حج د اسلام له ارکانو څخه هغه ستر رکن دی چې په دې عبادت کې ډير حکمتونه او عبرتناک درسونو نغښتي دي ، حج په هر کال کې په نړيواله سطحه د مسلمانانو لويه اجتماع ده چې يو له بله خپل نظريات ، سياست ، اقتصاد ، کلتور او د مشکلاتو حل ، په نړيواله سطحه اسلامي وحدت ،علوم او تجربې په داسې حال کې يو له بله شريکوي چې د الله تعالی د رحمت تر سيورې لاندې خاص د الله تعالی د رضا لپاره په يو مقدس ځای او مقدسو ورځو کې سره ټول شوی وي.

حج د اسلام د شعائرو يو نمونه ده چې د خاصو مناسکو ، خاصو ورځو او خاصو ځايونو او احکامو سره ادا کيږي ، هماغه شعائر چې تعظيم او احترام يې د زړه تقوی او د خير سبب دی لکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ (الحج ۳۲ )

د حج ځنې حکمتونه او د عبرت درسونه په لاندې ډول دي :

۱- حج د الله تعالی د بنده ګۍ او فرمانبردارۍ ښکارندوی دی ځکه چې حاجي د دنيا د آرام ټول اسباب ترک کوي ، اهل عيال پرېږدي ، د دنيا د ټولو مشغولتونو څخه خپل زړه او فکر خالي کوي ، د حرمين شريفين په لورې سفر کوي ، خپلې قيمتې جامې باسي د کفن په څير دوې سپېنې جامې اغوندې د الله تعالی په ياد کې د الله تعالی د داسې بيتې طواف کوي چې الله تعالی يې د طواف حکم کړی دی ، هغه مقدسه کعبه شريفه چې لومړې د ملائکو په لاسونو بيا د آدام عليه السلام، ابراهيم عليه السلام، اسماعيل عليه السلام او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاسونو جوړه شوې ده ، په مسجد الحرام کې په داسې حال کې د الله تعالی په حضور کې لمونځ کوي چې کعبې يې مخې ته قرار لري او ميلينونه مسلمانان حضور لري ، دا هغه جومات دی چې په دې جومات کې يو لمونځ د يولکو لمونځونو برابر ثواب لري .

۲- د عرفات په صحرا کې د مسلمانانو لويه اجتماع د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د حجة الوداع د آخري حج ياد دی چې په دغه صحرا کې رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپله اوښه سپور ؤ او د هغه چاپير يولک څلويشت زره عاشقان صحابه جمع شوی وو او رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت لپاره مهم امور اعلانول او د خپل امت د بخښنې او اصلاح لپاره يې په ډيره عاجزې سره دعا کوله .

 دا د ژړا او زاريو ، بخښنې او دعا ځای دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : په دې ورځ شيطان تر بلې هري ورځې نه زيات ذلت او خواري ويني ځکه چې د بندګانو ګناهونه معاف کيږي ( موطا امام مالک ) .

همدارنګه مسلم شريف د عايشې رضی الله عنها په روايت سره نقل کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : داسې ورځ نشته چې په هغې کې الله تعالی د عرفي د ورځې نه زيات د خپلو بندګانو د دوزخ د اور څخه د نجات فيصله وکړې- په دغه ورځ الله تعالی د خپلو بندګانو باندې د رحمت نزول کوي ، او په دوی باندې فخر کوي فريښتو ته وايي : [ما اراد هؤلاء ] يعنې : تاسې وينئ زما دا بندګان دلته د څه مقصد د پاره راغلی دی ؟ (المسلم ) .

په دې صحرا کې د ميليونو مسلمانانو ټوليدل په داسې حال کې چې د کفن په څير جامه اغويستې سرتور سر د حشر د ورځې يو ياد دی .

۳- د صفا او مروه تر مينځ سعې د بی بی هاجرې رضی الله عنها د لوي استقامت ،صبر او قربانۍ ياد دی .

کله چې ابراهيم عليه السلام د الله تعالی په حکم خپله بې بې هاجره رضی الله عنها سره د خپل تي خوري بچي اسماعيل عليه السلام د مکې په وچه دښته کې چې نه هلته آبادې وه او نه هم اوبه پريښودل او ابراهيم عليه السلام د شام په لورې روان شو او کله يې چې د اهل څخه نظر فنا شو نو د الله تعالی په دربارکې داسې دعا وکړه :

رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ (حج ۳۸ ) .

ژباړه : ای زما ربه ! ما خپل اهل عيال په يوه بې کښته او بې ابو دښته کې ستا د محترم کور تر څنګ ميشت کړل .

د بې بې هاجرې سره څه خرما او اوبه موجود وو کله چې هغه اوبه خلاصې شوې اسماعيل عليه السلام له تندې سره مخ شو بې بې هاجرې د ابو په لټه کې د صفا او مروا دوو غونډيو تر مينځ اوه ځله مندې ووهلې کله چې د خپل بچې خوا ته راغله ګورئ چې د هغه په پښو کې ابه روانې دي بې بې هاجرې اوبه ته وويل زم زم (ودرېږئ ) چې دا د ابو چينه اوس د زم زم په نوم ياديږي .

