قرآنکريم کې د سورة رعد ۱۹ آيت نه تر ۲۲ آيت پورې د عقل د خاوندانو ۸ صفات ذکر کړي دي يعنې کوم کسان چې دا صفات ولري هغه عقل من يا د الله تعالی تابعداره بنده ګان دي ، چې دا ۸ صفات په لاندې ډول بيانيږي :

۱- دا هغه کسان دي چې د الله تعالی سره په شوې وعده وفا کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : [ الَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ اللّهِ] (عقل من خلک هغه دي چې له الله سره خپلې وعدې پوره کوي ) .

 دغه وعده کومه چې په ازل کې شوې وه د [ألست بربکم] يعنې : آيا زه ستاسې رب نه يم ؟ ټولو په جمع ويلي وو چې بلې ته زمونږ رب يې ، دغه شان د الله تعالی د ټولو حکمونو منل او د ټولو نا جايزو شيان څخه ځان ساتل او په دې باندې اقرار کول دي .

۲- دا هغه کسان دې چې په خپلو کړيو وعدو او لوظونو وفا کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَلاَ يِنقُضُونَ الْمِيثَاقَ] (او تړون نه ماتوي ) .

په دې کې هغه لوظونه هم شامل دي کوم د الله تعالی او بندګانو تر مينځ دي او هغه لوظونه هم شامل دي چې د امت خلک يې له خپل پيغمبر سره کوي او هغه وعدې او لوظونه هم شامل دي کوم چې يو کس يې له بل کس سره کوي .

۳– د الله تعالی د فرمانبردارو بندګانو يا عقلمندو بندګانو دريم صفت دا دی چې خپلولې ساتي قطع صله رحمي نه کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ] ( او هغه کسان دي چې هغه اړېکې ساتي چې الله يې د ساتنې غوښتنه کړې ده ) .

ددې ايت شريف مشهور تفسير خو دا دی چې الله تعالی د کومو تعلقاتو د ساتلو حکم کړی دی د هغه ساتل او پالل به کوي چې خپلولي ساتل او صله رحمي ده ،حق حقدار ته سپارل او ځنې تفاسيرو ليکلي دي چې د پيغمبرانو او آسماني کتابونو تر مينځ تفريق نه کوي داسې چې يو مني او بل نه مني .

۴- څلورم صفت يې دا دی چې دا خلک به د الله (جل جلا له) څخه وېريږي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الحِسَابِ ] ( له خپل رب څخه به داريږي ، او هم د بد حساب دار ورسره وي ) .

دلته د خيشت لفظ ذکر شوی دی ددې نه مراد داسې ويره کول دي چې هغه د لويئ او محبت له وجې وي چې هسې نه زما نه داسې څه کار وشي چې الله تعالی پرې خفه شي ، او کوم ځای چې د عذاب د سختۍ ويره بيان شوې ده هلته د خوف لفظ استعمال شوی دی چې مطلب ترينه دا دی چې د حساب له انجام څخه به ويره لري .

۵– دا هغه کسان دي چې خاص د الله تعالی د رضا د پاره صبر کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَالَّذِينَ صَبَرُواْ ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِمْ] (او هغه کسان دي چې د خپل رب د خوښۍ تر لاسه کولو لپاره صبر کوي ) .

د صبر څخه دلته مطلب د الله تعالی د احکامو په منلو کې ثابت قدمه پاتې کيدل او ګناهونو څخه د ځان ساتلو ثابت قدمه پاتې کيدل دي .

۶– شپږم صفت يې دا دی چې د لمانځه اقامت به کوي ( لمونځ سره له ټولو احکامو او شرايطو په پابندی سره ادا کوي ) ، لقوله سبحانه تعالی : [وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ] ( او لمونځ قايموي ) .

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د لمانځه د صحي قيام څخه مطلب په جماعت سره لمونځ ښودلی دی او هغه د خپل خلافت په دور کې خپلو امراؤ او واليانو داسې وليکل :

حضرت عمر فاروق خپلو امراء او واليانو ته وليکل : [إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد، ]

(تر ټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او څوک چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي ).

۷- اووم صفت يې دا دی چې انفاق به کوي د خپل مال زکات او صدقات به ادا کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً] ( او څه چې مونږ ورکړي پټ او ښکاره ترې خيراتونه کوي ) .

۸– آتم صفت يې دا دی چې بدۍ لره به په نيکۍ سره ځواب ورکوي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَيَدْرَؤُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ] (او د بدۍ مخه په نېکۍ سره نيسي ) .

په پای کې د دغو صفاتو لرونکو عقل مندو کسانو سره داسې وعده شوې ده :

[أُوْلَئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ ۲۲ جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ ۲۳ سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ]

(همدغو کسانو د پاره آخرنی کور دی ، تل پاتې جنتونه دي ، چې د دوی نيک عمله پلرونه ، ښځې او بچيان به يې ور ننوځي او ملائکی به هم له هرې دروازې پرې ورننوځي او ورته وايي به چې سلاميتا دې وي پر تاسې په هغه څه چې صبر کړی دی تاسې ، هو ! دا له هر څه نه غوره کور دی ) .

اللهم أعني على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email