درسونه او پندونه:

١- مؤمن د قوت ډاډ او باور په صورت کې خپل کار په ډاګه او ښکاره توګه تر سره کوي، او تر کومه چې دا باور موجود وي، تر هغې پورې نه د دښمن پروا ساتي او نه هم خپل کار له چا پټوي، لکه چې عمر (رضي الله عنه) چې د هجرت په مهال همداسې وکړل. او پدې کې يو بل حکمت هم پروت دى هغه دا چې قوي او ټينګ موقف د الله (جل جلاله) دښمنان ويروي، په زړونو کې يې وارخطايي اچوي، او پدې کې خو څه شک نشته که هغوى (قريشو) د عمر (رضي الله عنه) د وژنې اراده کړې واى نو دا کار يې ترسره کولاى شوى، خو د عمر (رضي الله عنه) جراتمندانه او  پياوړي دريځ د دوى د هر يوه په زړه کې رعب او ويره واچوله او وويريدل که ورمخکې شي نو ميندې به يې بورې شي، او ښکاره ده چې د شر لښکر د ژوند حريص او په ژوند ډير بخيل وي.

٢- د باطل علمبرداران چې کله هم د حق دعوت د مخنيوي او تم کيدو نه توان له لاسه ورکوي، او مؤمنان يې له ظلم او تيري نه نجات مومي، نو بيا دوى د مصلح داعي د وژلو تصميم نيسي، او دا هم پدى خيال چې د داعي (بلونکي) په مرګ سره به دعوت ختم کړاى شي، او له داعي  او دعوت نه  به تر ابده بې غمه شي. اشرار او اسلام دښمنه عناصر په هر عصر او زمانه کې چې وي همدا فکر او نظر لري، مونږ هم په خپل وخت کې داسې  مثالونه وليدل او ددې ډول مواقفو شاهدان يوو.

٣- د دعوت مخلص، صادق او وفادار سپاهي خپل ژوند تر خپل رهبر قربانوي، ځکه د رهبر په ژوند او سلامتيا کې د دعوت سلامتيا  ده، او په مرګ کې يې  د دعوت ماتې او کمزوري ده.  لکه چې علي (رضي الله عنه) په ډيره ميړانه  سره د هجرت  په شپه کې همداسې وکړل، هغه (رضي الله عنه) د رسول (صلى الله عليه وسلم) په ځاى ويده شو، خپل ژونديې د رسول (صلى الله عليه وسلم) د ساتنې پخاطر د مرګ خطر ته ورکړ، ځکه ليرې نه  وه چې د قريشو ځوانان د انتقام په خاطر او پدې دليل چې همده رسول (صلى الله عليه وسلم‌) ته د خلاصون لاره برابره کړه خپلې تورې د علي (رضي الله عنه) په وينو سرې کړي، خو علي (رضي الله عنه) ددې څه پروا ونه ساتله او دا يې  له هر څه غوره او کافي وبلله چې د امت  رسول (صلى الله عليه وسلم) او د دعوت قوماندان روغ او ژوندى پاتې شي.

٤- سره لدې چې قريش له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره  دومره سخته دښمني  لري چې ان د مرګ تصميم يې نيسي، خو بيا هم  هغوى خپل امانتونه  له نبي (صلى الله عليه وسلم) سره ږدي او پدې مهمو او ارزښتناکو شيانو کې باور ورباندې کوي، نو دا  پدې دلالت کوي چې د دعوت دښمنانو په خپلو زړونو کې پدې پوره باور درلود چې داعي رسول (ص) له دوى  نه زيات نيک سيرته، پاک نفسه، امين او په حقه لاره روان دى، خو په پټو سترګو او له زيات تعصب سره پخپلو عاداتو او عقايدو دريدنه ده چې هغوى له داعي سره جنګ، مکر او فريب او په پاى کې د امکان په صورت کې د هغه مرګ ته هڅوي.

٥- د مکارانو او تروريستانو له لاسه د خلاصون او نجات پخاطر د دولت د رئيس او يا د دعوت او تحريک د رهبرداسې  پلان يا نظريه چې د خپل تنظيم او پياوړتيا  په نيت  د لومړني ميدان پريښودل، او بل ميدان ته تلل ايجاب کړي،  ډار او له مرګ نه تيښته نه بلل کيږي او نه ورته د ځان او مال له قربانۍ نه ځان غړونه ويلى شو.

٦- د عبدالله بن ابي بکر (رضي الله عنهما) دريځ دا په ډاګه کوي چې ځوانان د ټولو اصلاحي حرکتونو په کاميابۍ کې لوى او مهم اثر او رول لري. ځوانان د هر اصلاحي دعوت د ملا د تير حيثيت لري، د قربانۍ او سرښندنې ميدان ته د دوى وړاندې کيدل، دعوتونه په ډيره چټکۍ او بيړې سره د فتحې او بري په درشل دروي. ګورو چې لومړني مؤمنان ټول ځوانان دي، د بعثت په وخت کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) عمر (٤٠) کاله ؤ، ابوبکر (رضي الله عنه) درى کاله ور نه کشر ؤ همدا راز عبدالله بن مسعود او عبدالرحمن بن عوف، الارقم بن ابي الارقم، سعيد بن زيد، بلال بن رباح، عمار بن ياسر او … (رضي الله عنهم) ټول ځوانان وو چې د دعوت پيټى يې په اوږو واخيست، او پدې لارکې يې ډيرې قربانۍ ورکړې، ډير دردونه، غمونه او ظلمونه يې وګالل. د همدوى د مټو په زور اسلام بريالى شو د خلفاء راشدينو  دولت قايم کړاى شو، اسلامي لوى لوى فتوحات تر سره شول، او د همدوى له برکته مونږ ته اسلام راورسيد او مونږ يې له ګمراهۍ، جهل، کفر، بت پرستۍ او هر ډول فسق او فساد نه آزاد کړو، او د هدايت په نور يې مشرف او منور کړو.

٧– د رسول (صلى الله عليه وسلم) د هجرت په وخت کې د عائشې او اسماء (رضي الله عنهما) موقف دا په ګوته کوي چې ټول اسلامي او اصلاحي دعوتونه د ښځو همکارۍ ته زياته اړتيا لري، ځکه ښځې د پاک او نرم زړه، زياتې عاطفې او نيک احساس درلودونکې دي، او ښځه چې  يو ځل په کوم شي ايمان راوړي، بيا په هر  ډول شرايطو او له هر راز مشکلاتو ګاللو سره ټينګ ساتي، خلک ورته راوبولي، خصوصا د خپل ميړه، وروڼو او زامنو د قناعت حاصلولو لپاره ډير څه کولاى شي.

د رسول (صلى الله عليه وسلم) په دوران کې په اصلاحي جهاد کې د ښځو برخه او ونډه ا له هيچا پټه نده، تاريخ په زرينو کرښو ليکلې، او اوس مونږ ته د دې اعلان کوي چې اسلامى حرکتونه تر هغې پورې  ناقص او د لږ اثر درلودونکي دي تر څو چې ښځې پکې برخه  نه وي اخيستې او د ښځو با ايمانه، پاک، د نيکو اخلاقو او عفت درلودونکى صف نه وي جوړ شوى، ځکه  زمونږ په عصر کې يوازې ښځه کولاى شي چې عفت، اخلاق، پاکي… د ښځو په مينځ کې تيت کړي‌، نارينه پدې ميدان کې څه زيات اثر نه لري. او سرسيره پردې همدا با ايمانه ښځه، يا مور وي او يا به ماندينه وي چې هر يوه يې خپل ارزښت او اغيزه لري. کشران او مشران اصحاب (رضي الله عنهم) تابعين (رحمة الله عليهم) چې د اسلامي دعوت داعبان وو د هغو ښځو د لاس ميوه ده چې نوموړى عالم،  د لوړ همت خاوند، د دنيوي او اخروي ښيګڼو درلودونکى نسل يې پخپلو غيږو کې  روزلى او ورته يې اسلامي اخلاق، ادب، د اسلام لاره او له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره مينه ورزده کړيده.

اوس مونږ بايد پدې حقيقت ځان پوه کړو، هلې ځلې پيل کړو تر څو پيغلې او ښځې د ښځو په مينځ کې د اسلام او اصلاحي دعوت بيرغ اوچت کړي. ښځې د امت له نيمايي نه  زياتې دي، نو د دې هدف د تحقق لپاره مونږ بايد خپلې لوڼې او خويندې په صحيح اسلامي مدرسه کې د شريعت د زده کړې لپاره تشويق کړو، او هر څومره  چې د با ايمانه ، پاک سيرته، په شريعت پوهه، باعفته، له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره مينه لرونکو او نيک اخلاقه ښځو شمير زيات شي په همغه اندازه به اسلامي اصلاحي  دعوت په وړاندې ځي او ټولنه د داسې ورځې په خوا چې هلته به اسلامي شريعت حاکم وي نژدې کيږي او دا ورځ ليرې هم نده (ان شاء الله).

د ثور په غار کې په رسول (صلى الله عليه وسلم) او ملګري باندې يې د قريشو سترګې ړنديدل، همدا راز د غار په خوله د غڼې تارونه اچول، او د مرغانو هګۍ اچول او ځالې جوړول، په رسول (صلى الله عليه وسلم) باندې د الهي عنايت او رحمت دومره لوى مثال دى چې زړونه ريږدوي او دا راښيي لکه څرنګه چې الله (جل جلاله) خپل رسول (صلى الله عليه سلم) د مشرکينو له لاسه وساته، همداسې په هر عصر کې هر مخلص داعي د شدت، غم او سختو حالاتو په وخت کې د الله له خوا ساتل کيږي، ډير ځله د دښمنانو سترګې پرې ړنديږي، زيان  او شر نشي ورسولى. د ثور په غار کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) او ابوبکر (رضي الله عنه) ساتنه د الله (جل جلاله) ددې ارشاد تصديق کوي چې فرمايي: ((إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ)). (المؤمن ٥١) (باور ولرئ چې مونږ د خپلو پيغمبرانو او مؤمنانو مرسته  ارو مرو ددې دنيا په ژوند کې هم کوو او په هغه ورځ به يې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي).

او هم: ((إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنْ الَّذِينَ آمَنُوا…)) (الحج: ٣٨)

(بيشکه چې الله له هغو کسانو څخه دفاع کوي چې ايمان يې راوړيدى تصديق کونکي دي).

٩- د ثور په غار کې د مشرکينو له ليدو نه د ابوبکر  (رضي الله عنه) ويره دعوت  هر وفادار با درده  او ريښتني عسکر لپاره لوى مثال دى، مخلص سپاهي بايد د خپل امين رهبر له خطر سره مخامخ کيدل د ځان لپاره ډير مشکل و بولي او د مشکلاتو په وخت کې په هغه شفقت او زړه سوى ولري. ابوبکر (رضي الله عنه) هغه وخت پخپل ځان نه ويريده، ځکه که د ځان د مرګ ويره ورسره واى، نو پدې خطرناک هجرت کې به يې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره ملګرتيا نه کوله، هغه ښه پوه ؤ چې که مشرکينو ته په لاس ورغى نو جزاء يې مرګ ده ، نو حقيقت دا دى چې هغه د رسول (صلى الله عليه وسلم) په ژوند ډاريده او د اسلام دراتلونکي تشويش ورسره ؤ او پدې فکر کې و که چيرې رسول (صلى الله عليه وسلم) مشرکينو ته په لاس ورشي نو د اسلام آينده به څنګه وي؟

١٠- د رسول الله (صلى الله عليه وسلم دا قول چې ابوبکر (رضي الله عنه) ته د ثور په غار کې فرمايي: ((اې ابوبکره! د هغه دوو په هکله چې دريم يې الله وي څه فکر کوې؟ )) دا په الله باندې د پوره باور او په الهي نصرت د کامل ډاډ، لوى او ښکاره مثال دى. هغه (صلى الله عليه وسلم) د مشکلاتو په دومره شدت کې هم له الهي امداد نه مطمئن دى په الله ( جل جلاله) يې پوره تکيه کړې، له هيڅ شي  نه ويريږي، نو دا  هم دهغه (صلى الله عليه وسلم) د نبوت د صدق يو بل دليل او ثبوت دى  ځکه نبي (صلى الله عليه وسلم) پدې سخت حال کې هم داسې مطمئن ښکاري لکه  چې هيڅ خبره هم نه وي.هغه (ص)  پوره يقين لري چې الله (جل جلاله) ددې خلکو د هدايت او رحمت لپاره استولى دى، نو يوازې يې نه پريږدي. آيا دا امکان لري چې پداسې حال کې له صادق نبي (صلى الله عليه وسلم) نه پرته د بل چا نه چې په دروغو د  نبوت داعي وي دومره اطمينان وليداى شي؟!په همدې ډول مشکلو حالاتو کې د ريښتني او دروغجن داعي او دعوتګر تر مينځ توپير هم کيداى شي، پدې معنى چې رښتنى هغه څوک دى چې تل د الله (جل جلاله) رضا غواړي په الله يې پوره باور او توکل وي، له الهي مدد او نصرت نه پوره مطمئن وي، له چا نه يې ويره نه وي، خو تش په نامه داعي د مشکلاتو په وخت کې په شا ځي، د لږ فشار په مقابل کې تسليميږي د ويرې په حالاتو کې له هر څه تيريږي او همدا وجه ده چې لدې ډول دروغجنو کله هم الهي مرسته او کمک نه وي.

١١- دا چې سراقه ونه توانيد  رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته څه زيان او ضرر ورسوي، داپخپله د (صلى الله عليه وسلم) د نبوت يو بل ښکاره دليل دى. سراقه چې په رسول (صلى الله عليه وسلم) پسې روان ،کله به چې ورلنډ شو نو د آس پښې به يې  به شګو کې ننوتې، قدم يې نه شوى پورته کولى خو کله به چې ترې نه کوز شو او د مکې په لور به يې  روان کړ، آس به سم صحيح روامن ؤ، او که به يې بيا وغوښتل چې په رسول (صلى الله عليه وسلم) پسې يې بوزي، نو بيا به همغه حال ؤ، قدم به يې نه شوى اخيستى….. ايا له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه پرته د بل چا په حق کې داسې پيښيږي؟ نه کله هم نه، نو ثابته شوه چې هغه د الله رسول  او د الهي نصرت تر سيوري لاندې روان ؤ. سراقه هم پدې حقيقت پوه شو، له  رسول (صلى الله عليه وسلم) نه يې د امان غوښتنه وکړه، پوه شو چې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره دومره الهي مرسته ده چې بشر يې له ادراک نه عاجز دى، او په همدې دليل له جايزې تير شو او د راتلونکي لپاره په وعده راضي شو.

١٢– سراقه ته د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د کسرى د وښيو وعده يوه بله معجزه ده، څوک چې له يوې خوا له خپل  کور او قوم نه هجرت کوي، او له بلې خوا د فارس د فتحه کيدو او د کسرى د خزانو طمعه لري، دا ددې ښکاره دليل دى چې هغه به د خداى رسول وي او که نه نو بل څوک  خو دا ډول آرزو هغه هم پدې ډول حالاتو کې کله هم نه شي کولاى. د رسول (صلى الله عليه وسلم) نوموړې وعده ترسره هم شوه کله چې سراقه د کسرى  کرې (وښيي) په غنيمتونو کې وليدل له عمر (رضي الله عنه) نه يې وغوښتل چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) وعده ترسره کړي. عمر (رضي الله عنه) هم د اصحابو (رضي الله عنهم) په وړاندې د کسرى وښيي سراقه ته ور په لاس کړل او ويې فرمايل: ((ثنا ده هغه الله (جل جلاله) لره چې له کسرى نه يې خپل وښيي واخيستل او اعرابي سراقه بن جعشم ته يې ور په لاس کړل)).

په همدې ترتيب په هجرت کې معجزې يوه په بله پسې راځي تر څو د مؤمنانو يقين پوخ شي، او د اهل کتابو شکمن او سر زوري خلک پدې باور پيدا کړي چې محمد (صلى الله عليه وسلم) د الله (جل جلاله) له خوار اليږل شوى  رسول دى.

