ښځه د محرم څخه بغير حج ته تلای شي ؟

سلامونه او نیکی هیلی د آنلاین اسلامی لارښود کارکوونکو ته وړاندی کوم:زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چی په اوس وخت کی یوه ښځه کولای شی او ورته جایز دی چی په ځانته ډول بی له کوم محرم څخه حج ته لاړه شی ؟ او که چیری لاړه شی نو آیا ددی ښځی حج قبلیږی او که نه ؟
که معلومات مو په مفصل ډول راکړل ډیر به خوشحاله شم.
دیدار
ننګرهار همیشه بهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښځې ته بغير د محرم څخه حج ته تلل جايز نه دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ښځې د محرم بغير سفر کولو څخه منع فرمايلي ده : لا تسافر امرأة إلاّ مع ذي محرم (ښځې به د محرم کس بغير سفر نه کوي ) .

( کفايت المفتي ج ۴ ص ۳۴۵ ) .

و فی الدر : لان المحرم من السبيل (الدرالمختار ۲/۴۶۴ ) .

و مع زوج او محرم ……….. و لو عجوزا (الدالمختار ۲ / ۴۶۴ ) .

لکن که څوک بغير له محرم څخه حج وکړي داسې کول د مکروه تحريمي سره صحيح وي .

د حج فرض ادا شول لکن  د محرم څخه بغير سفر کول ګناه ده .

و فی الدرالمختار : و لو حجت بلا محرم جاز مع الکراهية ( الدرالمختار ، کتاب الحج ۴۶۵/۲ )

و جاء فی الفتاوی الحرم المکي :

إذا حجت المرأة بدون محرم فهل حجها صحيح وهل الصبي المميز يصلح أن يكون محرماً؟
الجواب : أما حجها فصحيح ، ولكن سفرها بدون محرم ، محرم ومعصية للرسول صلى الله عليه وسلم لقوله صلى الله عليه وسلم : ((لا تسافر امرأة إلاّ مع ذي محرم)) ، والصغير الذي لم يبلغ لا يصلح أن يكون محرماً لأنه هو نفسه ليحتاج إلى ولاية ، وإلى نظر ومن كان كذلك لا يمكن أن يكون ناظراً أو ولياً لغيره والذي يشترط أن يكون المحرم ذكراً بالغاً عاقلاً ، فإذا لم يكن كذلك فإنه ليس بمحرم وها هنا أمر نأسف له كثيراً وهو تهاون بعض النساء في السفر[ فتاوى الحرم المكـــــــي للعثيمين 3/49 ]

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً