د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون شيږمه برخه

په اسلامي شريعت کې د اصلاح د پاره د ښځې بدني تأديب جايز دی خو قانون منع خشونت د قرآنکريم دغه قانون په پوره جرأت سره ردوي :
ماده بسيت و سوم:
{شخصي كه زن را مورد لت و كوب قرار دهد ولي منجر به جراحت يا معلوليت وي نگردد، حسب احوال به حبس قصير كه از سه ماه بيشتر نباشد، محكوم مي گردد}.

حال دا چې په اسلامي شريعت کې د اهل عيال د اصلاح او تأديب د پاره په خاصو شرايطو او حالاتو کې د بدني تأديب اجازت شته ، چې دا بدني تأديب ( لږ لږ وهل ) به د اصلاح ، ديني مسئوليت د منکراتو څخه د منع کولو او د دوزخ د اور څخه د نجات په مقصد وي .

لقوله الله سبحانه وتعالی : [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ] ( التحريم/6) .

ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه چې خس يې خلک او تېږي دي وساتئ .

 قوله تعالى : [ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ] ( النساء/34 ) .

ژباړه : او هغه ښځې چې د هغوی د بدخويۍ څخه وېرېږئ نو (لومړی) دوی ته نصيحت وکړئ او که ( په نصيحت سمې نه شوې ) د خوب ځای يې جلا کړئ (او که په دې هم سمې نه شوې ) و يې وهئ نو که غاړه يې کيښوده نو بيا پرې ( د زيان رسولو لپاره ) لار مه لټوئ باور وکړئ چې الله جل جلا له  له پاسه شته چې لوړ او لوی دی .

قرآنکريم د نافرمانه ښځې د اصلاح د پاره دری طريقې بيان کړې :

اول : په نرمۍ سره د دوی پوه کول او اصلاح .

دوهم : کچيرې په نرمۍ سره اصلاح نشي ، نو بيا د دوی څخه د بسترې جلا کول څو دوی ته ستاسو په جلاوالی خفګان پيدا شي او خپل بد عمل پرېږدي .

دريم : که په پورته دوو شريفانه سزاوو اصلاح نشي نو په دريم قدم کې د لږ وهلو اجازت هم شته داسې وهل چې پر مخ نه وي ، سخت نه وي چې پر بدن يې څه اثر پاتې شي .

مشکوة شريف کې روايت نقل شوی دی چې : پر تاسې باندې د ښځو دا حق دی چې : «ان تطعمها اذا اطعمت و تکسوها اذا اکتسيب و لا يضرب الوجه »( څه چې تاسې خورئ دوی ته به یې ورکوئ ، څه چې اغوندې ، پر هغوی به يې هم اغوندئ او په مخ يې مه وهئ )  – تفسير معارف القرآن ، سوره النسآء ، ايه ۳۴

اسلامي شريعت چې يوازې د ښځې خاوند ته ( د لږ وهلو ) اجازت ورکړی دی دا د اصلاح د پاره دی چې بغير له خاوند څخه د خاوند نورو خپلوانو ته جايز نه دی ، بدني تأديب (لږ وهل ) د احنافو په نزد په لاندې حالاتو کې جايز دي :

 وقد ذكر الحنفية أربعة مواضع يجوز فيها للزوج تأديب زوجته بالضرب ، منها : ترك الزينة إذا أراد الزينة، ومنها : ترك الإجابة إذا دعاها إلى الفراش وهي طاهرة ، ومنها : ترك الصلاة ، ومنها : الخروج من البيت بغير إذنه .( د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد بدني تأديب په ځلورو ځايونو کې جايز دی : کله چې ميړه د ښځې د زينت اراده ولري او هغه زينت او د ځان ښايسته کول ترک کړي ، د خواهش پوره کول بلنه ورکړي دا هغه ترک کړي په داسې حال چې هغه پاکه وي ، لمونځ نه کوي ، او د خاوند د اجازې بغير له کور وځي) .

د اصلاح څخه بغير د ظلم ، کبر ، ضرر رسولو ، هوا او هوس له مخې د ښځې وهل ستر ظلم دی ،

او هر ناقص مسلمان که پر دغه ظالمانه عمل اخته وي دا د هغه خپل کرغيړن اعمال دي چې د کوم ناقص مسلمان کرغيرن اعمال هيڅکله د اسلام ترجمانې نشي کولای .

اسلامي شريعت د ښځې سره د ښه سلوک او مهربانه رويې کولو ډير ټينګار کړی دی :

[وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا]  (النساء 19)

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

نو يو انسان خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيګړتيا لري مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وي نو شايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه د خپل خاوند د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب وګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم » (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

 نو ثابته شوه چې د منع خشونت پورتنی قانون هم د دغه ناولي شيطاني قانون د نورو په مادو په څير په ښکاره د اسلامي شريعت د نصوصو خلاف دی .

ددې قانون څخه يې د ښځې د حق دفاع کول هدف نه دي بلکي هدف ِي د يوې لنډغرې بې بندباره ، خپل سرې ټولنې او کورنۍ جوړول دي تر څو اولاد له مور او پلار څخه سرکش او نافرمانه ، ښځه له خپل خاوند څخه سرکشه او نافرمانه وي او هر يو د غرب په څير د خپل سر وي ، چيرې چې ګرځې هلته دي ګرځې ، څه چې کوي هغه دې کوي د ديموکراسۍ د قانون له مخې د هغوی په خپل سري ژوند کې مداخله او د هغوی اصلاح کول جرم او خشونت دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. واقعا د شرم جای دی چی په اسلامی تولنه زوند کوو او بیا د داسو ناولو قوانینو په مقابل کی چوپ پاتی کیگو

اترك تعليقاً