او د صفا او مروا تر مينځ د حاجيانو سعې کول د بې بې هاجرې د سعې يادګار دی چې د قيامت تر ورځې به ژوندی وي ، الله (جل جلا له) ته د بې بې هاجرې صبر ، استقامت او د الله تعالی د حکم منل دومره خوښ شول چې د دغه بې بې منډې او سعې يې د قيامت تر ورځې پورې د عالم د پاره يو يادګار او عبرت وګرځولو او حاجيانو ته حکم شوې دی چې د دغه بې بې د منډو پر ځای به منډې وهي کوم چې د صفا او مروه تر مينځ سعې دي .

۴- په منا کې د حاجيانو وقوف او د جمرو ويشل د شيطان پر وړاندې د بت ماتوونکې ابراهيم عليه السلام د سترې مبارزې او سترې قربانۍ ياد دی .

په ابراهيم عليه السلام باندې د الله تعالی ددې ابتلاء وروسته چې خپله بې بې او ماشوم د مکې په وچه دښته کې پرېږده ابراهيم عليه السلام د الله تعالی په حکم خپله بې بې او ماشوم بچی د مکې په وچه صحرا کې پريښودل او په دې ابتلاء کې کامياب شو ، ددې نه وروسته پر ابراهيم عليه السلام باندې بله ابتلاء راځي چې خپل هغه ماشوم زوی دې ذبحه کړه چې نوې تنکۍ ځوانۍ او د مور سره د منډو ترړو سن ته رسيدلی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (الصافات 102).

ژباړه :هغه هلک چه کله د هغه سره د منډو ترړو سن ته ورسيد ،نو ابراهيم عليه سلام هغه ته وويل زويه ! زه په خوب کی وينم چه ستا ذبح کوم ،اوس ته ووايه چه ستا څه نظر دی ،هغه وويل پلار جانه ! د هغه څه چه ستا ته حکم کيږی ترسره کړه ته به ان شآء الله ما له صابرانو څخه ومومی .

ابراهيم عليه السلام د الله جل جلا له د حکم له مخې خپل ماشوم زوی د ذبحې کولو لپاره د ځان سره روان کړ ، رټل شوي شيطان کوښښ کولو چې اسماعيل عليه سلام او د هغه مور پښيمانه کړي خو شيطان په دې ونه توانيده دوی دواړه د الله (جل جلا له) د حکم پر ځای کولو په لوري صحرا ته روان شول او شيطان يې ورټلو چې اوس په همغه ځای باندې څلی جوړ دي او حجاج يې جمرې کوي .

دا د شيطان پر وړاندې د ابراهيم عليه السلام ، بې بې هاجرې او اسماعيل عليه السلام د مبارزې لوی عبرتناک درس دی چې د قيامت تر ورځې به يې يادګار ژوندی وي .

۵- په حج کې دا پر ډاکه څرګنديږي چې مسلمانان د يو جسد حيثيت لري په ميليونو کسان د اسلامي شريعت د حکم پر آساس يو شان مناسک ادا کوي او د يو امام په اقتدا لمونځ کوي چې د تور ، سپين ، مالدار او غريب ، قوي او ضعيف ، اقتدار واله او بې اقتداره تر مينځ هيڅ فرق نشته او ټولو يو شان جامې اغوستې وي او  يو شان مناسک ادا کوي .

د حج ادا کول د کفر او شرک پر وړاندې د ابراهيم عليه السلام او رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه د صحابه د مبارزې يادګار دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو د دين په رسولو کې څومره تکليفونه ګاللي دي او د دوی د تکليف ګاللو په وجه دغه د اسلام ستر نعمت تر مونږ پورې را رسيدلې دی ، هلته مسلمان له خپل پروردګار سره تعهد کوي چې نور به د شيطان پيروي نه کوم ، د شيطان او اسلام دوښمنو پر وړاندې به جهاد او مبارزه کوم او د دين د نصرت د پاره به د خپل وس موافق هلې ځلې کوم .

۶- د حج د ادا کولو وروسته حجاج کرام د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم دارالهجرت مدينې منورې ته سفر کوي ، په دې مبارک ښار کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو مبارکانو قبرونه دي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو په لاسونو باندې جوړ شوی نبوي جومات دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه فرمايي : صلاة في مسجدي هذا أفضل من ألف صلاة فيما سواه إلا المسجد الحرام). الطبراني و صحيح ابن حبان ) .  

يعنې زما په جومات (مسجد نبوی کې ) لمونځ کول د نورو تمامو جماعتونو د زرو لمونځونه بهتره دی (سوا د مسجد الحرام ) نه .

الله تعالی دې مونږ ته ددې پوره توفيق راکړئ چې په اخلاص سره د حج د اداکولو د پاره حرمين شرفين ته سفر وکړو

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email