صلاة الجماعة ( د جماعت لمونځ ) :

تعريف :

د جماعت لمونځ عبارت له هغه لمونځ څخه دی چې په هغه کې د امام او مقتدي تر مينځ ارتباط وي .

د جماعت د لمانځه حکم :

د جماعت لمونځ ځنې فقهاء کرام سنت مؤکد او ځنې فقهاء کرام يې واجب بولي هغه ډله فقهاء چې د جماعت د لمانځه په وجوب قائل دي دلائل يې په لاندې ډول دي :

الله (جل جلاله) فرمايي:[وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة واركعوا مع الراكعين] (سوره البقره ۴۳ ).

ژباړه : لمونځ قايموئ او زکات ورکوئ او رکوع کوئ سره له رکوع کونکو (سره له لمونځ کو نکو) .

تشريح : دغه آيت د جماعت په وجوب دلالت کوي ځکه (واركعوا مع الراكعين ) نه که مطلب د لمونځ کول وي نو هغه په (وأقيموا الصلاة) کې ذکر شو نو په آخر د آيت کې(واركعوا مع الراكعين ) نه مطلب جماعت دی ځکه چې اقامت په اول کې راغلی دی .

همدارنګه الله (جل جلاله) فرمايي:[ وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلْيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّواْ فَلْيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ]( سوره النساء آيه 102).

ژباړه : (ای پيغمبره ! ) کله چې د مسلمانانو په مينځ کې او د جنګ په حالت کې په لمانځه ولاړ وې نو پکار ده چه له هغوی څخه يوه ډله له تا سره ودريږي او وادې خلي (دا لمونځ کونکي ) وسلې خپلې نو کله چې هغوی سجده وکړي نو شي دوی له وروسته ستاسې او را دې شي بله ډله چې لمونځ يې نه وي کړی تا سره دې لمونځ وکړي او وادې خلي وسلې خپلې ( تيارسئ دې اوسي ).

په دې آيت شريف کې الله (جل جلاله) رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته امر کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته امر کول دلالت کوي په امر ده ته او د ده امت ته .

نو چې د جنګ په حالت کې په جماعت سره لمونځ کول واجب وي په عادي حالت کې به څنګه واجب نه وي ؟

له أبى هريره (رضی الله عنه) نه روايت دی چې وايي [: أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل أعمى. فقال: يا رسول الله! إنه ليس لي قائد يقودني إلى المسجد. فسأل رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يرخص له فيصلي في بيته. فرخص له. فلما ولي دعاه فقال “هل تسمع النداء بالصلاة؟” فقال: نعم. قال “فأجب”.] ( المسلم باب يجب إتيان المسجد على من سمع النداء) .

ژباړه : يو ړوند سړی رسول (صلی الله عليه وسلم) ته راغی ويې ويل : څوک نه لرم چې جومات ته مې ورسوي او له آنحضرت صلی الله عليه وسلم نه يې اجازه وغوښتله تر څو په کور کې لمونځ وکړي ، آنحضرت صلی الله عليه وسلم هغه ته اجازه ورکړه کله چې هغه سړی څه لاړو هغه ته يې غږ وکړ او ويې فرمايل : آيا آذان اورې ؟ ځواب يې ورکړ هو ، ويې فرمايل نو آذان ته به ځواب ورکوئ ( لمونځ په جَمع ادا کړه) .

بل حديث شريف راغلی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [لقد هممت أن آمر فتيتي فيجمعوا حزماً من حطب، ثم آتى قوماً يصلون في بيوتهم ليست بهم علَّة فأحرِّقها عليهم] (۵۴۹ ابؤداود ).

ژباړه : ځما زړه غواړي چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه ډير بوټی راجمع کړي رایی وړي بيا زه هغی خلکو ته ورشم چه بی عذره په کورونو کی لمونځ کوی دهغوی کورونه وسوزوم.

حضرت عمر فاروق خپلو امراء او واليانو ته وليکل : [إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد، وفي] ( ابن القيم الجوزية ص ۴۰۳ ـ ۴۰۴).

ژباړه : تر ټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او څوک چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .

او هغه ډله فقهاء چې جماعت سنت مؤکد بولې دليل يې دا دی :

صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً] (بخاری ۲۹۵ ) .

ژباړه : د جَمعی لمونځ د کور او بازار په لمانځه ۲۵ درجې غوره دی .

يعنې په دغه حديث کې افضيلت بيان شوی .

همدارنګه دليل دغه حديث شريف :«الجماعة من سنن الهدى، لا يتخلف عنها إلا منافق».

جاء في الموسوعة الفقهية :

ذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ – فِي الأَصَحِّ – وَأَكْثَرُ الْمَالِكِيَّةِ ، وَهُوَ قَوْلٌ لِلشَّافِعِيَّةِ ، إِلَى أَنَّ صَلاةَ الْجَمَاعَةِ فِي الْفَرَائِضِ سُنَّةٌ مُؤَكَّدَةٌ لِلرِّجَالِ وَهِيَ شَبِيهَةٌ بِالْوَاجِبِ فِي الْقُوَّةِ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ . وَصَرَّحَ بَعْضُهُمْ بِأَنَّهَا وَاجِبَةٌ (برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۱۶۶ ) .

مګر د امام شافعي په نزد فرض کفايي او د امام احمد په نزد واجب دی .

جاء في ردالمحتار :

ان صلوة الجماعة واجبة على الراجح فى المذهب أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر و صرحوا بفسق تاركها و تعزيره و أنه يأثم”. (رد المحتار: ۱/۳۳۷، البحر الرائق: ۱/۳۴۱) .

يعنې : د احنافو په مذهب کې راجح قول دا دی چې د جماعت لمونځ واجب دی ، سنت مؤکد په حکم د واجب دی لکه په البحر چې بيان شوی دی تارک يې فاسق او ګناهکار دی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email