سيد الاستغفار (غوره استغفار) :

په لاندني حديث شريف کې ذکر شوي کلماتو ته جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سيد الاستغفار ويلي چې ډير فضيلت يې بيان شوی دی .

عن شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «سَيِّدُ الاسْتِغْفَارِ أَنْ تَقُولَ: اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ». قَالَ: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ».     (صحيح البخارى)

د حضرت شداد بن اوس رضلی الله عنه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چه سيد الاستغفار (د ټولو نه اعلی استغفار ) دادی چې بنده د الله تعالی په حضور کې داسې عرض وکړي :

اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ .

ژباړه : ای الله ! ته زما رب ئی ستا نه سوا بل مالک او معبود نشته ،تا زه پيدا کړی يم او زه ستا بنده يم او څو پورې چې په ما کې توان وي ستا سره د کړيو وعده ميثاق اطاعت او فرمانبرداری به کوم ، زه ستا پنا غواړم د خپل عمل او کردار د شر نه ، زه اقرار کوم چې تا زه په نعمتونو سره وپاللم ، او اعتراف کوم چه ما ستا نافرمانئ کړی ده او ګناهونه مې کړي دي ، ما وبخښه ، ستا نه بغير بل څوک د ګناهونو بخښلو واله نشته .

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کوم بنده چه په اخلاص او د زړه په يقين سره د ورځې په څه حصه کې د الله په حضور کې دا عرض وکړي ( په پورته ذکر شوی استغفار ) او په دغه ورځ د شپې شروع کیدو نه مخکې مړ شي نو بې شکه دی به جنت ته ځي او همدارنګه که د کومې شپې په څه حصه کې د الله تعالی په حضور کې دا عرض وکړي او د سبا کيدو نه مخکې دی مړ شي بې شکه دی به جنت ته ځي ( صحيح بخاري ).

مسلمانانو ته پکار ده چې دغه کلمات ياد کړي او کم تر کمه د ورځې يا شپې يو ځل ولولې .

ريا سخته خطرناکه ده خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښونه په نظر کې ونيسئ:

ريا سخته خطرناکه ده او شرک شميرل کيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” الشرك فيكم أخفى من دبيب النمل على الصفا ألا أدلك على شيء إذا فعلته أذهب الله عنك صغار ذلك وكباره؟ تقول : « اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم وأستغفرك لما لا أعلم » (صحيح الجامع البانى 2876)

(په تاسې کې شرک په يوه ډبره باندې د مږې د پښو آواز نه هم پټ دی ،آیا تاسې ته د داسې شي لارښوونه ونه کړم چه که هغه عملي کړئ الله تعالی به تاسې د کوچنی او لويې ريا نه لرې وساتي ؟ دا دعا به وايئ : « اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم وأستغفرك لما لا أعلم »، يعنى: خدايه ! زه پر تا پنا غواړمه له دې نه چې ستا سره څوک شريک کړم او حال دا چې زه ور باندې پوه وم او ستا نه بخښنه غواړم په هغه چې زه نه پوهيږم )

پس مونږ بايد هره ورځ دا دعا ووايو تر څو الله تعالی مونږ ته له ريا څخه نجات راکړي .

په ايمان باندې د ثابت پاتې کيدو دعا :

انسان کله له داسې ځای څخه ضربه خوري چې خپله هم نه ورباندې پوهيږي ،د يوه انسان تر ټولو ستر بدبختي دا ده چې له خپل دين څخه نفرت وکړي (نعوذ بالله ) .

همدا وجه وه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له دعاوو څخه يو دعا چې ډیره به يې تکراروله دا وه .

 یا مقلب القلوب ثبت قلبی علی دینک (ای د زړونو بدلونکی خدایه زما زړه ستا په دين ثابت وګرځوه )  

په عبادت کې د توفيق دعا :

معاذ بن جبل رضی الله عنه  وايي: چې يو ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم  زه تر لاس ونيولم او ويي ويل : يا معاذ إني لاحبك [ای  معاذه ! يقيناً په ما باندې ګران يي .  معاذ وويل‌:  ای  پیغمبر صلی الله علیه و سلم پلار او مور مې له تا قربان شي ،  ته هم په ما باندې ګران يي “‌.  ويي فرمايل :” (أوصيك يا معاذ، لا تدعن في دبر كل صلاة أن تقول:( اللهم أعني على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك ) تا ته وصيت کوم چې دا دعا د هر لمانځه نه وروسته ترک نه کړي : ای الله جل جلا له  ! زما سره کومک وکړه تر څو زه د تا په ذکر او ياد کې ووسم او ستا شکر ادا کړم او ستا سم عبادت وکړم ] (ابوداود ۱۵۲۲ – تحقيق رياض الصالحين با اسناد صحيح ۱۸۳ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email