د عمري د ادا کولو مفصل بيان :

د عمري اعمال او کارونه عبارت دي له :

۱- احرام

۲- طواف

۳- د صفا او مروه تر مينځ سعې

۴- د سر خريل يا د ویښتانو لنډول .

۱- احرام :

احرام په زړه کې د حج يا عمرې نيت کولو او تلبيه ويلو ته وايي چې د عمري د احرام د پاره د عمرې نيت تړل کيږي .

عمر کوونکی به د احرام په نيت غسل وکړي ، خوشبويي به ووهي ، غسل او خوشبويي وهل سنت دي که د غسل امکان نه وي اودس به وکړي ، وروسته به خپلې ګنډلې جامې لرې او احرام جامه چې عبارت له لنګ او چادر څخه ده واغوندي ، د ښځو د پاره خپلې ګنډلې جامې صحي دي چې زينت و نه لري ، د مخ څخه به نقاب او د لاسونو څخه دسکش لرې کوي ، بيا به که مکروه وخت نه وي د احرام په نيت دوه رکعته نفل لمونځ وکړي ، بيا به خپل سر لوڅ کړي د عمرې نيت به داسې وکړي :

[اللهم اني اريد العمرة فيسرها لی و تقبلها منی ] (ای الله ! زه د عمرې نيت کوم نو ما ته يې آسانه کړي او را څخه قبوله يې کړې ) ، وروسته به په ولاړه قبلې ته مخامخ نارينه په لوړ آواز او ښخينه په کراره دری ځله تلبيه ووايي : [لبيک اللهم لبيک ، لا شريک لک لبيک ، ان الحمد والنعمته لک و الملک لا شريک لک ] ( زه حاضر يم ای لويه څښتنه ! زه حاضر يم تا لره هيڅ شريک نشته ، یقيناً چې ټول تعريفونه او نعمتونه تا لره دي او پاچاهي تا لره ده ، تا لره هيڅ شريک نشته ) .

تر نيت کولو او تلبيه ويلو وروسته احرام وتړل شو اوس چې کوم شيان احرام کوونکې ته منع دي د هغه څخه به ځان ساتي .

د احرام پوره تفصيل دلته وګورئ .

۲- طواف :

  بيا به بسم الله ووايی د طواف نيت به په زړه کې وکړي داسې [ اللم انی اُريدُ طواف بيتک الحرام فيسره لی و تقبله منه ] ( ای الله ! زه ستا د بيتی د طواف اراده لرم ، نو يې را ته آسانه کړي او را څخه قبول يې کړې ) .

بيا د حجر الأسود څخه طواف پيل کړې ، داسې چې : حجر الأسود ته به مخامخ ودريږي که امکان وي هغه به مچ کړې او که امکان نه وي هغه هغه به په لاس سره مسح کړي او که امکان نه وو نو حجرالأسود ته د مخامخ دريدو وروسته به دواړه لاسونو تر غوږونو پورې پورته کړئ لکه د لمانځه په تکبير تحرمه کې وروسته به ووايئ : [بسم الله الله اکبر] ووايي يا داسې : [بسم الله الله اکبر و لله الحمد و الصلاة و السلام علی رسول الله ] و په ښي طرف چې کعبه يې چپ طرف ته وي طواف پيل کړي ، په دريو دورو يا شوطونو کې به رمل کوي (تيز به ځي ) او که ګڼه ګوڼه زياته وه او د تيز تګ امکان نه وو باک نه لري په کرار به ځي ، کله چې رکن يمانی ته ورسيدې د هغه استلام به وکړئ ، يعنې هغه به په لاس مسح کړئ او که ګڼه ګونه همدغسې به ځنې تير شئ .

د حجرالأسود او رکن يماني په مينځ دا دعا ويل کيږي : (ربنا آتنا في الدنيا حسنة ، وفي الآخرة حسنة ، وقنا عذاب النار) ، رواه أحمد في “المسند” (3/411) وصححه ابن حبان (9/134).

کله چې حجرالآسود بيا را ورسيږئ د لومړی ځل غوندې استلام به وکړئ ، بسم الله او الله اکبر به ووايئ ، د حجر الأسود څخه بيا تر حجر الأسود پورې را ګرځيدلو ته يو شوط (ګښت يا دوره ) وايي . همدا شان به اووه شوط پوره کړي .

په دې طواف کې د اضطباع ( د ښي لاس لوچولو) مراعاتول سنت دي .

د طواف کولو وروسته به دواړه اوږئ پټې کړئ ملتزم ته به لاړ شئ ، هلته به دعا وکړئ ، دا د دعا د قبليدو ځای دی .

او که اول په مقام ابراهيم کې لمونځ وکړي بيا متلزم ته لاړ شي باک نه لري .

مقام ابراهيم : ملتزم د ورتګ وروسته به د مقام ابراهيم تر شا دوه رکعته لمونځ وکړي ، په لمانځه کې خپلې اوږې پټوي ، په لومړې رکعت کې به د [الکافرون] سورت او په دوهم رکعت کې [قل الله] سورت وايي ، که په مقام ابراهيم کې ګڼه ګوڼه وي په حجر اسماعيل کې به يې ادا کړئ او دلته هم امکان نه وي کعبې شرېفې ته نږدې هر ځای چې کولای شئ ادا يې  کړئ .

د لمانځه وروسته د خپلې خوښې دعا وکړئ او بيا د زم زم ابو ته لاړ شئ ، دا دعا وکړئ  : [اللهم أسألك علمًا نافعًا و رزقًا واسعًا وشفاءً من كل داء ] (ای الله زه ستا نه علم نافع ،رزق واسع او د ټولو امراضو شفاء غواړم ) .(المستدرک الحاکم )

 اوبه دې وچښئ .

۳- د صفا او مروه تر مينځ سعيی کول :

د سعيې د پاره د حجرالأسود استلام کول مستحب او مسنون دي بيا به د باب الصفا له لارې ووځي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به داسې کول او که د کومې بلې لارې ووځي باک نه لري ، بيا به په زړه کې د سعې نيت وکړي د صفا په زينو کې دومره وخيږي چې بيت الله و ليدل شي ، بيا به مخامخ بيت الله شريف ته ودريږي دری ځله به، الله اکبر او دا دعا ووايي : [لا إله إلا الله وحده لا شريك له . له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير] او يا دا دعا [لا إله إلا الله وحده، أنجز وعده، ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده]  دعا دری ځله تکرارول او بيا چې کله مروی ته کوز شي همدا دعا لکه څنګه چې په صفا کې ويل کيږي لوستل (رواه المسلم 1218) .

دې نه علاوه يې چې څنګه خوښه وي هسې دعا دې وکړي ، بيا د مروه په لورې روان شي ، د صفا او مروه په مينځ کې دوه شنه څلې دي چې [ملين احضرين ] بلل کيږي د دغو دوو څلو تر مينځ به نارينه څه څټک ځې ، بيا چې کله مروه ته ورسيږي بيت الله شريف ته مخامخ به ودريږئ د صفا په شان ذکر او دعا به وکړئ ، دا له صفا څخه تر مروه پورې یو ګشت شو په هم دې شان به اوه ګشته پوره کړئ .

۴- د سر خريل يا د ويښتانو کمول (حلق او تقصير ) :

د سعيې څخه وروسته به عمره کوونکی خپل سر وخريئ او يا به د سر ويښتان لنډ کړي (حلق او تقصير ) به وکړي ، ښځې به د سر ويښتان جمع کړي يوازې د يوې ګوتې په اندازه به يې لنډ کړي د ښځو د پاره د سر خريل نشته .

په دې سره عمره پای ته ورسيده ، نور په هغه باندې هر څه حلال شول کوم چې د احرام په حالت ورباندې حرام وو ، نور به د حج تر ورځو پورې انتظار کوي او که غواړې نفلي طواف او يا عمره وکړې هغه به ادا کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً