په درملتون او لابراتوار کې زکات شته ؟

د هر څه نه مخکی تاسی او ستاسی ټولو همکارانو ته د زړه له کومی د پیغمبر (ص) ډالي چی هغه عبارت ده د اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
ګرانه الله دی تاسی ته سره له ټولو مسلمانانو دا توفیق نور هم ورکړی چی د اسلام خدمت وکولی شی واقعآ چی یو ښه اسلامی پاڼه ده.
ګرانه زه ۲ دوه پوښتنی لرم د زکات په باره کی. اول ۱ یو کس خپل شخصی موټر لری او هغه شخصی خپل ځان او کور لپاره استعمالوی نو ایا په هغه زکات شته او کنه؟
۲ دوهم: یو کس دواخانه یا لابراتوار لری چی د هغه نه رزق ګټی نو ایا په هغه زکات شته او کنه؟
ستاسی د ځواب په هیله. مننه

فرهاد ایوبزی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- د کور لپاره په شخصي موټر باندې زکات نشته ځکه هغه د ضرورت سامان بلل کيږي او د بيع او تجارت لپاره نه وي .

۲- دواخانه او درملتون پانګه بلل کيږي ځکه چې درمل يې د تجارت او بيع د پاره وي که چيرې نصاب ته ورسيږي زکات ورباندې فرض دی

 بوداود روايت کوي چې جناب سول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

[إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ   صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]

:«  رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ   به مونږ ته د زکات ورکولو امر کولو په هغه څه کې چې د تجارت د پاره به مو ساتل»{ أبوداود (1562)، او طبراني په[الکبير] 7/253(7029)، او بيهقي په[السنن الکبري] 4/146(7388.

۳- د لابراتوار په سامان باندې زکات نشته مګر د لابراتوار په عائداتو باندې کچيرې نصاب ته ورسيږي کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض لکن خپله د لابراتوار په سامان او تجهيزاتو زکات نشته .

ولا……… ودورالسکنی ونحوها اذالم نتو للتجارت (درالمختار ۲/۲۶۵ سعيد ) .

وليس فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً