اسلام علیکم  ورونومامخکی هم دوه پوشتنی کری وی تاسویی جواب رانکرهیله کوم چی زما دپوشتنوجواب به راکری زه دوه پوشتنی لرم
1 په زنیکار پسی لمونج کول روا دی؟
2 په زنا باندی کفاره لازمیژی اوکنه ؟

رفيع الله ابوظبی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په زنا کار پسې لمونځ کول مکروه تحريمې دی .

قال فی التنوير : ويکره امامة عبد واعرابی وفاسق الخ وفی الشامية : بل مشی فی الشرح المنية علی ان کراهية تقديمه کراهة تحريم (باب امامة // 559/560 ط سعيد )

(کفايت المفتي ج ۳ ص ۹۷ ) .

که اسلامي حکومت او اسلامي قضا وي د ثبوت او اقرار په صورت کې به په زانې باندې د زنا حد جايري کيږي .

زنا کفاره نه لري بلکي د هغه کفاره کلکه توبه کول دي :

لقوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

او د کبيره ګناهونو د بيان وروسته فرمايي : وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا (71) سورة الفرقان .

او څوک چې توبه وکړي او نيک عمل وکړي نو هغه بيرته ستنيږي د الله طرف ته په ستنيدو سره .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email