٣- د بني نضير غزا:

بني نضير له مدينې سره خوا کې يوه يهودي قبيله وه، چې له خزرج قبيلې سره يې تړون درلود، او له  مسلمانانو سره يې هم د صلحې  او همکارۍ تړون لاسليک کړي ؤ، خو يهودي له غدر او شر نه ډک طبيعت دېته اړ ايستل چې تړون مات کړي. يو وخت رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او ورسره ځنې اصحابو (رضي الله عنهم) د بني نضير په مېنه کې يوه ديوال ته ناست ؤو چې د همدې قبيلې يهودو د رسول الله (صلى الله عليه وسلم)  د قتل توطئه جوړه کړه او غوښتل يې د يوې تيږې  په راغورځولو سره دا شوم کار تر سره کړي، خو نبي (صلى الله عليه وسلم) پرې پوه شو، په چټکۍ سره راولاړ شو او د مدينې په لور وخوځيد، اصحاب (رضي الله عنهم) هم ورپسې لاړل: بيا يې له هغه ځايه محمد بن مسلمة د بنو نضير يهودانو ته وروليږه او ورته ويې ويل چې نور زما له ښار (وطن) نه ووزئ، دلته نور د پاتې کيدو حق نلرئ، تاسې خپل غدر او شيطانت تر سره کړ. د وتلو لپاره يې لس ورځې مهلت ورکړ، بنو نضيرو پدې اخطار سره د تلو ترتيبات ونيول، خو د منافقينو رئيس عبدالله بن ابي بن سلول پيغام ورواستوه چې بايد له مدينې نه لاړ نه شي، او د دوو زرو (٢٠٠٠) کسانو وعده يې  ورسره وکړه چې د دوى د دفاع پخاطربه يې وراستوي، پدې سره يهودان بيرته کيناستل او په خپلو قلاګانو کې يې سنګرونه ونيول او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته يې داسې پيغام وليږه: مونږ له خپل وطن نه وزو څه  دې چې د لاسه کيږي ويې کړه. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هم له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره د دوى په خوا وخوځيد: بيرغ يې علي بن ابي طالب (رضي الله عنه) ته ورکړ، يهودانو چې کله دوى وليدل نو د غشو او تيږو باران يې پرې جوړ کړ، خو د منافقينو د مشر وعده کړي لښکر ور ونه رسيد او د کومک يې څه درک و نه لګيد. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) محاصره کړل او محاصره اوږده شوه بالاخره ديته مجبور شو چې د يهودانود خرما ونې ووهي، دلته وه چې دوى (يهودانو) د مجبورۍ له مخې ورته وويل: اوس ستا له وطن نه وځو. خو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دا شرط ورباندي  کيښود چې وسلې به له ځان سره نه وړي، او هر څوک، فقط د يوه اوښ د بار په اندازه مال ورسره وړى شي، وينې يې په امن دي څوک يې يو څاڅکى وينه هم نه شي تويولى، خو کله يې چې د وتو اراده وکړه ټول هغه څه  يې راوايستل چې وړى يې شوى، بيا يې خپل کورونه ړنګ کړل تر څو مسلمانان ورڅخه ګټه وانخلي او روان شول، له مدينې نه ووتل څوک په خيبر کې چې له مدينې  نه (١٠٠) ميله ليرې دى ځاې په ځاې شول، او ځنې نور يې د شام  جنوبي خوا (جرش) نومي ځاې کې ميشت شول او يوازې دوه کسان  ورنه مسلمان شول.

ددې غزا په هکله د حشر سورت نازل شو چيرته چې خداې (جل جلاله) فرمايي:

((هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ دِيَارِهِمْ لأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنْتُمْ أَنْ يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُمْ مَانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ مِنْ اللَّهِ فَأَتَاهُمْ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمْ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبْصَارِ (2) وَلَوْلا أَنْ كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ الْجَلاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ (3) ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَنْ يُشَاقَّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (4)).(الحشر:٢-٤)

(هغه ذات دى چې اهل کتاب کافران يې په همدې لومړۍ حمله کې له خپلو کورونو څه وايستل ستاسې هيڅ دا ګومان نه ؤ چې هغوى به ووځي او هغوى هم دا گڼله چې د هغوى کلاوې به هغوى له الله نه وژغوري خو الله له داسې لوري په هغو راغى چې هغې خوا ته د هغوى خيال هم نه ؤ. د هغو په زړونو کې يې ويره واچوله نتيجه دا شوه چې هغوى خپله پخپلو لاسونو سره هم خپل کورونه ورانول او د مؤمنانو په لاسونو سره يې هم ورانول نو عبرت واخلئ اې د بينا سترګو لرونکو که الله د هغوى په حق کې جلا و‌طني نه واې ليکلى نو په همدې دنيا کې به يې هغوى ته عذاب ورکړي ؤ او په آخرت کې خو د هغو لپاره د دوزخ عذاب دى دا هر څه لدې امله وشول چې هغوى له الله او د هغه له رسول سره دښمني وکړه، او هر څوک چې له الله سره دښمني وکړي الله هغه ته په سزا ورکولو کې سخت دى).

٤- د احزاب غزا:

  د احزاب غزا د خندق غزا هم بلله کيږي، نوموړې غزا د هجرت په پنځم کال د شوال په مياشت کې شوې وه. سبب يې دا ؤ کله چې بني نضير له وطن نه وشړل شول، څو مشران يې مکې ته له قريشو سره د خبرو اترو لپاره لاړل، تر څو هغوى له رسول الله (صلى الله عليه وسلم)  سره د جګړې لپاره ولمسوي، قريشو موافقه ور سره وکړه. بيا يهودي مشران غطفان ته ورغلل چې بنو فزاره او بنو مرة او اشجع ورسره موافق شول او پدې ترتيب سره ټول د مدينې په لور روان شول. کله چې رسول (صلى الله عليه وسلم) لدي پيښې نه خبر شو نو يې له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره مشوره وکړه، پدې جريان کې سلمان (رضي الله عنه) له مدينې نه شا او خوا د خندق کيندلو رايه وړاندې کړه. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دا نظريه تائيد او د خندق کيندلو امر يې وکړ، او پخپله يې هم پکې کار کاوه. کله چې قريش او ورسره ملګري احزاب (ډلې) مدينې ته راورسيدل د خندق په ليدلو حيران شول او وويريدل ځکه عربو لدينه مخکې دا شان خندق نه ؤ ليدلى. د قريشو او ملګرو شمير يې لس زره کسه او د مسلمانانو شمير درى زره کسان وو. د يهودو له مشرانو نه يو تن چې حيي بن اخطب نوميده د بني قريظه مشر کعب بن اسد ته ورغى او ور نه ويې وغوښتل چې له مسلمانانو سره خپل  د سولې  تړون مات کړي، هغوى يې بالاخره په چل او ول کې ديته آماده کړل چې تړون مات کړي او له احزابو سره يو ځاې شي، نو حالت پر مسلمانانو نور هم سخت شو. پدې وخت کې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له بني قريظه سره د سولې پخاطر داسې نظريه وړاندي کړه چې که هغوى سوله ومني نو د مدينې د ميوو دريمه برخه  به ورکړي ، خو انصارو د ديني عزت او غيرت په وجه دا و نه منله او قبوله يې نکړه چې خائنو، عهد ماتوونکو ته دا شي ورکړي.  نو جنګ پيل شو د قريشو ځنې سپاره د خندق له يو تنګ ځاې نه مدينې ته ننوتل، مسلمانانو يې مقابله وکړه_  جنګ يې ورسره وکړ. بيا نعيم بن مسعود بن عامر رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته راغى او ورته ويې ويل: زه مسلمان يم خو قوم مې تر اوسه په اسلام نه دى خبر شوى، زه د بني قريظه ملګرى يم، هغوى راباندې پوره باور او اعتماد لري، نو امر راته کوه چې څه وکړم؟ رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل:

((انما انت فينا رجل  واحد، فخذل عنا ان استطعت فان الحرب خدعة)).    (ته په مونږ کې يو کس يې، نو په هر څه دې چې وس وي زمونږ کومک وکړه، جنګ خو چل دى).

نعيم له خپلې پوهې او ځيرکۍ نه کار واخيست،  قريشو او د هغوى  د حليفانو او بني قريظه تر مينځ يې درز پيدا کړ، يو پر بل يې اعتماد ختم شو،  الله (جل جلاله) په احزابو باندې په توره او ډيره يخه شپه کې شديد باد او طوفان مسلط کړ، باد يې خيمې څيرې کړې، ديګونه يې چپه کړل، په زړونو کې يې ويره ولويده او په همدي شپه کې يې مخه واخيسته، کله چې سهار شو مسلمانانو وکتل چې يو مشرک هم نشته، ټولو کوچيدلي دي.

ددې جګړې په اړه الله (جل جلاله) پخپله کتاب کې دا آيتونه نازل کړيدي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحاً وَجُنُوداً لَمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيراً (9) إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتْ الأَبْصَارُ وَبَلَغَتْ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَ (10) هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالاً شَدِيداً (11)). (الاحزاب:٩-١١)

(اې مؤمنانو د الله هغه پيرزوينه در په زړه کړئ چې (همدا اوس اوس ) هغه پر تاسې کړې ده، کله چې لښکرو پر تاسې يرغل وکړ نو مونږ پر هغو يو سخت طوفان وليږه او داسې پوځونه مو وليږل چې ستاسې  په نظر نه راتلل الله هغه  هر څه ليدل چې تاسې په دې وخت کې کول کله چې هغوى له پاسه او له لاندې پر تاسې يرغل وکړ کله چې سترګې له ويرى ټيغې وختلې، زړونه خولې ته راغلل او تاسې د الله په باب راز راز ګومانونه وکړل په هغه کې مؤمنان ښه وآزمايل شول او سخت ولړزول شول). ورپسې د منافقينو دريز او له ميدانه ( جنګ) نه تيښته بيانوي، بيا د مؤمنانو په وصف کې وايي:

((وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلاَّ إِيمَاناً وَتَسْلِيماً (22) مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً (23) لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِنْ شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُوراً رَحِيماً (24) وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْراً وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيّاً عَزِيزاً (25) وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلاَّ إِيمَاناً وَتَسْلِيماً (22) مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً (23) لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِنْ شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُوراً رَحِيماً (24) وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْراً وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيّاً عَزِيزاً (25)). الاحزاب: ٢٢/٢٥)

(او د ريښتينو مؤمنانو (حال هغه وخت کې دا ؤ) چې کله هغوى يرغلګر وليدل نو ويې ويل چې ((دا هماغه څه دي چې الله او د هغه رسول له مونږ سره د هغه وعده کړې وه د الله او د هغه رسول (صلى الله عليه وسلم) خبره رښتيا وه )) دغې پيښې د  هغو ايمان او غاړه ايښودل لا زيات کړل.له مؤمنانو څخه چې هغوى له الله سره کړې ژمنه رښتيا کړې ده له هغو نه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار باسي هغوى په خپله کړنلاره کې هيڅ تبديلي رانه وستله (دا هر څه ددې لپاره وشول) تر څو چې الله  صادقانو ته د هغو د صداقت مکافات ورکړي او منافقانو ته که يې خوښه شي سزا ورکړي او که يې خوښه شي نو د هغو توبه قبوله کړي بيشکه الله غفور او رحيم دى.  الله د کافرانو مخ واړوه هغوى له کومې ګټې تر لاسه کولو پرته د خپلو زړونو له تاو سره همداسې بيرته ستانه شول، او د مؤمنانو لخوا هماغه الله د جنګيدو لپاره کافي شو  الله ډير زورور او برلاسى دى).

مؤلف: د. مصطفى السباعي

مترجم: سلطان محمود صلاح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email