په امت کې د روانو فتنو په اړه خبرداری

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته د پيدا کيدونکو فتنو په اړه خبرداری ورکړی دی تر څو مسلمانان دغو فتنو ته متوجه وي او له دغو فتنو څخه ځان وساتي .

په امت کې پيدا کيدونکی فتنې ډيرې دي په دې مطلب کې يوازې دوو دريو فتنو ته اشاره شوی ده .

اول : د قرآن او سنتو څخه مخ اړول ، کفارو يهودو او نصاراؤ تقليد ، اطاعت او هغوی د قوانينو عملي کول :

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم پخوا خبر ورکړی دی : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟  -البخاري!»

ژباړه : يقيناً به داسې کيږي چې تاسې (زما د امت خلک ) به د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

دوهم : پر مسلمانانو او اسلامي امت به د کفارو نړيوال حشر جوړ شي :

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها فقال قائل ومن قلة نحن يومئذ قال بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم وليقذفن الله في قلوبكم الوهن فقال قائل يا رسول الله وما الوهن قال حب الدنيا وكراهية الموت ( ابوداؤد ، و البيهقی ) .

ژباړه : داسې زمانه نږې ده چې (دوښمن ) قومونه به ستاسو پر خلاف ( د جنګ کولو ، اشغالولو او ستاسو ختمولو ) د پاره يو بل لره داسې دعوتونه ورکوي څنګه چې د خوراک کوونکی ډلې واله نورو ته د خوراک کولو دعوت ورکوي ، چا پوښتنه وکړه چې دا به زمونږ د لږوالي وجه وي ؟ نو حضور صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نه تاسې به هغه وخت ډير زيات يئ خو د سيلاب د خځلو او خاشاک په شان به وئ او الله پاک به د دوښمانو د زړونو نه ستاسې وېره او هيبت وباسي او ددې برعکس به ستاسو په زړونو کې [وهن ] واچوي . چا عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم وهن څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل د دنيا سره مينه او د مرګ څخه وېره .

دريم : د مال او دولت فتنه :

الله سبحانه و تعالی فرمايي : [وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أَمْوَالُکُمْ وَأَوْلاَدُکُمْ فِتْنَةٌ ] (انفال: ۲۸) يعنې : او پوه شئ چې مالونه او اولادونه مو آزمښت دی ( د تاسې د هلاکت سبب ګرځي کچېري د هغه محبت ته د الله او د هغه د رسول پر محبت باندې ترجيح ورکړئ )  .

داسې وخت به راشي چې د دنيا د لږ فائدې او قدرت په مقابل کې به ايمانونه خرچيږي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : بادروا بالأعمال فتنا كقطع الليل المظلم يصبح الرجل مؤمنا ويمسي كافرا أو يمسي مؤمنا ويصبح كافرا يبيع دينه بعرض من الدنيا ( المسلم ) .

ژباړه : د نيکو عملونو په کولو کې بيړه وکړئ مخکې له هغو فتنو څخه چې د تورو شپو ټکړو په شان به پرلپسې راځي ( حال به دا وي چې ) سهار به يو کس مسلمان وي او چې کله ماښام شي نو د ايمان نه به محروم وي او ماښام به هغه مؤمن وي او سهار ته بل کافر وي . د دنيا د لږې ګټې د پاره به هغه خپل دين او ايمان خرچوي .

او دا فتنې اوس عصر کې ټولې موجودې دي ، خو خبردار چې د دنيا د لږې ګټې او قدرت منزلت او څو ورځو عيش په وجه خپل ابدي ژوند تباه نه کړئ .

 اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِيْ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً