د زكات د اداكولو گټی

 

دزکات د آدا کولو ګټی :
۱- د مال پاکوالی :   که زکات ادا نشی نودزکات د مستحقينو حق به په مال کی ګډ شوی وي ،چه د زکات په ادا سره به د هغوی حق بيل او مال به پاک شي ، په معنوی لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل ، دناوليو او پاتيکدونوکو څيزونو دشوق او محبت څخه د زړه پاکوالی .
۲- دمال ذياتوالی : دزکات په ادا کولو سره خدای ج په مال کې برکت اچوي ، نوکله موچه زکات ادا کړ بيا به له حساب کولو ورسته درته معلومه  شي چه د نور وخت پر پرتله کټه څومره  ذياته شوې حيران به پاتی شی .
۳- له بلاؤاو آفاتو څخه د مال بچوالی : دزکات په ادا کولو سره به بيا په مال  آفتونه او بلاوی  نه راځی  .
۴- بی حده خوشحالی او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره سم د انسان په زړه کې ذياته خوشحالی او سکون پيدا کيږي ځکه  چه په هر عمل او کسب کې چه  د خدای ج رضا وي  په هغی سره سړی خوشحالی   او آرام احساسوي  .
۵- دسيخيانو په ډله کې ور ګډيدل   : د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .
۶- دزړه نرم والی او پر نورو رحم کول : دزړه نرم والی ډير لوی صفت دی چه نرم زړه د دوزخ اور نه سوزي ، نوکله چه هغو مسکينانو او غريبانو   ته چه څلورو ديوالونو ته حيران ناست وي دخواراک لپاره هم څه نه لری زکات ورکړ شی څومره لوی رحم ، زړه سوی او خواخوږي  به وي  .
۷- له حب دنيا څخه خلاصون : له دنيا اودولت سره محبت ستر مرض دی چه ددی مرض په وجه سړی بخيل ،سخت زړی او بی رحمه ، بی مينی او علاقی وی له مرګ څخه ويره لری د دنيا د عيش اونوش هيله لری ……….. نو آخربه تر کومه ژوند وي  .
نوکله چه څوک له خپل خوږ مال څخه د خدای ج د رضا لپاره زکات ورکړی دهغه په زړه کی د خدای ج د محبت ولولی په جوش راشی او د ناولی فانی دنيا محبت يی له زړه وزی .
۸- د خدای ج پر نعمت شکر : بی له شکه هغه کس چه زکات اداء کوي ، نو پوره يقين لری چه زه خو پخوا ناداره وم ای خدايه!   ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم نو نن ورځ په ډير اخلاص ستا له راکړی يواځی څلويښتمه برخه پر بی وزلو او خوارانو ويشم ، نوشکر خو همدی ته وايی چه نعمت د خدای ج  له خوا يو فضل وګڼل شي ، ولی هغه کس سره لدی چه خدای ج ورباندی د مال پيرزوينه کړی وي خو زکات نه ورکوي پر دی ګمان وي چه دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده  . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښی ګمان کوی چه پدی ۴۰ حصه به مې مال کم شي چه دا د لوی چښتن ج سره ستره بی وفايې او د بندګی له شانه سره ناشکری ،سرکشی او ډير بدکار بللای شو.
۹- دخلاصون لاره : دالله ج رضا چه په سپين مخ به د خپل لوی چښتن ج په حضور کې  ولاړيږي خپل مال به درته د نجات او خلاصون وسيله وګرځی او دهغه له غذاب او دغاړی له طوق څخه به خلاصون  مومې .
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 59 times, 1 visits today)