٢- د احد غزا:

د هجرت په دريم کال د شنبې په ورځ د شوال په لسمه نيټه واقع شويده، سبب يې دا ؤ چې قريشو غوښتل د بدر انتقام واخلي، نو له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره د جګړې پخاطر يې پوره آمادګي ونيوه. په پاى کې د قريشو درى زره جنګيالي برسيره په احابيشو (١) را ووتل، اوه سوه (٧٠٠) زغره لرونکي، دوه سوه آسونه، (١٧) ښځې چې هنده بنت عتبة د ابو سفيان ښځه هم پکې وه. د نوموړې پلار د بدر  په غزا کې وژل شوى  ؤ، روان شول مخکې لاړل د احد له خوا د وادي زړه ته ورسيدل. احد يو لوړ غر دى چې د مدينې شمالي لوري ته درى ميله ليرې پروت دى، دلته په مدينه کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او يو شمير اصحابو (رضي الله عنهم) دا نظريه وه چې مسلمانان بايد د کفارو مخې ته ورنه شي، مدينه کې دې پاتې شي که مشرکينو په مدينه حمله وکړه نو دفاع به ورنه کوي، خو ځينو مهاجرو او انصارو ځوانانو او خصوصاً هغو کسانو چې په بدرکې يې برخه نه وه اخيستې، او دا شرف يې نه ؤ ګټلى د مشرکينو مخې ته په وتلو باندې پافشاري او ټينګار کاوه بالاخره رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هم د دوى نظريه ومنله، کور ته ننوت او خپله زغره يې واغوستله، سپر يې   په شا کړ، توره او نيزه په لاس راووت. دلته هغه کسان چې له مدينې نه د وتلو غوښتنه يې کړې وه  پدې خاطر پښيمانه شول چې، ګويا خپل نظر يې په رسول الله (صلى الله عليه وسلم) باندې تحميل کړ، نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته يې وويل: مونږ ته مناسبه نده چې ستا له نظر سره مخالفت وکړو، څه چې غواړى هغه و کړه. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) داسې ځواب ورکړ: ((ماکان ينبغي لنبي اذا لبس لامته ان يضعها حتى يحکم الله بينه و بين عدوه). ( د نبي له شان سره نه ښايي چې يو ځل  خپله زغره واغوندي او بيا يې بيرته وباسي تر څو چې خداى د ده او دښمن تر مينځ فيصله نه وي کړې).

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له مسلمانانو سره يو ځاى د جنګ په لور روان شو، د اسلامي لښکر شمير د زرو (١٠٠٠) تنو په شا او خوا کې ؤ چې پکې سل زغري او دوه آسان  وو.

کله چې مسلمانان جګړې ته د تلو په خاطر سره راټول شول، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وليدل چې يوه ډله يهوديان هم د منافقينو له رئيس عبدالله بن ابي بن سلول سره د وتلو اراده لري، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: آيا دوى مسلمانان  شويدي؟ ورته ويې ويل: نه، يا رسول الله. ويې فرمايل: پرې ايږدئ چې بيرته لاړ شي مونږ د مشرکينو د مقابلې لپاره له نورو مشرکينو نه کومک نه غواړو. عبدالله بن ابي بن سلول هم د لارې په نيمايي کې له مسلمانانو نه بيل شو او پدې سره د مسلمانانو  شمير اوه سوه تنو ته راکوز شو. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مخکې لاړ تر څو د احد ساحې ته ورسيد، دلته يې مخ د قريشو په خوا او شا يې د غره په طرف کړه، لښکر يې ليکې،  ليکې کړ د هرې ډلې لپاره يې يو قوماندان وټاکه، او د عبدالله بن جبير تر مشرۍ لاندې يې يو پنځوس کسيز غشي ويشتونکي ګروپ ته وظيفه ورکړه چې د شا له خوا د مشرکينو له حملو نه د مسلمانانو دفاع وکړي او داسې امر يې ورته وکړ:((احموا ظهورنا، لا ياتونا من خلفنا وارشقوهم بالنبل، فان الخيل لا تقوم على النبل، انا لا نزال غالبين ما ثبتم مکانکم، اللهم اني اشهدک عليهم)).                                                                                                                                                 

(د شا له خوا زمونږ دفاع وکړئ، مه پريږدئ چې هغوى زمونږ له شا  راشي، په غشو يې ولئ، آسونه په غشو نه شي ورتلاى، مونږ تر هغې بريالي يو تر څو تاسې  پخپل ځاى ثابت وئ، اې خدايه زه تا پردوى ګواه نيسم.

په بل روايت کې راځى: ((ان رايتمونا تخطفنا الطير، فلا تبرحوا مکانکم هذا حتى ارسل اليکم، و ان رايتمونا هزمنا القوم او ظاهرناهم و هم قتلى فلا تبرحوا مکانکم حتى ارسل اليکم)).                                                                                                                                                                 

(که مو وليدل چې مرغان زمونږ غوښې وړي، تر هغې خپل ځاى مه پريږدئ  تر څو مې څوک درليږلي نه وي او که مو وليدل چې هغوى ته مو ماتې ورکړه، ورباندې غالب شو او هغوى مړه شول، بيا هم تر هغه وخته خپل ځاى مه پريږدئ تر څو مې احوال نه وي دراستولى).

جنګ پيل شو، الله (جل جلاله) مسلمانان بريالي کړل، يو شمير مشرکان يې ووژل او نورو يې تيښتې ته مخه کړه، مسلمانانو د غنيمت ټولول شروع کړل، د هغه غشي ويشتونکي ګروپ هم دېخوا ته نظر شو، سره ويې ويل نور دلته څه کوو الله (جل جلاله) خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) بريالى کړى؟! د ګروپ مشر عبدالله بن جبير (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) امر او توصيه ور په ياد کړه، خو دوى ځواب ورکړ چې جنګ نور خلاص شوى دى، او دلته د پاتې کيدو څه ضرورت نشته، عبدالله بن جبير او ورسره نورو لسو کسانو دا نظر و نه مانه او خپل سنګر يې پرى نښود، کله چې خالد بن وليد چې هغه وخت د مشرکينو د ښۍ خوا قوماندان ؤ، دا حال وليد او پوه شو چې مسلمانان د شا لورى نور له غشو ويشتونکو مدافعينو څخه خالي دى، نو د شا له خوا په مسلمانانو باندې راغبرګ شو، او مسلمانان تر هغې پورې ورباندې پوه نه شول تر څو يې تورې له بدن سره نه وې لګيدلې، پدې سره ډير وارخطا شول او په همدې وخت کې داسې آوازه هم خوره وه چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) شهيد شوى دى، مسلمانان د مدينې په لوري وتښتيدل، مشرکين رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته ور ورسيدل او نيزې يې دده په مبارک وجود ننوتې، تر څو په ځمکه راولويد او بې هوشه شو مبارک مخ يې زخمي شو، ګونډې يې هم وينې شوې،  لاندينۍ شونډه يې هم ټپي شوه د سر خولۍ يې ماته شوه او دوې کړۍ يې په مخ کې ننوتې، مشرکين له هرې خوا ور  باندې راولويدل تر څو په شهادت يې ورسوي، خو د الله رسول (صلى الله عليه وسلم) له يو شمير مسلمانانو سره يو ځاى د غره په شان ولاړ ؤ،  د مؤمنانو له جملې نه يو ورسره ابو د جانه ؤ چې ځان يې د مشرکينو د غشو په وړاندې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سپر ګرزولى ؤ، غشي يې په شا لګيدل او دفع کول يې، بل ورسره  سعد بن ابي وقاص ؤ چې هغه ورځ يې تقريبا زر غشي وار کړل، همدا راز هلته نسيبة ام عمارة الانصارية وه د زخميانو خړوبول يې پريښودل، توره يې واخيسته جنګ يې پيل کړ، په توره وهل کوي او غشي ولي تر څو له رسول الله  (صلى الله عليه و اله وصحبه  و سلم) نه دفاع وکړي په پاى کې په غاړه کې ولګيده سخته ټپي شوه، لدې سره يې ميړه او دوه زامن هم وو، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل:

((بارک الله عليکم اهل بيت)) فقالت له نسيبة: ادع الله ا ن نرافقک في الجنة فقال:((اللهم اجعلهم رفقائي  في الجنة)).

(خداى دې په تاسې اهل بيت  برکت واچوي، نسيبې ورته وويل: له خداى نه سوال وکړه چې په جنت کې ستا ملګري شو، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: خدايه هغوى په جنت کې زما ملګري کړې.

پدې سره نسيبې (رضي الله عنها) وويل: په دنيا کې په رارسيدلي حال مې څه پروا نشته. همدا راز  رسول الله (صلى الله عليه وسلم‌) يې په حق کې فرمايلي: (( که ښي طرف ته به مې کتل او که چپ طرف ته هغې (رضي الله عنها) به زما په دفاع کې جنګ  کاوه)).  نسيبه (رضي الله عنها) هغه ورځ د تورو او نيزو دوولس زخمه خوړلي وو.

د جنګ په همدې سخت حالت کې ابي  بن خلف ډير کوښښ وکړ چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته ځان ورسوي تر څو شهيد يې کړي، قسم يې وخوړ چې په شا به نه ځي، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له خپلو ملګرو نه نيزه واخيسته او د هغه  په ستوني کې يې ووهله چې وروسته له همدې امله مړ شو، او همدا يوازينى انسان دي چې  په ټول ژوند کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په لاس وژل شويدي.

لدېنه وروسته رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د طلحة بن عبيدالله په اوږو راپورته شو، ودريد او مشرکينو ته يې وکتل، د  هغوى يو ټولى يې د غره په سر کې وليد، څوک يې وروليږل چې هغوى راکوز کړي او ويې فرمايل: ((لا ينبغي لهم ان يعلونا، اللهم لا قوة لنا الابک)). نه ښايي چې هغوى زمونږ نه لوړ وي، يا خدايه بيله ستا مونږ هيڅ قدرت او قوت نلرو.

جنګ ختم شو، ابوسفيان د ځان او مشرکينو د زړه يخوالي پخاطر وويل: دا ورځ د بدر د ورځې په بدل کې.

ددې غزا د شهيدانو په ډله کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) تره حمزه (رضي الله عنه) هم ؤ نوموړى محبوب شهيد د ابو سفيان ښځې (هندې) مثله کړ، يينه يا زړه يې راويوست او ويې ژوواه، خو د تريخوالي له امله يې بيرته توکړ، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خپل تره په حالت سخت خفه شواو ويې فرمايل: ((لئن اظهرني الله علي قريش  في موطن من المواطن لامثلن بثلاثين رجلا منهم) ولکن الله نهى عن المثلة بعد ذلک)).(که خداې په يو ځاې کې په قريشو بريالى کړم نو ديرش کسه به ورنه مثله کوم، خو خداې پاک وروسته مثله کول منع کړل).

پدې جګړه کې له مسلمانانو څخه (٧٠) تنه شهيدان او له مشرکينو نه (٢٣) کسه مړه شول.

الله (جل جلاله) ددې جګړې په هکله څو آيتونه نازل کړل مسلمانانو ته يې ډاډينه ورکړه، او هر يو يې د هغوى د زخمونو لپاره لکه پټۍ داسې و، همدا راز د ا مبارک آيتونه  د دوى د ماتې سبب هم په ګوته کوي فرمايي: ((وَلا تَهِنُوا وَلا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمْ الأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  (139) إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ (140) وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ  (141) أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمْ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ (142) ( آل عمران ١٣٩ / ١٤٢)

بې زړه کيږئ مه انديښمن کيږئ مه همدا تاسې برلاسي ياست که تاسې مؤمنان اوسئ اوس  که تاسې ټپي شوي يئ نو له دينه مخکې ستاسې دښمنه ډله هم همداسې ټپيان شوي دا د زمانې خوږې ترخې دي چې مونږ يې د خلکو تر مينځه اړوو را اړوو. پر تاسې دا مرحله ځکه راوستل شوه چې الله دا کتنه غوښتله چې په تاسې کې ريښتيني مؤمنان څوک دي، او د هغو خلکو ټاکل يې غوښتل چې په واقعي توګه ( د ريښتينولۍ) شاهدان وي ځکه چې ظالمان د الله نه خوښيږي او هغه ددې ازموينې په وسيله د مؤمنانو چاڼول او د کافرانو ځپل غوښتل آيا تاسې دا ګڼلې ده چې همداسې به جنت ته لاړ شئ پداسې حال کې چې لا تر اوسه پورې الله دا نده ليدلى (دا ازماښت يې نه دى کړي) چې په تاسې کې  څوک هغه خلک دي چې د هغه په لاره کې جهاد کوونکي او صبر کوونکي دي.

له څو آيتونو وروسته فرمايي: ((وَلَقَدْ صَدَقَكُمْ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُمْ بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا أَرَاكُمْ مَا تُحِبُّونَ مِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (152) إِذْ تُصْعِدُونَ وَلا تَلْوُونَ عَلَى أَحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمّاً بِغَمٍّ لِكَيْلا تَحْزَنُوا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلا مَا أَصَابَكُمْ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (153). (آل عمران :١٥٢-١٥٣)

 (الله چې د ((مرستې او نصرت)) کومه وعده له تاسې سره کړې وه هغه خو يې پوره کړي لومړى خو د هغه په حکم همدا تاسې هغوى وژل خو کله چې تاسې همت له لاسه ورکړ او په خپل کار کې مو سره اختلاف وکړ او له هغه وروسته چې الله تاسې ته هغه دروښوده چې تاسې يې په مينه کې راګير وئ (ولچې مالونه) تاسې د خپل مشر له امر څخه غاړه وغړوله ددې له پاره چې له تاسې څخه ځينې خلک د دنيا غوښتونکي وو او ځينو د آخرت هيله لرله نو الله تاسې د کافرانو په مقابله کې په شا وتمبولئ تر څو چې پر تاسې ازميښت وکړي. او حقه داده چې الله جل جلاله) بيا هم تاسې ته معافي وکړه  ځکه چې د الله پر مؤمنانو د پيرزوينې ډير لوى نظر لري در په زړه کړئ هغه وخت چې تاسې په تيښته ځغليدئ هيچا ته مو بيرته د کتلو قدرې پام نه ؤ او پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) له شا درپسې (تاسې ته) نارې وهلې په هغه وخت ستاسې ددې چال چلند بدله الله در کړه چې تاسې يې پر غم د پاسه  په غم اخته کړئ تر څو د آينده لپاره دا درس واخلئ چې که څه شي ستاسې له  لاسه ووځي يا کوم تکليف درته ورسيږي چې پر هغه خپه نشئ الله (جل جلاله) ستاسې د ټولو کړو وړو څخه خبر دى.

مؤلف: د. مصطفى السباعي

مترجم: سلطان محمود صلاح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email