حجاج کرام دې پوه شي چې د کوم ستر مقصد د پاره چې تاسو خپل کور ، کهول ، خپلوان ، کاربار او وطن پرې ايښې دی او دغه اوږد سفر مو په ځان منلی دی دا صرف د دغو ډيرو مهمو او متبرکو پنځو او يا شپږو ورځو مناسکو لپاره دی چې عبارت دي له :

د ذوالحجې اتمه ، نهمه ، لسمه ، يوولسمه ، دوولسمه او دريارلسمه ورځ ده ، د دغو ورځو د ارکانو ، احکامو او مسائلو زده کړه ضروري ده ، چې په لاندې ډول مختصراً بيانيږي .

د حج لومړی ورځ د ترويه ورځ (د ذوالحجی اتمه ) :

د دغه ورځې اعمال او کارونه عبارت دي له :

۱- د مکې څخه منا ته تلل .

۲- په منا کې د ماسپښين ، مازديګر ، ماښام ، ماسختن لمونځ کول .

۳- په منا کې شپه تيرول او همدلته د سهار لمونځ ادا کول .

تفصيل : د ترويې په ورځ اتمه د ذوالحجې به غسل وکړئ ، متمتع او مکې اسيدونکی به له خپلې ګوټې څخه احرام وتړي ، يو ورځ تر مخه د احرام تړل هم جايز بلکي افضل دي ، د سهار لمونځ به په مسجد الحرام کې په جماعت سره ادا کړي ، بيا به د احرام دوه رکعته لمونځ وکړئ ، نيت دې وتړي او تلبيه دې ووايي . د احرام تړلو تفصيل دلته ولولئ .

کچيرې د طواف زيات سعې اوس کوي نو نفلي طواف او سعې دې وکړي ، بيا به خپلې ګوټې ته لاړ شي د احرام دوهمه جوړه ، د ضرورت سامان ، د قربانۍ او نور لګښت د پاره څه اندازه پيسې ، د حج کتاب ، د ابو پتک ، د اسهال او نور ضروري درمل به له ځانه سره واخلي د مکې څخه به د لمر ختلو وروسته منا ته روان شي او که تر زوال وروسته منا ته لاړ شي او هلته د ماسپښين لمونځ وکړي پروا نه لري .

په منا کې يوازې اوسيدل او هلته پنځه لمونځونه ادا کول لکه : د ماسبښين لمونځ ، د مازديګر لمونځ ، د ماښام لمونځ ، د ماسختن لمونځ او د سهار لمونځ ادا کول او شپه تيرول سنت دي .

د منا په لاره او په منا کې د اوسيدو پر مهال به تلبيه ډير ډير واياست همدارنګه استغفار ، درودونه او دعا به کوئ .

مسئله : د ذوالحجې د اتمې احرام تړونکی که د حج سعې تر طواف زيات د مخه ادا کوي نو ده ته په کار ده چې يو نفلي طواف د اضطباع او رمل سره وکړي بيا سعې وکړي ، دا د حج سعې شوه وروسته د ذوالحجې په لمسه يا د اختر په ورځ بله سعې نشته خو افضله دا ده چې تر طواف وروسته وشي .

د حج دوهمه ورځ د ذوالحجې نهمه يا د عرفې ورځ :

د عرفي د ورځې اعمال عبارت له :

۱- په منا کې د سهار د لمانځه له ادا کولو وروسته عرفات ته تلل .

۲- په عرفات دريدل .

۳- د ماسپښين او مازديګر لمونځونه په عرفات کې ادا کول .

۴- مزدلفې ته تلل او په مزدلفه کې د ماښام لمونځ ادا کول .

۵- شپه په مزدلفه کې تيرول .

شرحه : په منا کې د سهار د لمانځه وروسته به په لوړ آواز د تشريق تکبيرونه ووايي کوم چې د ذوالحجې د نهمې نه شروع تر دريارلسمې تر نمازديګر پورې د هر لمانځه وروسته يو ځل ويل واجب دي .

کله چې ښه رڼا خپره شي د عرفات په لورې روانيدل ، تر لمر ختلو مخکې عرفات ته تلل د سنتو خلاف دي .

دا ډيره مهمه د دوزخ څخه د نجات ، مغفرت او رحمت ورځ ده ، په دې ورځ باندې په عرفات دريدل د حج ستر رکن دی ، که په عرفات دريدل پخپل وخت له چا څخه پاتې شي حج يې نه صحي کيږي .

د عرفات د ورځې له زوال څخه بيا تر لمر لويدو پورې پر عرفات دريدل واجب دي ، د عرفات ټول ميدان موقف ( د دريدلو ځای ) دی خو په بطن عرنه کې دريدل جايز نه دي ، د عرفات د ميدان پولې او حدود نښه شوي دي د هغه څخه د باندې دريدل جايز نه دي .

د عرفات په ميدان کې جبل الرحمه ته نږدې دريدل افضل دي خو اوس د هر حاجي د پاره خپله خيمه ټاکل شوې وي .

څرنګه چې دا د فضيلت ، رحمت او مغفرت ورځ ده سړی به خپل ظاهر او باطن پاکوي د زړه په حضور سره به ځان خپل اهل عيال ، ولس او اسلامي امت ته دعا کول ، استغفار ، درود ، د قرآنکريم تلاوت ، اذکار ، د الله تعالی څخه بخښنه غوښتل او ژړا کول مستحب دي .

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په عرفات کې دا دعا ثابته شوې ده : [لا إله إلا الله وحده لا شريك له . له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير] (الترمذي 3585)

ژباړه : نشته لائق د عبادت مګر الله چې يو دی او شريک نه لري ، ده لره پاچاهي ده او او ده لره ټولې  ستاينې دي ، او هغه په هر څه باندې توانا دی .

 ګرانه ! دا د زاريو او ژړا ځای دی .نبی اکرم صلی الله عليه وسلم  چې د عرفات په جبل الرحمت باندې کومه ژړا او زاری باندې دوعا غوښتی وه ابن عباس يې داسې روايت کوي :

چه ما رسول الله صلی الله عليه وسلم په عرفات کې داسې په دعا وليدلو چې دواړه لاسونه يې د سينی سره خواره کړي وو او داسې دعا يې غوښتله لکه چه يو وږي مسکين په عاجزی سره د چانه  يوه لمړی ډوډی غواړي او هغوی صلی عليه وسلم  د امت د بخښنی لپاره دعا کوله .

په عرفات کې دريدل مستحب دي ، څومره يې چې وس وي ودې دريږي که ټول وخت يې توان نه وي کيناستل او حتی پرېوتل هم جايز دي (عمدة الفقه ) .

ځنې اشتباهات چې د عرفې په ورځ تر سترګو کيږي :

۱- ځنې حجاج د عرفات له حدودو څخه د باندې وي حال دا چې د عرفات حدود په نښه شوي وي چې په دې کار سره د حج ستر رکن له لاسه ورکوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : الحج عرفه ( حج همغه د عرفات ورځ ده )

۲- ځنې حجاج کوښښ کوي چې د جبل الرحمه غره ته ځان ورسوي او هلته د غره په ډبرو باندې ځان و موښي داسې کول بدعت دی . د حاجي د پاره په عرفات دريدل کافي دي .

۳- ځنې حجاج د عرفات په ورځ چې د مغفرت او رحمت ورځ ده په خبرو کولو ، قيصې کولو او خندا کولو مشغول وي او په دې مهمه ورځ باندې د دعا او مغفرت غوښتلو جانس له لاسه ورکوي .

۴- ځنې حاجيان د دعا په وخت خپل مخ د غره خوا ته کوي حال دا چې قبلې ته مخامخ کيدل او دعا کول سنت دي .

۵- ځنې حاجيان د لمر لوېدو څخه مخکې د عرفات له پولو څخه وځي چې داسې کول حرام دي دم ورباندې واجبيږي او که د لمر لويدو مخکې عرفات ته بيرته راشي د دم څخه خلاصيږي .

د حج دريمه ورځ د اختر ورځ (د ذوالحجې لسمه ) :

د دغه ورځې مناسک په لاندې ډول دي :

۱- په مزدلفه کې وقف او د لمر ختلو وروسته منا تلل .

۲- لومړی عقبه جمره ويشتل .

۳- قرباني کول .

۴- د سر خريل يا د ويښتانو لنډول .

۵- مکې ته تلل او طواف زيارت يا طواف حج ادا کول .

۶- شپه په منا کې تيرول .

په مزدلفه کې دريدل :

په مزدلفه کې د سپيدو څخه تر لمر ختلو پورې دريدل واجب دي که له چا څخه په دغه وخت دريدل پاتې شي دم ورباندې واجبيږي ، خو که څوک د کمزورۍ يا ناروغۍ له امله نشي کولای وقف وکړي په هغوی باندې دم نه لازميږي .

د مزدلفې ټوله ساحه د دريدلو ځای دی مګر د مشعرالحرام غره لمن  اوسني لوی جومات ته نږدې دريدل افضل دي خو په وادي محسر کې دريدل منع دي ځکه په دې ځای کې د ابرهه لښکر تبا شوی دی ، اوس مهال له دغه ځای څخه اغزن سيم را ګرځول شوی دی .

له مزدلفې څخه منا تلل :

د لمر ختلو وروسته به په پوره وقار او آرام سره منا ته لاړ شي په لاره به تلبيه ، ذکر او استغفار کوي او د محسر له وادي څخه په چټکې سره تيريږي .

يادونه : منا ته ځنې کسان پلې او ځنې سپاره ځې ولی دا جوته شوې ده چې موټران د ګڼې ګونې له امله ځنديږي ، پلې کسان ژر رسيږي ، د پلې کسانو د پاره د ۴۵ تر يو ساعت پورې لاره ده (معلم الحجاج ) .

د عقبې جمرې ويشتل :

په منا کې د سرک په مينځ کې دری څلې دي چې جمرات يا جمار ورته وايي دا څلې د مکې له لورې څخه جمرة العقبه ، جمرة الکبری ، جمرة الوسطی وايي ، چې د اختر په ورځ يوازې د عقبې جمره په اوو شګو ويشتل کيږي .

د جمرې شګه په د ښي لاس په بټه ګوته او د شهادت ګوته نيول مستحب دي د هرې شګې ويشتلو سره به بسم الله الله اکبر ويل کيږي .

که کومه شګه د احاطې د باندې ولويږي هغه ضایع ده د هغې په عوض به بله شګه وولئ .

د جمرې ويشتلو د پاره له جمرې څخه پنځه ګزه لرې دريدل په کار دي تر هغه په کمه فاصله دريدل مکروه دي او زياته فاصله باک نه لري .

د عقبې جمرې د لومړی شګې ويشتلو څخه تلبيه بندول په کار دي مګر که چا تر زوال پورې د جمرې ويشتل نه وي کړي نو تر څو مو چې ويشتل نه وي کړې هغې پورې تلبيه مه بندوئ .

د جمرو ويشتل واجب دي د هغه په ترک سره دم واجبيږي .

يادونه : رمی د لاندې خوا او هم له پله څخه جايز ده خو ښه دا ده چې د پله څخه وويشتل شي ځکه چې د لاندې ګنې ګونې زياته وي (معلم الحجاج ) .

قرباني :

د عقبې جمرې ويشتلو وروسته به د حج د شکريې په نيت نه د قربانۍ په نيت ذبح وکړي ، څوک چې پخپله ذبحه کولای هغه ته پخپل لاس ذبحه کول مستحب دي او که خپله ذبحه نشي کولای بيا د ذبحې تر څنګ دريدل مستحب دي ، د ذبحې په وخت کې به دا دعا وايي :

[اِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّموتِ وَالاَرْضَ حَنِفًاوَّمَآاَنَامِنَ الْمُشْرِکِیْنَ اِنَّ صَلوتِی وَنُسُکِی وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِی لِلهِ رَبِّ  الْعلَمِينَ لاَشَرِیْکَ لَه وَبِذالِکَ اُمِرْتُ وَاَنَامِنَ الْمُسْلِمِيْنَ اَللهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ] .

(ما خپله توجه له هرطرف نه کټ کړی ده د هغه ذات طرفته راګرځيدلی يم چه آسمانونه اوځمکی يی پيداکړی دي او زه د مشرکانو نه نه يم ،زما لمونځ ،زما حج اوټول عبادتونه او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله د پاره دي ،چه هغه د ټول جهان مالک دی او د هغه څوک شريک نشته ،ماته ددې حکم شوی دی او زه فرمانبردار يم ،ای الله ! دا هرڅه ستا ورکړه ده اوستا د پاره ده) .

که يی دوعا ياد نه وي په زړه کی دې  نيت وکړی بسم الله او الله اکبر به ووايي

ددې قربانۍ احکام کټ مټ د اختري د قربانې په شان دي .

د قربانۍ احکام

د سرخريل يا لنډول :

د قربانۍ څخه وروسته به حاجې خپل سر وخريئ او يا به د سر ويښتان لنډ کړي (حلق او تقصير ) به وکړي ، ښځې به د سر ويښتان جمع کړي يوازې د يوې ګوتې په اندازه به لڼډ کړي د ښځو د پاره د سر خريل نشته .

د طواف زيارت د پاره مکې ته تلل :

کله چې حاجي د رمی ، ذبحې او سر خريلو څخه فارغ شي د بيت الله شريف طواف به وکړي دا طواف د حج رکن دی دې طواف ته طواف افاضه ، طواف حج او فرضي طواف هم وايي ، دا طواف د اختر په ورځ د ذوالحجې په لسم افضل دی د دوولسمې تر لمر لوېدو پورې (د ورځې او شپې ) جايز دی .

د طواف کولو طريقه دلته ولولئ .

منا ته تلل :

د طواف زيارت وروسته منا تلل په منا کې شپه کول سنت دي .

د حج څلورمه ، پنځمه او شپږمه ورځ :

د طواف زيارت وروسته به حاجيان منا ته ځې په منا کې شپه تيرول سنت دي او د زوال نه وروسته به دري واړه جمري ولي د جمرو ويشتلو په وخت کې به تکبيرونه وايې او بيا به دعا کوي د جمري ويشتل به له جمرې اولی (لومړی جمرې ) نه شروع بيا منځنې جمره او په پای کې به د عقبی جمره وولي . د رمی وخت د ديارلسمې تر لمر لويدو پورې دی د هغه نه پس وخت پای ته رسيږي . د قضا په صورت کې دم واجبيږي .

طواف وداع يا طواف صدر :

په دولسم تاريخ د لمر پريوتلو مخکې به له منا نه مکی ته لاړشي په لاره کې به په وادﺉ مُحصت کې د څه وخت لپاره کوز شي دلته کوزيدل سنت دي دعا به وکړي ښه دا ده چې د ماسختن لمونځ هم دلته وکړي بيا به مکې ته راشي په مکه کې چې هرڅو پورې يې خوښه وي پاتی کيدای شي کله چې له مکی نه رخصتيږي نو طواف وداع به کوي دا د خدای په امانۍ ورستی طواف دی . په دې طواف کې رمل او سعې نشته .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email