پنځم بنسيټ ، الفت او محبت :

نيکمرغه کورنۍ او د ښه ژوند تيرولو بل بنسيټ د خاوند او د هغه د بی بی تر مينځ الفت او محبت دی چې دا الفت او محبت د اولاد د ښې تربيې د پاره هم ښه فرصت برابروي .

الله جل جلا له خپلو بندګانو ته د احسان په توګه فرمايي : وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (الروم ۲۱) .

ژباړه : او له نښو نه يې يوه دا هم ده چې له ستاسې نه يې ستاسې جوړه پيدا کړه چې آرام ورسره وکړی او ستاسې په مينځ کې يې مينه او خواخوږي پيدا کړی ده . په رښتيا چې په دې کې د هغه قوم لپاره چې فکر کوي ډيرې لويې نښې دي .

او الله جل جلا له فرمايي چې تاسې مې يو د بل د پاره سکون او آرام وګرځولئ :

نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ (البقره ۱۸۷ ) .

ښځې ستاسې لباس او تاسې د هغوی لباس ياست .

شپږم بنسيټ ، د ميړه او مېرمنې د اختلافاتو د اوارۍ حل :

د ښځې او ميړه تر مينځ حتماً څه اختلافات راځي داسې کور نشته چې په هغه کې به څه اختلافات را نشي ، ددې ټولو اختلافاتو او ستونزو سرچينه په دېن کې لږ معلومات ، د شريعت د احکامو نه خبريدل د ناوړه دودونو او غلطو افکارو پيروي کول وي ، اسلامي شريعت د حل د لومړی لارې د پاره دا سپارښتنه کوي چې دواړه لورې به د حوصلې او تېريدو څخه کار اخلي او الله جل جلا له  ته به رجوع کوي ځکه شيطان هر وخت غواړي چې د ښځې او ميړه ترمينځ اختلافات را مينځه کړي .

وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

قوله تعالی : وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذ’لِكَ لِمَنَ غَزمِ الاُمُور (الشوري’ ۴۳ ايه) .

او هغه څوک چې زغم يې وکړ او بخښنه يې وکړه بې شکه دغه (چلند او سلوک ) له ټينګو کارونو څخه دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين او غوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

همدارنګه ښځه به د خپل خاوند اطاعت کوي : پيغمبر صلي الله عليه وسلم  فرمايي : (إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) (صحيح الجامع بااسناد صحيح ) 

يعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ته به ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .

بل دا چې د مسلمان د پاره جايز نه ده چې د بل مسلمان سره د دريو ورځو نه زيات ملاقات او خبرې ترک کړي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم .  فرمايي : و لا يحل لمسلم ان يهجر اخاه فوق ثلاث (متفق عليه ) .

د حل دوهمه لاره :

که په صبر او زغم مشکلات حل نشي نو په دې صورت کې خاوند حاکم او مسئول دی هغه د خپلې بې بې او اولاد د اصلاح او حتی بدني تأديب مسئوليت لري :

قوله تعالی : الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا (34)

ژباړه : سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله ځنې د دوی ته پر ځينو نورو فضيلت ور کړی دی او له دې امله چې نارينه (د ښځو لپاره) خپله شتمي لګوي . نو نيکې ښځې امر منونکې دي او د ( ميړو ) په غيابت کې (د هغوی د شان او مال ) ساتنه کوي له همدې امله الله د هغوی (د حقونو پر ميړونو باندې ) ساتنه کړې ده . او هغه ښځې چې د هغوی له بدخويۍ څخه وېرېږئ نو (لومړی) دوی ته نصيحت وکړئ او که (په نصيحت سمې نه شوې) د خوب ځای يې جلا کړئ او که (په دې هم اصلاح نه شوې ) (لږ لږ ) يې ووهئ نو که غاړه يې کښېښوده نو بيا پرې (د زيان رسولو لپاره ) لار مه لټوئ . باور وکړئ چې الله له پاسه شته چې لوړ او لوی دی .

دريمه مرحله : بيا که په دې هم اصلاح را نشي او د سختو اختلافاتو ويره وي نو قرآنکريم ددې اختلافاتو د حل لاره داسې ښودلې ده :

  وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا   (النساء ۳۵)

که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دا دی ) چه  وليږئ  يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځې له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .

څلورمه مرحله : په آخر که په دې هم مشکل حل نشي ورستی لاره طلاق ( د نکاح فسخه ) کول دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email