د تراويحو لمونځ اته رکعته دی او که شل رکعته ؟

د آنلای اسلامی لارښود ټولو کارکوونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم : پس له سلامه زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چی اته رکعته تراویح شته او که نه ؟ که چیر په حدیثو کی یی ثبوت راغلی وی نو ډیر به خوشحاله شم که په تفصیل سره مو راته معلومات راکړل ، بله دا چی شل رکعته تراویح مو که راته په ثبوت سره وړاندی کړلی نو ډیر په خوشحاله شم .
ځکه بعضی کسان وایی چی اته رکعته بهتر دی او بعضی کسان وایی چی شل رکعته بهتر دی
دیدارالحق دیدار
ننګرهار همیشه بهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

شل رکعته تراويح د خلفاء راشدينو سنت دي جناب حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په هغه باندې حکم کړی دی او نورو صحابه کرامو ور سره موافقت کړی دی او په دې باندې د امت د مذاهبو د جمهورو فقهاؤ اتفاق دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې زما سنت او د خلفاء راشدينو سنت ټينګ ونيسئ .

د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د احاديثو په استدلال -چې ‌فرمايي: «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]

(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدينو منګولې ونيښلوی او هغه ټينګ ونيسئ او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )

قال السرخسي وهو من أئمة المذهب الحنفي :

فإنها عشرون ركعة سوى الوتر عندنا .

” المبسوط ” ( 2 / 145 ) .

و قال الشامی : قوله و هی عشرون رکعة هو قول الجمهور و عليه عمل الناس شرقاً و غرباً الخ (الشامی 2/45 ) .

وقال ابن قدامة :

والمختار عند أبي عبد الله ( يعني الإمام أحمد ) رحمه الله ، فيها عشرون ركعة ، وبهذا قال الثوري ، وأبو حنيفة ، والشافعي ، وقال مالك : ستة وثلاثون .

” المغني ” ( 1 / 457 ) .

وقال النووي :

صلاة التراويح سنة بإجماع العلماء ، ومذهبنا أنها عشرون ركعة بعشر تسليمات وتجوز منفردا وجماعة .

” المجموع ” ( 4 / 31 ) .

د امام ابوحنيفه ، امام احمد ، امام شافعی په نزد د تراويح لمونځ شل رکعته دی او د امام مالک په نزد ۳۶ رکعته دی .

د مطلب خلاصه :

۸ رکعته تروايح کول هم صحي او سنت عمل دی او شل رکعته تراويح هم سنت عمل ځکه په دې د صحابه کرامو او امامانو اجماع ده .

خطرناکه خبره دا ده چې څوک ۲۰ رکعته تراويح ته بدعت وايي ځکه دا د خلفاء راشدينو له سنتو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د دغه قول صريح مخالف دی : «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]

دغو نويو ځوانانو ته مو دا نصيحت دی چې په امت کې فتنې مه جوړوئ ، لومړی په مسئله خپل ځان پوهوئ ، داسې نه چې يوه وړه اختلافي مسئله د امت د تفرقي سبب شي .

دغو ځوانانو ته ددې مسئلې په اړه د داسې علماء کرامو نصيحت پيش کوم چې دوی هم د هغوی پر اقوالو ډېرې فتواوي ورکوي :

قال شيخ الإسلام ابن تيمية :

والتراويح إن صلاها كمذهب أبي حنيفة ، والشافعي ، وأحمد : عشرين ركعة أو : كمذهب مالك ستا وثلاثين ، أو ثلاث عشرة ، أو إحدى عشرة فقد أحسن ، كما نص عليه الإمام أحمد لعدم التوقيف فيكون تكثير الركعات وتقليلها بحسب طول القيام وقصره .

الاختيارات ص ( 64 ) .

قال الشيخ ابن عثيمين رحمه الله :

لا نرى أن يتعامل المسلم مع المسائل الاجتهادية بين أهل العلم بمثل هذه الحساسية فيجعل منها سبباً لحصول الفرقة والفتن بين المسلمين .

عند الكلام على مسألة من يصلي مع الإمام عشر ركعات ثم يجلس وينتظر صلاة الوتر ولا يكمل صلاة التراويح مع الإمام :

ويؤسفنا كثيراً أن نجد في الأمة الإسلامية المتفتحة فئة تختلف في أمور يسوغ فيها الخلاف ، فتجعل الخلاف فيها سبباً لاختلاف القلوب ، فالخلاف في الأمة موجود في عهد الصحابة ، ومع ذلك بقيت قلوبهم متفقة .

فالواجب على الشباب خاصة ، وعلى كل الملتزمين أن يكونوا يداً واحدةً ومظهراً واحداً ؛ لأن لهم أعداءً يتربصون بهم الدوائر .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ګران محترم د اسلامي لارښود چلونکو
    تاسو خپله لیکنه کی داتو او شلو رکعتونو خبره کړی. څومره څه دما تحقیق ده او دمختلفو علماوو او احادیثو کتابونه می لوسی داتو رکعتو روایت خو په سترګو نده لیدلی. هو دقیام الیل څه هغه ته مونږ په پښتو دتهجدو مونځ وایو هغه سته او هغه هم دشپی دریمی برخه کی کیږی نه اولی برخه کی. که دنړی تاریخ ته وګورو نو له خیرالقرون څخه حتی رسول اکرم خپله هم تراویح په جماعت سره ندی کړی او یواځی دری ورځی تراویح یی کړی خو دصحابه وو له وخته بیا په تواتر او مسلسل ډول سره په جماعت سوی او تر ننه دا لړی را روانه ده. خبره داده چه که تراویح رښتیا هم اته رکعته وی نو آیا کبار صحابه وو، کبار تابعینو، تبع تابعینو او سلفو به ددی مخالفت کوی وای او څه ضرورت وو څه هغوی شل رکعته کولی. بله دا څخه دنړی په ټولو اسلامی هیوادونو کی له سعودی واخله تر مصر، اندونیزیا، مالیزیا، مراکش، ترکیه، یمن، سوریه، افغانستان، پاکستان، هند، بنګلدیش او ټولی اسلامی نړی کی شل رکعته تراویح کیږی خو یواځی یوه وړوکی ډله څه ځان ته اهل حدیث وایی اته رکعته تراویح کوی او هغوی شل رکعته ته بدعت عمری وایی نعوذ باالله. که داهل حدیثو یا غیر مقلدینو مسلک ته وګورو نو دوی څه په کوم حدیث استنباط کوی او دلیل یی نیسی هغه حدیث ک هم داسی راغلی څه حضور صلی الله به اته رکعته مونځ یا قیام الیل کول او دری رکعته وتر په رمضان او غیر رمضان کی نو اول خو په غیر درمضان کی تراویح نسته بل دا څه ولی دقیام الیل څه دشپی آخری برخه کی کیږی هغه څنګه دشپی اول کی ادا کوی او دی باندی هیڅ دلیل نلری، بله خبره داڅه تراویح حضور صلی الله علیه وسلم په جماعت سره ندی کړی او اهل حدیث یا سلفیان یی ولی کوی، بل داڅه که په همدی حدیث عمل وسی نو دلته خو د دری رکعتو وترو څه واجب دی روایت راغلی نو اهل حدیث خو درمضان بغیر یو رکعته کوی او هغوی ددی حدیث بیا مخالفت کوی. هغوی همدا یو حدیث دلیل نیسی او تاسو خبله ګوری څه دوی ددی حدیث په څو ځایونو کی خپله مخالفت کوی لکه په جماعت تراویح تراویح کوی او دا ثابتی ندی ددی حدیث څخه، بل دشپی اوله برخه کی دوی دا مونځ کوی حال دا څه دا دښبی درمی برخه کی سوی ا آخری داڅه وتر هم دوی دری کعته کوی او تاسو وګوری ددوی ټول کتابونه څه دوی دری رکعته وتر هیڅ منی نه خو یواځی داحنافو سره دعناد او ضد په وجه یواځی په تراویحو کی یی منی او ۱۱ میاستو کی ورته ضعیف روایت وایی. آخری خبره داڅه داهل حدیثو ستر امام نواب صدیق حسن خان او نور پخوانی مشران هم دشلو رکعتو تراویحو مونځ ته صحیح او تواتر با العمل وایی نو الله دی وکړی څه اهل حدیث داهل سنت والجماعت لاره غوره کړی او داختلاف څخه لاس واخلی ځکه دا امت له خیر القرون څخه نیولی تر ننه پوری په همدی څلوو مذاهبو اجماع کړی او باید څوک یی ونه ویشی.

اترك تعليقاً