١٣- مدينې منورې ته رسول (صلى الله عليه وسلم) روغ رمټ ورسيد د هغه ځاى اوسيدونکي مهاجر ؤ که انصار دومره خوشحاله شول چې ښځې او ماشومان له کورو راووتل، خلکو خپل کارونه پريښودل، يهودانو هم په ظاهر کې د خوښۍ اظهار  کاوه او له مسلمانانو سره يې پدې خوشالۍ کې ګډون وکړ، خو په زړه کې  له نوې رهبرۍ سره د مسابقې له امله ډير خفه وو…. د مسلمانانو په خوشالۍ کولو کې خو څه د تعجب او پوښتنې وړ شى ځکه نشته چې له هغوى سره خو خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) يو ځاى شوى ؤ، هغه رسول (صلى الله عليه وسلم) چې د الله په اذن سره يې  دوى له تيارو نه رڼا  ته وايستل. همدا راز د يهودو خوشالي هم څه د تعجب وړ او غريبه خبره ځکه نده چې  دا د هغې ټولنې په وړاندې چې نور د دوى له تسلط نه وتلې وه  د دوى د منافقت، چاپلوسۍ او غدارۍ يوه نمونه او طريقه وه، پداسې حال کې چې له هغه چا سره يې بې حده زياته کينه او دښمني درلوده کوم چې پر ملتونو يې د دوى تسلط او واکمني  له مينځه وړله. ددې سبب هم دا ؤ چې نوموړي نوي اسلامي ځواک د خلکو هغه مالونه د يهودو له چور او چپاول نه  ساتل کوم چې د قرض تر پردې او نامه لاندې به يې  په ناحقه  ورنه اخيستل،  او وينو تويولو هغه لړۍ يې پاى ته رسوله کومه چې يهودو د نصيحت او مشورې په او عنوان سره روانه کړې وه. د يهودو دا خاصيت اوس هم موجود دى هغوى له هر هغه چا سره دښمني کوي څوک چې ملتونه د دوى له تسلط نه آزادوي، او لدې ډول خلکو سره هره ممکنه ناروا کوي که توطئه وي يا مرګ او يا ترور په هيڅ صرفه نه کوي دا د يهودو هميشنى صفت دى. په مدينه  کې يې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره همدا ډول کار کړى، سره لدې چې له هغه  (صلى الله عليه وسلم) سره يې د همکارۍ او سلامتيا نه ډک ګډ ژوند تيرولو ډير پيمانونه يې ورسره لاسليک کړي دي. لنډه دا چې يهود په هر وخت کې يو اور بلوونکى قوم دى. ((كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَاراً لِلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ …)) هرکله چې دوى د جنګ اور په لمبو راولي، الله هغه مړ کړي).

١٤- مدينې ته د هجرت له پيښو نه دا معلوميږي چې رسول (صلى الل عليه وسلم) به هر چيرته چې تم کيده نو لومړى به يې هلته جومات جوړاوه تر څو هلته اوسيدونکي مسلمانان پکې راټول شي. د قبا جومات يې جوړ کړ او هلته څلور ورځې پاتې شو او د لارې په نيمايي کې يې د جمعې لمانځه د ادا کيدو په خاطر د مدينې او قبا تر مينځ د ((رانوناء)) په دره کې چيرته چې بني سالم بن عوف اوسيدل جومات جوړ کړ، همدا ډول کله چې مدينې ته ورسيد نو هلته يې هم اولنى کار د جومات جوړول ؤ.

دا ټول په اسلام کې د جومات په اهميت دلالت کوي، اسلامي عبادت نفس پاکوي، د اخلاقو تزکيه کوي، د مسلمانانو تر مينځ همدردي او همکاري زياتوي، د جمعې او اخترونو لمونځونه خو له هر څه نه زيات د مسلمانانو د غونډيدو، يووالي، اسلامي همکارۍ او د اهدافو د اشتراک څرګندوى دي. همدا راز جومات د مسلمانانو په ژوند کې لوى اجتماعي او روحي رسالت لري، همدا جومات دى چې  مسلمانان سره يو کوي، نفسونه يې پاکوي، زړونه او عقلونه يې بيداروي، مشکلات يې حلوي او د قوت او يووالي څرګندونه يې کوي. په اسلام کې  د جومات تاريخ دا ثابته کړيده چې همدې جومات د ځمکې پرمخ  د الهي نور او هدايت، د خورولو پخاطر ډيرې لښکرې له خپل زړه نه قومانده کړيدې، او همدا جومات  د اسلامي هداياتو روښانه څراغ ؤ، او د همدې جومات په غيږ کې د اسلامي تمدن لوى لوى قوماندانان روزل شويدي، ابوبکر، عمر،عثمان ، علي، خالد، سعيد، ابو عبيده، او د اسلامي تاريخ دوى ته ورنه نور قهرمانان په نبوي جومات کې د محمدي مدرسې شاګردان وو. په اسلام کې د جومات يوه ځانګړتيا او خصوصيت دا دى چې له هغه ځاى نه هره هفته (د جمعى په ورځ) د حق لوړ او قوي آواز پورته کيږي، دا آواز بد او منکر غندي، په نيکۍ سره امر کوي، خلک له غفلت نه راويښوي، د وحدت لور ته بلنه ورکوي د ظالم په وړاندې د احتجاج مظاهره کوي، طاغي ته ګوش مالي ورکوي…. مونږ په خپل وړکتوب کې ليدلي چې  د فرانسوي استعمار په ضد د وطني اوملي حرکتونو د خوځيدو او د  صهيونيزم په خلاف د جهادي مشرانو د  پناه يوازينى ځاى جومات ؤ، خو دا چې اوس جومات د تعطل په حالت کې قرار لري خپله لويه دنده نه شي تر سره کولاى، نو ددې ټوله ګناه د مزدورو او يا ناپوهه او غافلو خطيبانو په غاړه ده. او که دا نن هم د شريعت واقعي علماء د حق ريښتني داعيان، الله او رسول ته مخلص او د مسلمانانو په حال زړه سواندي رهبران منبر ته جګ شي نو د جومات پخوانى دور بيرته را ژوندى کيداى شي، بيرته په ټولنه کې د صدارت  او مشرتابه عهده په غاړه اخلي، د خلکو د تربيې، او د الله په لار د برابرو انسانانو جوړولو مدرسه ګرزي مونږ داسې ورځې راتلو ته سترګې په لار يو، چې دا د مؤمنو با اخلاقه، پوهو او مخلصو ځوانانو ډله د جومات منبر ته وخيژي او د حق آواز يو ځل بيا د هر چا  غوږ ته ورسوي.

١٥- د مهاجرينو او انصارو تر مينځ ورور ګلوي، د اسلامي انسان جوړونکي عدالت يوه نمونه ده مهاجرين  داسې کسان وو چې د الله (جل جلاله) په لار کې يې وطن، مال او هر څه پريښي وو، او مدينې ته پداسې حال کې لاړل چې له دنيوي شيانو نه يې هيڅ هم نه درلودل، خو انصار د مال، کرهڼې او صنعت درلودونکي شتمن خلک وو، نو د همدې ورورۍ په اساس به انصاري د خپل مهاجر ورور پيټى وړي، غم او خوشالي به ور سره شريکوي د امکان په صورت کې به پخپل کور کې ځاى ورکوي، د شتمنۍ په صورت کې به د مال نيمايي برخه ورکوي، وګورئ د دنيا کوم عدالت لدې ډول ورور ګلوۍ سره برابريدى شي؟

هغه کسان چې د اسلامي دين له اجتماعي عدالت نه سترګې پټوي، نه غواړي د اسلام نور د خلکو سترګې روښانه کړي، زړونه يې تسخير کړي او يا خو دا ډله داسې جامد او وچ خلک دي چې هر نوى شى او لفظ ردوي که هر څو يې خلک خوښ کړي. او په اسلام کې يې مدلول هم وجود ولري، که داسې نه وي نو په اسلام کې له اجتماعي عدالت نه څنګه او ولې سترګې پټوي او انکار ور نه کوي؟ حال دا چې په وړاندې يې ذکر شوې ورورګلوي هم موجوده ده، هغه ورورګلوي چې د شريعت څښتن محمد (صلى الله عليه وسلم) پخپل لاس مينځته راوستې او دده تر رسالت او اشراف  لاندې تطبيق شوه او همدا ورورګلوي د لومړني اسلامي دولت تهداب هم وه.

١٦- په هغه ليک کې چې د مهاجرينو او انصارو د ورورګلوۍ، او د مسلمانانو او نورو تر مينځ د همکارۍ تړونونه پکې ليکل شوي ؤ، ډير داسې دلايل شته چې دا ثابتوي چې اسلامي دولت په اجتماعي عدالت باندې ولاړ دى.

د مسلمانانو او نورو تر مينځ د اړيکو اساس صلحه ده، که يې صلحه سره وکړه، حق، عدالت، په نيکۍ کې يوله بل سره همکاري، او له ټولنې نه د اشرارو لاس لنډول د اسلامي دولت لومړنى او اساسي شعار دى، او د همدې شعار په اساس په هر وخت کې او هر چيرته چې وي يو  دولت اسلامي دولت ګڼل کيږي ، همدا شعار د اسلامي دولت پښې ټينګوي او د نني عصر  تر ټولو لوړ او اوچت اصل هم دى. په اسلامي ټولنه کې ددې اصولو په رڼا کې د دولت تشکيل له انساني فکر او تصور سره پوره برابري لري او  مسلمانان له ټولو نه د قوي، نيکبخته او پرمخ تللي دولت خاوندان ګرزوي.

مونږ ته په کار ده چې خپل دولت د اسلام په رڼا کې تشکيل کړو او که لدېنه پرته په بل کوم اساس دولت جوړ کړاى شي، نو له ورانۍ او بربادۍ پرته بل خه په لاس نه راځي. اسلام په اسلامي هيواد کې نا مسلمانو ته ضرر نه رسوي، عقيده يې تر فشار لاندې نه نيسي، حقوق يې نه خوري، نو په اسلامي هيوادو کې د شريعت له تطبيق نه ولې او په څه ويره لري؟حال دا چې اسلامي شريعت ټول حق دى، عدل دى او ورورګلوي او هلته داسې اجتماعي تکافل وجود لري چې اساس يې محبت ورورګلوي او همکاري ده.

تر هغې به له استعمار نه آزاد نه شو، تر څو مود اسلام لوړ شعار نه وي اوچت کړى، مټې مو نه وي رانغښتې او د کار او عمل ډګر ته نه وو داخل شوي: الله تعالى فرمايي:

 ((وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنْ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنْ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ))( الاعراف: ٩٦)

(که د سيمو خلکو ايمان راوړى واى او د تقوى کړنلاره يې غوره کړې واى نو مونږ به پر هغوى باندې  د آسمان او ځمکې د برکتونو دروازې پرانستې واى).

بل ځاى فرمايي: (( وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ)). (الانعام: ١٥٣)

(دغه راز د هغه لارښوونه دا ده چې همدا زما سمه لاره ده نو تاسې په همدې باندې لاړ شئ او په نورو لارو باندې مه ځئ چې هغه به تاسې له هغې لارې واړوي تيت پرک به مو کړي.

همدا راز فرمايي:  ((وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً (3). الطلاق:٢-٣)

(څوک چې له الله نه په ويريدو کار وکړي الله به د هغه لپاره له ستونزو نه د وتلو کومه لاره پيدا کړي او هغه ته به له داسې لارې نه روزي  ورکړي چې هغه لوري ته د هغه ګومان هم نه رسيږي او څوک چې په الله باندې توکل وکړي د هغه لپاره هغه کافي دى، الله د خپل کار پوره کوونکى دى، الله د هر شي لپاره يوه اندازه ټاکلې ده).

ورپسې فرمايي:((… وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْراً)).   (الطلاق – ٤)

 (څوک چې له الله وويريږي هغه يې په کار کې اسانتيا پيدا کوي).

((…وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْراً )).  (الطلاق – ٥)

(څوک چې له الله نه وويريږي الله به هغه بدي له هغه نه ايسته کړي او اجر به يې ورته زيات کړي).

مؤلف: د. مصطفى السباعي

مترجم: سلطان محمود صلاح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email