د سحر او کوډو علاج څه دی ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

بسم الله الرحمن الرحيم

گران وروره د زړه له کومی تاته او ستا ټول همکارانوته  احترامات وړاندی ګران زه یوه مشکل سره مخ یم هغه دا ده چی زما یو خپلوان د هغه یو نفر سره جنجال درلوده بیا هغه نفر په د باندی جادو کړی هغه خپل وویل دی چی کړی ده او ډیری پیسی اورباندی مصرف کړی ۲۰۰۰ډالر هغه دواړ خارج کی دی دا ]‎څوورځی کیږی چی هغه زما خپلوان ډیر زیات مریض ده سردردی لری شدیده سردردی او زړه په تنګ ګیږی خپل فامیل ټول سره جنګ کوی هر وخت له هر چا نه بد راځی  تناهی ډیر خوشږی ځان درد کوی هر سه نه زړه تور شوی ده معینات ټول کری دی هیڅ هم نه او پکی نورمال او اما دا مکمل تغیر کری زاړی خپله هم ډاکټر ده دا له هغه ورځ اوشو کله چی هغه دشمن یو نفر ته وویل او او دا وویل او چی هر چا نه دی جدا کومه هغه د قران کریم اخری دری آیتونه څو څو ځلی ووایی خو بیا هم همغاسی ده  نه پوهیږم چی سه وکمه لطفا یو شه مشوره راکی او که کوم شه مولوی درته معلوم وی ادرس راکی، زه په کابل که اوسیړمه خپله متعلم یمه او په د شیانو عقیده هم نه لرمه خو بیا هم تاثیر لری ډیری پیسی مصرف کری دی هتله خارجی که عربی جادوګرانو باندی .

فهيم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : کيدای شي چا سحر ورباندې کړی وي ځکه ساحران خو اوس پرېمانه دي او په آزادانه توګه دا عظيم جرم تر سره کوي .

کوډې عظيمه ګناه او کفر دی چې هغې ته ورتګ حرام او لويه ګناه او د ساحر په خبرو باور کول کفر دی :

کاهن او ساحر ته د ورتګ ګناه :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  (مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً)

((څوک چه عرافی (هغه کس چې په غيبو باندې د پوهېدلو دعوی لري) ته ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي )).  (رواه المسلم ) .

 همدارنګه فرمايي : «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»

(هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوی) ته ورشی او د هغه خبري رښتيا وګڼی دا کس په هغه څه کافرشو کوم چه په محمد صلی الله عليه وسلم  نازل شوي) . مسند أحمد – (4 / 68) سنن الترمذي (1 / 242) سنن ابن ماجة (1 / 404)

د ساحر او ګوډګر علائم :

فهد بن سليمان القاضي د سحر اوجادو ګرو علايم داسې بيانوي :

۱- ساحر اوکاهن د مريض او د مريض د مور د نوم پوښتنه کوي .

۲- د مريض څخه ځنی نښې نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور .

۳- د يوه حيوان په خاصو صيفاتو ذبح کول غواړي او د حيوان د ځنو برخو ګډول له وينې سره .

۴- په بې مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .

۵- يو شی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي .

۶- د خاصو وسائلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول .

۷- د فسق علائم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګند معلوميږی تقوی به له سره نه لري يو فاسق انسان به وي

د سحر او کوډو علاج :

د کډو او سحر علاج په ساحر او کوډګر باندې حرام دی ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې د سحر علاج په سحر باندې جايز دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ور ته وفرمايل ((هُوَ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ ) رواه أبو داود (3868) يعنې دا د شيطان عمل دی ( داسې کول جايز نه دي) .

بلکي د سحر علاج به په قرآنکريم او شرعي اذکارو سره کيږي .

علماء کرامو د قرانکريم لاندې آيتونه ښودلې دي چې هغه به په مريض باندې دم او يا په ابو باندې دم کړ شي او هغه اوبه به مريض ته ورڅښل کيږي .

۱- د فاتحه د سورت لوستل.

۲- آية الکرسي.

۳- د اعراف د سورة دغه آيتونه [( قال إن كنت جئت بآية فأت بها إن كنت من الصادقين فألقى عصاه فإذا هي ثعبان مبين ونزع يده فإذا هي بيضاء للناظرين قال الملأ من قوم فرعون إن هذا لساحر عليم يريد أن يخرجكم من أرضكم فماذا تأمرون قالوا أرجه وأخاه وأرسل في المدائن حاشرين يأتوك بكل ساحر عليم وجاء السحرة فرعون قالوا إن لنا لأجراً إن كنا نحن الغالبين قال نعم وإنكم لمن المقربين قالوا يا موسى إما أن تلقي وإما أن نكون نحن الملقين قال ألقوا فلما ألقوا سحروا أعين الناس واسترهبوهم وجاءوا بسحر عظيم وأوحينا إلى موسى أن ألق عصاك فإذا هي تلقف ما يأفكون فوقع الحق وبطل ما كانوا يعملون فغلبوا هنالك وانقلبوا صاغرين وألقي السحرة ساجدين قالوا آمنا برب العالمين رب موسى وهارون ) /106-122 ]

۴- د يونس د سورت دغه آيتونه : [وقال فرعون ائتوني بكل ساحر عليم فلما جاء السحرة قال لهم موسى ألقوا ما أنتم ملقون فلما ألقوا قال موسى ما جئتم به السحر إن الله سيبطله إن الله لا يصلح عمل المفسدين ويحق الله الحق بكلماته ولو كره المجرمون )79-82 ] .

۵- د طوی د سورت دغه آيتونه [قالوا يا موسى إما أن تلقي وإما أن نكون أول من ألقى قال بل ألقوا فإذا حبالهم وعصيهم يخيل إليه من سحرهم أنها تسعى فأوجس في نفسه خيفة موسى قلنا لا تخف إنك أنت الأعلى وألق ما في يمينك تلقف ما صنعوا إنما صنعوا كيد ساحر ولا يفلح الساحر حيث أتى   ) /65-69 ] .

۶- سوره اخلاص او معوذتين دری ځله لوستل .

خپله مريض يې هم پر خپل ځان دم کولای شي ، او که يو صالح عالم ته ورشي ډير به ښه وي ، لکن ددې آيتونو په تلاوت کې اخلاص او يقين ضرور دی .

که سحر وي يا کوم بل ډول روحيي مرض وي ان شاء الله ښه به شي .

او يا کيدای شي سحر او کوډې نه وي د ژورخفګان ناروغي وي ، د ژورخفګان ناروغې هم په الله تعالی باندې توکل کول، ذکر ، تلاوت باندې ښه علاج کيږي ، او که د عصابو يوه مجرب ډاکتر ته ورشي هم ښه کار دی .

دغه مرضونه ځنې وخت د زيات خفګان او ناهېلی څخه پيدا کيږي ، مسلمان دې دائم پر الله تعالی توکل کوي او د هغه (جل جلاله) ياد دې کوي .

د پريشانۍ ، غمونو ، تشويش او وسواسو او د زړه د سکون علاج يوازې او يوازې د الله (جل جلا له) ياد دی لکه : لمونځ ، د قرآنکريم تلاوت ، د الله تعالی په قدرتونو کې فکر او غور کول ، اذکار او دعاګانې او داسې نور .

لقوله سبحانه وتعالی :

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد  ٢٨)

هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله جل جلا له  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

کله چې انسان د الله (جل جلاله ) د ياد څخه غافل شي په هغه باندې شيطان مسلط شي او هغه ته ډول ډول پريشانۍ او وسواس ور اچوي او په روحاني امراضو يې مبتلاء کوي ، په دې حال کې بنده داسې سرګردانه او پريشانه لور په لور ګرځي لکه د ماشوم څخه يې چې خپله مور ورکه شوې وي .

لقوله سبحانه وتعالی :

فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ (البقره ۱۵۲ ) .

نو ما ياد کړئ ( په ذکر، اطاعت او عبادت ) چې زه (هم) تاسې ياد کړم ( په ثواب او نعمت ) او زما شکر او باسئ او نا شکري مه کوئ .

په آخر کې دغې خور ته دا سپارښتنه کوم چې :

د الله (جل جلاله ) ذکر ، پنځه وخته لمونځ په خپل وخت ، د قرآنکريم تلاوت ، د پيغمبران عليهم السلام قصص (قصص الأبياء ) او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت مطالعه شروع کړئ ، ټول غمونه به مو ان شآء الله ختم شي ، ځکه که انسان د دغو نازوليو مبارکانو غمونه او تکليفونه وګوري نو بيا به يې خپل غمونه بالکل له ذهن څخه ووځي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً