د رسول (صلى الله عليه وسلم) غزاګانې – لومړی د بدر غزا

الف- تاريخي پيښې:

١- په مدينه کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) دمه لا نه وه جوړه شوې چې له قريشو او نورو عربي قبيلو سره د اسلام جګړې پيل شوې. مسلمانو مؤرخينو د مسلمانانو او مشرکينو تر مينځ هره هغه جګړه چې رسول (صلى الله عليه وسلم) پخپله پکې برخه درلوده ((غزا))، او په کومه جګړه کې يې چې په خپله ونډه نده اخيستې (( سريه)) بللې ده.  د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د غزواتو شمير (٢٦) او د سراياؤ شمير يې ( ٣٨) ته رسيږي. مونږ دلته مشهورې غزاګانې چې شمير يې (١١) ته رسيږي په لاندې ډول سره بيانوو:

١-  د بدر لويه غزاء

دا غزا د هجرت په دوهم کال د روژې د مياشتې په (١٧) مه نيټه پيښه شوې وه. سبب يې دا ؤ چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) يو شمير اصحاب (رضي الله عنهم) د قريشو د هغې  قافلې مخې ته کومه چې له شام نه مکې ته روانه وه پداسې حال کې وروليږل ، چې د جنګ  اراده يې نه درلوده. که څه هم د ابو سفيان تر مشرۍ لاندې دې قافلې نجات و موند، خو هغه له وړاندې نه له قريشو نه مدد او کومک غوښتنى ؤ، چې په نتيجه کې د قريشو  زرکسه چې شپږ  سوو يې زغرې اغوستې وي، سل آسونه چې ورباندې سل نور زغروال کسان وو، اوه سوه اوښان له يو شمير ښځو سره چې دايره به يې وهله او په مسلمانانو  پسې  به يې بد او رد ويل راووتل. د مسلمانانو شميره (٣١٣) يا    (٣١٤)کسه وو چې زياته برخه يې انصار وو، له دوى سره (٧١) اوښان دوه يا درى آسان وو او بس چې پر اوښانو باندې به په نوبت سره سپريدل. مخکې لدېنه چې جګړه پيل شي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وغوښتل له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) په خاص ډول انصارو  سره د جګړې په اړوند سلا او مشوره وکړي، مهاجرينو د جنګ کولو مشوره وړاندې کړه، کله چې انصار پوه شول چې مهاجرين جنګ کول غواړي نو د انصارو مشر سعد بن معاذ (رضي الله عنه) وويل: يا رسول الله! مونږ په تا ايمان راوړى، ستا تصديق مو کړى او پدې  پوره باور لرو کوم شى چې تا راوړي هغه حق دي، ددې ټولو تړون مو درسره کړى، د اطاعت عهد مو درکړى، نو اې د خداى رسوله هر څه چې  غواړې هغه وکړه مونږ درسره يو، قسم په هغه ذات چې ته يې په حق راستولى يې که په بحر کې د ځان غورځولو امر راته  وکړې، مونږ به ټول له تاسره يو ځاى بحر ته ځانونه واچوو، بده نه ده که سبا له خپل دښمن سره مخامخ شو مونږ د جنګ په ميدان کې د زيات صبر خاوندان يو، کيداى شي الله (جل جلاله)  زمونږ په واسطه ستا سترګې روښانه او يخې کړي، د خداى په برکت سره حرکت وکړه…… بل انصاري هم همدا ډول خبرې  وکړې، نو رسول (صلى الله عليه وسلم) ډير خوشحاله شو او ويې فرمايل:((سيروا على برکة الله وابشروا، فان الله وعدني احدى الطائفتين اما العير و اما النفير)).د خداى په برکت سره حرکت وکړئ او زيرى مې درباندې چې خداى راسره له دوو نه د يوه شي چې يا به قافله وي او يا به جنګي لښکر وعده  راسره کړي.

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) حرکت وکړ، لاړ او د بدر اوبو سره نژدې يو ځاى کې يې واړول، دلته حباب بن منذر(رض) ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)! ايا پدې ځاى باندې د اړولو امر د الله ( جل جلاله) له طرفه دى، چې بايد همدلته  وې، اخوا ديخوا به نه کيږې؟ او که نه دا يو نظر، تکتيک، جنګ او چل دى؟ رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: نه دا زما رايه ده او دا جنګ دى او چل. نو حباب بن منذر داسې ځاى ورته په ګوته کړ چې له هغه ځايه مسلمانانو کولاى شواى په مشرکينو  اوبه بندې کړي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او اصحاب همغه ځاى  ته لاړل او هلته يې واړول. بيا سعد بن معاذ نظر ورکړ چې بايد رسول الله (صلى الله عليه وسلم)  ته د مسلمانانو د ليکو تر شا يوه څپره جوړه کړاى شي، که فتحه وه نو ښه زما او ښه ستا او که نه نو پخپل مرکب به سپور شي او په مدينه کې به له خپلو پاتې اصحابو (رضي الله عنهم) سره يو ځاى شي. سعد (رضي الله عنه) رسول الله صلى الله عليه وسلم) ته وويل: له مونږ نه داسې قومونه پاتې شوي چې له مونږ نه زيات محبت درسره لري، او که پوه شي چې ته جنګ کوې نو درنه وروسته به نه شي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سعد (رضي الله عنه) ته دعا وکړه او امر يې وکړ چې څپره جوړه کړي، کله چې جګړه پيل شوه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د مسلمانانو ليکې برابرې کړې او هغوى يې جنګ ته تشويقول او د شهادت لور ته يې  هڅول او دايې وفرمايل:

((والذي نفسي بيده لا يقاتلهم اليوم رجل فيقتل صابرا محتسبا، مقبلا غير مدبر الا ادخله الله الجنة)).(قسم په هغه ذات چې زما نفس يې په لاس کې دى،  هر هغه سړى چې نن له هغوى (مشرکينو) سره جنګ کوي، بيا ووژل شي پداسې حال کې  چې صابر وي او محتسب (خپل اجر له خداى نه غواړي)، مخ  په مخ وي نه د تيښتې په حالت کې نو حتمي به يې خداى (جل جلاله) جنت ته داخلوي). بيا خپلې څپرې ته لاړ، ابوبکر (رضي الله عنه) هم ورسره ؤ،سعد بن معاذ (رضي الله عنه) توره په لاس پيره ورباندې کوله، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د الله (جل جلاله) دربار ته لاسونه اوچت کړل او د خپلې دعا په يوه برخه کې يې وفرمايل:

((اللهم انشدک عهدک و وعدک، اللهم ان تهلک هذه العصابة لا تعبد في الارض)).(خدايه له تا نه خپله وعده او تړون غواړم، يا خدايه! که دا ټولګى مړه او هلاک شي، نو بيا به د ځمکې پر مخ ستا عبادت ونه شي. بيا په سجده پريوت  دومره ځنډيې وکړ چې ابوبکر (رضي الله عنه) ورته وويل: بس دى الله حتما خپله وعده تر سره کوي.

 جنګ شدت وموند، چې بالاخره د مسلمانانو په بري سره پاى ته ورسيد، له مشرکينو نه د ((٧٠)) تنو په شا او خوا کې ووژل شول، او په وژل شويو کسانو کې لوى مشرک (ابوجهل) او نور مشران هم وو او د (٧٠) کسو په شا او خوا کې نور ورڅخه ژوندي ونيول شول. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د مړو د ښخولو امر وکړ، بيا مدينې ته راستانه شول. دلته يې د بنديانو په هکله له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره مشوره وکړه، عمر (رضي الله عنه) يې د وژلو رايه وړاندې کړه، خو ابوبکر (رضي الله عنه) د فديې اخيستلو نظريه پيش کړه، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د ابوبکر (رضي الله عنه) مشوره  او رايه قبوله کړه او له مشرکينو نه يې د بنديانو په بدل کې فديه واخيسته.

د بدر غزا په اړه  د خداى د کتاب (قرآنکريم) دا آياتونه را نازل شوي:  الله تعالى د آل عمران په سورت کې فرمايي:

((وَلَقَدْ نَصَرَكُمْ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (123) إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَنْ يَكْفِيَكُمْ أَنْ يُمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلاثَةِ آلافٍ مِنْ الْمَلائِكَةِ مُنْزَلِينَ (124) بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلافٍ مِنْ الْمَلائِكَةِ مُسَوِّمِينَ (125) وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلاَّ بُشْرَى لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُمْ بِهِ وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ (126) لِيَقْطَعَ طَرَفاً مِنْ الَّذِينَ كَفَرُوا أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنْقَلِبُوا خَائِبِينَ (127). (آل عمران: ١٢٣-١٢٧).

(له دېنه مخکې د بدر په جګړه کې الله له تاسې سره مرسته کړې وه پداسې حال کې چې په هغه وخت کې تاسې ډير زيات کمزوري وئ نو اوس پر تاسې لازمه ده چې د الله د ناشکرۍ نه ځان وژغورئ، هيله ده چې اوس تاسې شکر وباسئ، ياد کړه هغه وخت چې تا مؤمنانو ته ويل (آيا تاسې ته دا کافي نده چې الله د درى زره پرښتو په راليږلو درسره مرسته وکړي)؟ بيشکه، که تاسې د زغم په لرلو له الله څخه په ويريدو کار وکړئ نو په کومه شيبه کې چې دښمنان درباندې يرغل وکړي بيدو په هماغه شيبه کې به ستاسې رب (درى زره نه) پنځو زرو نښنه داره پرښتو په وسيله درسره مرسته وکړي دا خبره الله د دې لپاره درته کړې ده چې تاسي خوشاله شئ او ستاسې زړونه ډاډه شي بر لاسي هر څه چې دي د هغه الله له خوا دي چې ډير زورور او پوهيدونکى دى. (او دا مرسته به هغه ددې له پاره درسره وکړي) تر څو چې د کفر په لاره د تلونکو يو مټ غوڅ کړي، يا هغو ته داسې رسوا کوونکې ماتې ورکړي چې هغوى ناکام خړ سترګي بيرته ستانه شي).

د مشرکينو د اسيرانو په بدل کې د فديې اخيستلو په هکله خداى پاک رسول  (صلى الله عليه وسلم) ته عتاب کوي او فرمايي:

 ((مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (67) لَوْلا كِتَابٌ مِنْ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (68) فَكُلُوا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلالاً طَيِّباً وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (69). (الانفال:٦٧-٦٨)

 (له هيڅ پيغمبره سره دا نه ښايي چې له هغه سره بنديان وي تر څو پورې چې هغه په ځمکه کې دښمنان په ښه شان ونه ټکوي تاسې د دنيا گټه غواړئ په داسې حال کې چې د الله تر نظر لاندې آخرت دى او الله برلاسى  او حکيم دى، که  الهي ليکنه مخکې نه واى شوې نو څه چې تاسې اخستي دي د هغه په مجازات کې به تاسې ته ډيره لويه سزاء درکړه شوې واى نو کوم مالونه چې تاسو د ولجې په ډول په لاس راوړي دي هغه خورئ هغه حلال او پاک دي او له الله نه په ويره کې اوسئ په يقيني توګه الله تيريدونکى او  رحم کوونکى دى).

مؤلف: د. مصطفى السباعي

مترجم: سلطان محمود صلاح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي