د مدينې په لورې هجرت او هلته ميشته کيدو پورې

له هجرته په مدينه کې د  نبي (صلى الله عليه وسلم) تر ميشته کيدو  پورې

الف _ تاريخي  پيښې

١. قريش د يثرب د يو شمير خلکو له ايمان راوړلو نه خبر شول، او پدې سره يې په مکه کې پر مسلمانانو خپل ظلمونه لاپسې زيات کړل، نو رسول  (صلى الله عليه وسلم) مسلمانانو ته د مدينې په لور د هجرت امر وکړ، اصحابو ټولو په پټه سره خو يوازې عمر (رضي الله عنه) په ښکاره هجرت وکړ، د مکې مشرکين يې له خپل هجرت نه خبر کړل او ورته ويې ويل که څوک غواړى مور يې بوره شي نو سبا دې ما پسې پدې لاره راشي، خو هيڅوک هم ورپسې ونه وتل.

٢- کله چې قريش پدې باوري شول چې مسلمانان په مدينه کې د عزت او امنيت خاوندان شول په (دار الندوة) کې يې مجلس وکړ تر څو د رسول (صلى الله عليه وسلم) د له مينځه وړلو لپاره لارې چارې ولټوي، په پاى کې فيصله پدې وشوه چې له هرې قبيلې نه به يو تکړه ځوان انتخابيږي او بيا به ټول په ګډه رسول (صلى الله عليه وسلم) په شهادت رسوي، پدې سره به يې خون هم په ټولو قبيلو ويشل کيږي، او بنو مناف به هم لدې امله چې له ټولو سره د جنګ توان نلري په ديت اخيستلو راضي شي.  په دې ډول ځوانان راټول شول، د هجرت په شپه يې د رسول (صلى الله عليه وسلم) په دروازه کې د هغه (صلى الله عليه وسلم) د راوتو او وژلو انتظار يوست.

٣- په دغه شپه رسول (صلى الله عليه وسلم) پخپل ځاى ويده نه شو،  علي (رضي الله عنه) ته يې وويل چې زما يعنې د رسول (صلى الله عليه وسلم) په ځاى ويده شي او امر يې ورته وکړ چې سهار قريشو ته له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره ايښي امانتونه بيرته وسپاري، او پخپله رسول (صلى الله عليه وسلم) پداسې حال کې له کوره  ووت چې د قتل لپاره دريدلي خلک هيڅ ورباندې پوه  نه شول، د ابوبکر صديق (رضي الله عنه) کور ته ورغى له هغه وروسته هغه (رضي الله عنه) عبدالله بن اريقط الديلمي چې مشرک ؤ په مزدورۍ ونيو تر څو دوى ته د مدينې لار وښيي خو پدې شرط چې په هغه مشهوره او عامه  لاره لاړ نه شي، بلکه يوه بله داسې لار باندې يې بوزي چې د قريشو کفار يې پيدا نه شي کړاى.

٤- رسول (صلى الله عليه وسلم) له خپل ملګري ابوبکر صديق (رضي الله عنه) سره د خپل مبارک  ولادت د (٥٣) کال د ربيع الاول په لومړۍ د پنجشنبې په ورځ له کوره پداسې حال کې د  هجرت په نيت ووت چې د علي (رضي الله عنه) او د ابوبکر صديق (رضي الله عنه) له کوره پرته بل څوک نه ؤ ورباندې خبر. پدى ترڅ کې د ابوبکر (رضى الله عنه) لورانو عائشې او اسماء (رضي الله عنهما) رسول (صلى الله عليه وسلم) او خپل پلار ته د خوراک په برابرولو کې د قدر وړ کارونه تر سره کړل، اسماء (رضي الله عنها) د خپلې ملا دستمال دوه ځايه کړ، په يوه ټوټه يې د خوراک د لوښي خوله وتړله او بله ټوټه يې تر ملا کړه او په همدې وجه ورته ((ذات النطاقين)) ويل کيږي.  رسول (صلى الله عليه وسلم) او ملګرى يې له راه بلد سره يو ځاى د يمن له لارې روان شول تر څو د ثور غار ته ورسيدل او پدې  غار کې تر دريو شپو پورې پاتې شول. عبدالله بن ابوبکر (رضي الله عنهما) چې ډير ذکې او هوښيار ځوان ؤ هم د شپې له خوا له دوى سره  ويده کيده، سهار وختي به ورنه روانيده، او مکې ته به يې پداسې وخت کې ځان رساوه چې خلک نه پرې پوهيدل چې چيرته ؤ، بلکه ټولو به دا ګمان کاوه چې شپه يې په مکه کې د ننه وه،  د ورځې له مخې به يې د قريشو ټول پلانونه او د رسول (صلى الله عليه وسلم) او د هغه د ملګري په خلاف به چې کومې خبرې کيدلېپه ډير دقت سره به يې اوريدلې، ځان به يې پرې پوهاوه، او د شپې به يې رسول (صلى الله عليه وسلم)  ته رسولې.

٥- له مرګه نه د رسول (صلى الله عليه وسلم) نجات په قريشو قيامت جوړ کړ، ورپسې ووتل ټولې پيژندل شوې لارې يې وکتلې، خو پيدايې نکړ، د يمن خوا ته يې مخه کړه، د ثور د غار په خوله کې ودريدل، يو او بل ته وايي: شايد رسول (صلى الله عليه وسلم) او ملګرى يې پدې غار کې وي، خو نور ځواب ورکوي د غار په خوله کې د غڼې تارونه نه وينئ؟ پدې غار کې مرغانو ځالې کړې او دا پدې دلالت کوي چې غار ته له ډيرې  مودې راهيسې څوک ندي ننوتي. ابوبکر صديق (رضي الله عنه) د دوى پښې ويني  چې  د غار په خوله کې ولاړ دي، نو د رسول (صلى الله عليه وسلم) د ژوند د خطر له امله ريږدي او ورته وايي: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم) قسم په خداى که  لاندې پښو ته يې وکتل ويني مو، خو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ډاډينه ورکوي او داسې فرمايي: ابوبکره د هغه دوو په هکله چې دريم يې الله (جل جلاله) وي څه فکر کوې؟.

٦- د قريشو ټولو قبيلو اعلان وکړ، که  هر چا رسول (صلى الله عليه وسلم) او ملګرى يې پيدا کړل، يايې وواژه او يايې ژوندى ونيوه، نو هغه ته به زياتې پيسى ورکړي، پدې اعلان سره سراقه بن جعشم کلکه ملا وتړله او عزم يې وکړ چې دا کار به کوي تر څو دا لويه جائزه وګټي.

٧- وروسته له هغه چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) او ملګري په هکله پلټنه او پټ تلاشونه او هلې ځلې آرامې شوې، هغوى له غاره راووتل او  له لارې پيژندونکي سره يو ځاى يې د سرې بحيرې څنډې ونيوې، ډيره مسافه يې طي کړه چې سراقه ورپسې ورغى، خو کله چې ورنژدې شو د آس پښې يې په شګو کې ننوتې او له تګه ولويد، درى ځله يې ددې کوښښ وکړ چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) په طرف ورشي خو ويې نه شواى کولاى، نو باور يې راغى چې د يوه کريم رسول (صلى الله عليه وسلم) په وړاندې قرار لري، له رسول (صلى الله عليه وسلم) ته يې سوال وکړ چې د يو شي وعده ورسره وکړي، رسول (صلى الله عليه وسلم) د کسرى د وښيو وعده ورکړه چې هغه به ده ته وراغوندي، بيا سراقه بيرته مکې ته ستون شو او داسې يې وښوده چې هيڅوک يې هم ندي ليدلي.

٨- رسول (صلى الله عليه وسلم) او ملګرى يې د ربيع الاول په دولسمه ورځ مدينې ته ورسيدل، هلته يې اصحابو (رضي الله عنهم) اوږد انتظار يوست، هر سهار به د مدينې شا و خوا ته راوتل او په ټکنده غرمه کې به بيرته کورونو ته تلل، خو کله يې چې رسول (صلى الله عليه وسلم) وليد بې حده زيات خوشحاله شول،نجونو دريا وهله او ويل يې:

       طلـع البـدر علينا                        من ثنيات الوداع

        وجب الشکر علينا                                      مـا دعا لله داع

      ايهـا المبعوث فينا                      جئت بالامر المطاع

٩- رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مدينې ته د خپلې لارې په جريان کې چې قبا ته ورسيد (قبا د مدينې جنوب ته د دوو ميلو په فاصله کې يو کلى دى ) نو هلته يې د اسلام د لومړني جومات د تهداب ډبره کيښوده، څلور ورځې هلته پاته شو وروسته  د جمعې په سهار د مدينې لور ته روان شو، کله چې بني سالم بن عوف ته ورسيده د جمعې د  لمانځه وخت شو نو هلته يې هم يو جومات جوړ کړ او په اسلام کې يې لومړنى د جمعې لمونځ ادا کړ او  په اسلام کې يې خپله لومړنۍ خطبه  خلکو ته واوروله، له لمانځه وروسته  د مدينې په لور روان شو او هلته چې ورسيد نو لومړنى کار يې د خپل جومات لپاره د هغه ځاى ټاکل ؤ په کوم کې يې چې اوښې ګونډى وهلې او چو شوې وه.  دغه ځاى د دوو يتيمو انصارو ؤ، د قيمت په هکله يې ورسره خبرې وکړې، هلکانو وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دا مونږ تا ته بخش کوو مګر رسول الله (صلى الله عليه وسلم) و نه منله او ځاى يې د سرو زرو د لسو دينارو په قيمت ورڅخه واخيست. نوموړې پيسې يې د ابوبکر (رضي الله عنه) له مال نه ادا کړې، بيا نو د جومات جوړول مسلمانانو په غاړه واخيستل، کار شروع شو، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هم ورسره کار کوه، درنې درنې تيږې به يې راوړلې بالاخره جومات جوړ شو چې ديوالونه يې د خښتو او چت يې خرما د پوټکو او د خرما په تنو ولاړ ؤ.

١٠- رسول (صلى الله عليه وسلم) د مهاجرينو او انصارو(رض) تر مينځ ورورګلوي وکړه، د هر انصاري لپاره يې يو مهاجر ورور تعيين کړ، انصاري به خپل مهاجر ورور کورته بيوه او په کور کې ټول شته شيان به يې ورسره ويشل.

١١- لدېنه وروسته رسول (صلى الله عليه وسلم) د مهاجرينو او انصارو (رض) تر مينځ يو تاريخي ليک يا تړون وليکه، په غه کې يې يهودانو ته د دين او مال آزادي ورکړه. ابن هشام نوموړى ليک په مفصله  توګه پخپل کتاب کې را نقل کړيدى، دا ليک د اسلامي حکومت هغه لومړنۍ مبادئ او اصول په ګوته کوي کوم چې د انسانيت، ټولنيز عدالت، ديني تسامح (وسعت نظر) او د ټولنيزو ګټو په خاطر همکاري کول راښيي. هر زده کونکي ته په کار ده نوموړى ليک په ډير دقت سره ولولي، ځان ورباندې پوه کړې او لومړني اصول يې ياد کړي. مونږ دلته د نوموړې تاريخي وثيقې ځنې عام اصول په لاندې ډول بيانوو:

١- له توپير او تفريق نه پرته د اسلامي امت يووالى.

٢- د امت د ټولو افرادو تر مينځ په حقوقو او کرامت کې برابري.

٣- له ظلم، ګناه او تيري نه ليرې د امت يو موټى کيدل.

٤- له دښمنانو سره د اړيکو په ټينګښت کې د امت اشتراک، نه داسې چې  له يوه مؤمن سره سوله وکړي او له بل سره نه.

٥- د قوي، سمو او لوړو نظامونو (اداري تشکيلاتو) درلودونکې ټولنې جوړول.

٦- د دولت او نظام له مخالفينو سره مقابله کول، او له هغوى سره د هيڅ ډول مرستې نه درلودل.

٧- د هغو خلکو حمايت اوملاتړ کوم چې غواړي له مسلمانانو سره د آرامۍ او همکارۍ په فضا کې ژوند وکړي، او پر هغوى باندې له ظلم او تيري نه ځان ساتل.

٨- نا مسلمانو خلکو ته د دين او مال آزادي ورکول، هغوى  په ايمان راوړلو (اسلام منلو) نه مجبورول او مالونه يې نه اخيستل.

٩- په دولتي مصارفو کې د مسلمانانو په شان د غير مسلمانو افرادو برخه اخيستل.

١٠- د هر تيري په وړاندې له دولت نه د حمايې او ملاتړ په منظور له مؤمنانو سره د کفارو ګډون.

١١- همدا راز په جنګي لګښتونو کې د نامسلمانو افرادو ونډه اخيستل.

١٢- تر ظلم او تيري لاندې غړيو نه (مسلمان وي او که نا مسلمان) د دولت پوره ملاتړ.

١٣- د دولت له دښمنانو او د هغوى له ملګرو سره د مسلمانانو او نا مسلمانو افرادو همکاري نه درلودل.

١٤- که چيرې سوله د دولت په ګټه وي نو د دولت د ټولو اتباعو له خوا د سولې قبلول.

١٥- د بل په ګناه د چا نه نيول، جنايت کار يوازې پخپل ځان او اولاد ظلم کوي.

١٦- په دولت کې د ننه او د باندې د تلو راتلو آزادي، او د دولت له خوا يې حمايت کول.

١٧- د ظالم او ګنهګار له حمايت  او ملاتړ نه ډډه کول.

١٨- يوازې په نيکۍ او تقوى کې د ټولنيزې همکارۍ درلودل نه په ګناه او تيري کې.

١٩- پورته ذکر شوي اصول د دوو قوتونو له خوا حمايت کيږي:معنوي قوت، چې په الله (جل جلاله) باندې د ملت له ايمان، او د الله (جل جلاله) له خوا له متقي او مؤمن بنده سره  له رعايت او همکارۍ نه عبارت دى. دوهم مادي قوت، يا د دولت رياست چې محمد (صلى الله عليه وسلم) يې د مشرتابه واګې په لاس کې لري.

مؤلف: د. مصطفى السباعي

مترجم: سلطان محمود صلاح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً