د اسلامی لارښود او دینی څانګی ټولو درونو او معززو ورونو ته اسلام علیکم ورحمت الله بعد دسلامه امید دی چه ټولو روغ رمټ اوسۍ. پوښتنه می داسی ده چه د ترایح د لمانځه پر مهال کله چه څلور رکعته پوره کیږی زه یوه دعا وایم او هغه دا چه (سبحان ذی الملک والملکوت سبحان ذی العزت و العزمت والهیبت والقدرت والکبریاّ والجبروت تر اخره چه الهم اجرنا من النار) او دا دوعا الحمد لله د ډیرو کلونو راپه دی خوا وایم مګر اوس مو کور د کلی نه ښار ته راغلی او محلی امام چه کله دا دوعا رانه واوریده له دی څخه یی منع کړم او راته یی وویل چه د صحابه وو نه نقل نشته بیا می د یو بل مولوی صاح
¨ نه چه ډیر مشهور دی او ډیر شاګردان دا مهال لری د جومات نه د راوتو په حال می تری پوښتنه وکړه چه پورته ذکر شوی دوعا شته که نه هغه راته وویل چه شته په احیاّالعلوم کی یی ذکر راغلی نو ما سره خو دغه کتاب نه وو که تاسی راته مفصل جواب راکړي نو ډیره به ښه وی او په ایمل ادرس یی هم راته راولیږۍ نو ښه به وی. الله ج مو دواړه دارین ښایسته که نصیب الله له ننګرهار نه

نصيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د څلورو رکعتونو ورورسته د تسبيحات ويلو شمير په سنتو کې نه دی مشخص شوی .

همدارنګه د دغه تسبيحات په لوړ آواز اجتماعي ډول د امام يا بل کس لخوا لکه څنګه چې زمونږ په جوماتونو کې مروج دي په سنتو کې هيڅ اصل نه لري او داسې کول جايز نه دي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۱۷۴ – درالمختار ج ۱ ص ۶۵۹ ) .

جاء في بدائع الصنائع: ومنها -أي سنن صلاة التراويح- أن الإمام كلما صلى ترويحة قعد بين الترويحتين قدر ترويحة يسبح، ويهلل ويكبر، ويصلي على النبي صلى الله عليه وسلم ويدعو وينتظر أيضا بعد الخامسة قدر ترويحة، لأنه متوارث من السلف، وأما الاستراحة بعد خمس تسليمات فهل يستحب؟ قال بعضهم: نعم، وقال بعضهم: لا يستحب وهو الصحيح، لأنه خلاف عمل السلف. والله الموفق.

و جاء في الموسوعة الفقهية (27/144) : (اتفق الفقهاء على مشروعية الاستراحة بعد كلّ أربع ركعات ؛ لأنه المتوارث عن السلف ، فقد كانوا يطيلون القيام في التراويح ويجلس الإمام والمأمومون بعد كلّ أربع ركعات للاستراحة) .

وأما شق السؤال الثاني ماذا يقول في هذه الاستراحة وماذا يفعل ؟
فإنه يذكر الله تعالى في هذه الاستراحة ويستغفره ويصلي على النبي صلى الله عليه وسلم ، ونحو ذلك من أنواع الذكر من غير جهر أو تخصيص لذكر معين أو إلتزام له .

يعنې : د فقهاؤ په اتفاق د څلورو رکعتونو تراويح په مينځ کيناستل او استراحت جايز دی ځکه چې دا عمل د سلفو څخه نقل شوی دی .

مګر دا چې په دغه استراحت کې څه وکړل شي او يا څه وويل شي ؟ په دې وخت کې استغفار ، ذکر ، درود ويل بغير له جهر څخه او بغير له تعين څخه جايز دی .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email