د انلاین اسلامی لارښود ټولو کارکوونکو او کتونکو ته !
اسلام علیکم و رحمته الله وبرکاته
زما پوښتنه داده په حج کی بغیر د احرام نه نوری جامی اغوستل نه دی روا.که یو څوک جاری مرض ولری(بولی یی جاری وی) په دی صورت کی که چیری جامی (نیکر) واچوی دا خو نه دی روا او که نه یی اچوی نو بیا یی احرام بی نمازه کیږی نو څه با ید وکړی هیله ده د اسلام په رڼا کی یی ځواب راکړی.مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که څوک د طواف په حالت کې بې اودسه شي ؟

د طواف د پاره طهارت شرط دی بې اودسه طواف نه صحي کيږي ، که چيرې د طواف په حالت کې سړی بې اودسه شي هغه به اودس وکړي او د طواف پاتې شوطونه (دورې ) به پوره کړي .

جاء فی الموسوعة الفقهية :

الطهارة شرط لصحة الطواف عند جمهور العلماء ، واختلفوا فيما إذا أحدث في الطواف ثم توضأ هل يكمل الأشواط أم يستأنف الطواف على قولين ، فذهب الحنفية والشافعية إلى أنه يبني على طوافه ، وذهب المالكية والحنابلة إلى أنه يستأنف الطواف من أوله . وينظر : الموسوعة الفقهية (29/ 131).

او د مغذور کس ( چې باد ، بول او ميتيازې ) يې جايري وي د طواف کولو حکم د لمانځه د حکم په شان دی چې د هر وخت د پاره به جلا اودس کوي ، کله چې د یوه لمانځه وخت ختم شي نو د هغه طهارت هم ختم دی .

وسئلت اللجنة الدائمة عن رجل به سلس بالبول كيف يتطهر للصلاة والطواف ؟

فأجابت :

إذا كان الواقع كما ذكرتم فلا حرج عليك في الصلاة والطواف ولو خرج منك بول مادام خروجه مستمراً لأنك في حكم أصحاب السلس وعليك أن تستنجي إذا دخل كل وقت ثم تتوضأ وضوء الصلاة ولا يضرك بعد ذلك ما خرج منك إلى الوقت الآخر .

فتاوى اللجنة الدائمة ( 5 / 408 )

 لکن د پمپر اچولو په باره کې مې د فقهاء کرامو رايه پيدا نه کړه ، ان شآء الله د ضرورت پر مهال به باک نه لري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email