي چې نبي (صلى الله عليه وسلم) د جنګ نيت نلري. له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره تقريبا (١٥٠٠) کسه ملګري وو، له تورو پرته چې هغه هم په تيکيو کې وې نور هيڅ ډول وسله ورسره نه وه او هغه وخت دهر مسافر لپار د تورې وړل يوه لازمې خبره وه. کاروان د نبي (صلى الله عليه وسلم) تر مشرۍ لاندې مخ په وړاندي لاړ تر څو ((عسفان)) ته ورسيد، هلته څوک ورته راغى او  ورته ويې ويل! قريش ستا له راتګ نه خبر شوي د پړانګانو پوستکې يې اغوستي او قسم يې خوړلى چې مکې ته به ورڅخه داخل نه شې. محمد (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل:

((يا ويح قريش، لقد اکلتهم الحرب! ماذا عليهم لو خلوا بيني و بين سائرالعرب فان هم اصابوني، کان ذلک الذي ارادوا وان اظهرني الله عليهم دخلوا في الاسلام وافرين وان لم يفعلوا قاتلوا و بهم قوة، فما تظن قريش؟ فوالله لا ازال اجاهد علي الذي بعثني الله حتى يظهره الله، او تنفرد هذه  السالفة)).

(افسوس د قريشو په حال، جنګ وخوړل، څه به شوي ؤ که هغوى زه او نور عرب سره پرې ايښى واى، که بيا هغوى زه مات کړى واى، نو د دوى هدف به پوره شوى ؤ او که الله زه ورباندې غالب کړى واى نو په اسلام کې به داخل شوي ؤو او که يې اسلام نه قبلولى، نو جنګ به يې کړى وى پداسې حال کې چې څه زور به ورسره وى، قريش څه فکر کوي؟ قسم په خداې تر هغې به  د هغه څه په لار کې چې خداى پرې راليږلى يم جهاد کوم، تر څو خداى (جل جلاله) بريالى کړى نه وى ، او يا مې غاړه نه وي پرې شوې.

کله چې حديبې ته ورسيد (حديبيه مکې ته نژدې يو ځاى دى چې اوس د مکې او د جدې تر مينځ پروت دى) د خزاعه له قبيلې نه ځنې کسان ورته راغلل او د راتلو  د هدف او سبب پوښتنه يې ترې وکړه نبي (صلى الله عليه وسلم) ورته وويل: يوازې  د بيت الله شريف د زيارت او عمرې لپاره راغلى يم. هغوى بيرته لاړل او قريشو ته يې وويل: تاسې په محمد (صلى الله عليه وسلم) بيځايه تيرى کوئ، هغه د جنګ لپاره ندى راغلى، غواړي عمره وکړي او بس. قريشو وويل: نه قسم په خداى چې په زور به هيڅکله هم مکې ته داخل نه شي عرب به پدې هکله زمونږ په  اړه خبرې ونکړي.

بيا يې عروه بن مسعود الثقفي د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) حضور ته وروليږه تر څو پدې هکله ورسره خبرې وکړي. عروه له ځينو اصحابو (رضي الله عنهم) سره له خبرو اترو سوال او ځواب نه وروسته بيرته قريشو ته ورغى، د اصحابو (رضي الله عنهم) او رسول (صلى الله عليه وسلم) تر مينځ د موجودې بى کچه مينې خبرې يې ورته وکړې، هغوى يې وويرول او سولې ته يې تشويقول، خو قريشو دا خبره  ونه منله. بيا رسول الله (صلى الله عليه وسلم) عثمان بن عفان (رضي الله عنه) ورواستاوه چې قريشو ته يې د راتګ، هدف او غرض تشريح کړي. عثمان (رضي الله عنه)  هلته مکه کې څه ځنډ وکړ او دلته د مسلمانانو په منځ کې داسې آوازه تيت شوه چې ګويا عثمان (رضي الله عنه) وژل شويدى، نو پدې حساس وخت کې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: تر هغې به بيرته نه ځو تر څو مو ورسره جنګ نه  وي کړى، له مسلمانانو نه يې د خداى ( جل جلاله) په لار کې د جهاد او شهادت لپاره بيعت واخيست هلته يې تر طلح  (چې يو ډول و نه ده) لاندې دا ژمنه ور نه واخيسته  چې له جنګ نه به تيښته نه کوي يا به صلحه وي او يا شهادت. کله چې قريش له دې بيعت نه خبر شول وويريدل او د صلحې داسې پيشنهاد يې وکړ: نبي (صلى الله عليه وسلم)  دې سږ کال بيرته لاړ شي او په راتلونکي کال کې دې مکې ته راشي، درى ورځې دې دلته پاتې شي او ورسره دې د يوه سواره سلاح وي چې هغه نيزه او توره ده، خو تورې دې په تيکيو کې وي، ددې مطلب د اعلانولو او لاسليک کولو  لپار يې سهيل بن عمرو راوليږلو، په پاى کې د قريشو په خوښه صلحه وشوه، لس کاله د دواړو خواو تر مينځ د جنګ نه کولو يا اوربند تړون هم وشو، او دا هم وليکل شول چې که څوک د محمد (صلى الله عليه وسلم( له خوا نه مکې ته راغى هغه به بيرته نه ورکول کيږي، خو که څوک له مکې نه محمد (صلى الله عليه وسلم) ته ورغى هغه به بيرته قريشو ته سپارک کيږي،  پر مسلمانانو باندي دا خبره ډيره ګرانه تمامه شوه ځينو له رسول الله (صلى لله عليه وسلم) سره مجادله هم وکړه خصوصا عمر (رضي الله عنه) چې دا ورباندي ډيره درنه تمامه شوه، ان تر دې چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل:((اني عبدالله، و لن يضيعني)).(زه د خداى بنده يم هغه مې نه ضايع کوي)

بيا نبي (صلى الله عليه وسلم) اصحابو (رضي الله عنهم) ته له عمرc نه د تحلل  او خلاصولو امر وکړ، خو هغوى له ډير درد او غصې نه دا کار ونکړ، ځکه له مکې نه د هغوى منع کول او د صلحې ځنې شرطونه ډير سخت ورباندې تمام شوي  وو، نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پخپله له عمرې نه ځان حلال کړ، مسلمانانو يې هم پيروي وکړه. دا شرطونه که څه هم  په  پيل کې پر مسلمانانو ډير سخت تمام شول ولې ګټې يې وروسته وروسته ښکاره شوې، نبي (صلى الله عليه وسلم) د خپل اوږد نظر درلودلو، کامل عقل او الهي مرستې له امله دا شرطونه منلي وو او ورباندې خوښ ؤ.

الله (جل جلاله) دا غزا  ( ښکاره فتحه) هم بللې ده هلته  چې فرمايي:

((إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحاً مُبِيناً (1) لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطاً مُسْتَقِيماً (2) وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْراً عَزِيزاً (3)).( الفتح ١-٣)

(اې پيغمبره! مونږ تا ته ښکاره فتحه درکړه تر څو چې الله ستا له مخکينۍ وروستنۍ هرې کوتاهې نه در تير شي او پر تا باندې خپل نعمت بشپړ کړي او تا ته سمه لاره دروښيي او تا سره قوي مرسته وکړي).

بيا د رسول (صلى الله عليه وسلم) له بيعت اخستو نه خبرې کوي او فرمايي: ((إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَنْ نَكَثَ فَإِنَّمَا يَنْكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً)).  (الفتح: ١٠)

 (اې پيغمبره! کومو کسانو چې له تاسره بيعت کاوه هغوى په اصل کې له الله سره بيعت کاوه  د هغو  د لاسونو د پاسه د الله لاس ؤ اوس چې څوک دغه ژمنه ماته کړي د هغه تعهد د ماتولو وبال به پخپله پر همغه باندي وي او څوک چې پر هغې ژمنې باندي ودريږي چې هغه له  الله سره کړيده الله به ډير ژر هغه  ته لوى ثواب ورکړي).

ورپسې تر ونې لاندې د بيعت الرضوان له بيعت کوونکو نه خپله رضامندي ښيي او فرمايي: ((لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنْ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحاً قَرِيباً)). (التفح: ١٨)

بيا د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له هغه خوب نه چې د حديبې د غزا سبب ؤ خبرې کوي او فرمايي: ((لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِنْ شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لا تَخَافُونَ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِنْ دُونِ ذَلِكَ فَتْحاً قَرِيباً )).   ( التفح: ٢٧)

(په واقع کې الله خپل پيغمبر ته ريښتونى خوب ښودلى ؤ چې هو به هو له حق سر سم ؤ، ان  شاء الله تاسې به هرومرو مسجد حرام ته د پوره امنيت سره ننوځئ، خپل سرونه به وخرئئ او ويښته به لنډ کړئ او پر تاسې به هيڅ ويره نه وي هغه په هغې خبرې پوهيدو چې تاسې ورباندې نه پوهيدلى لدي امله هغه د خوب پوره کيدو نه مخکې تاسې ته دغه نږدې فتحه در په برخه کړه).

پدې پسې د اسلامې دين د غلبې او بري په هکله تاکيد کوي او فرمايي: ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيداً)) (الفتح: ٢٨)

(همغه د الله ذات دى چې خپل پيغمبر يې له هدايت او حق دين سره ليږلى تر څو چې پر ټول جنس دين باندې يې غالب کړي او پدې حقيقت باندې د الله (جل جلاله) شاهدي کافي ده).

Print Friendly, PDF & Email