که یو څوک له کفارو سره پدی مقصد کا کوی تر څو د مسلمانانو بی ګناهی دوی ته په اثبات ورسوی او یو مومن مسلمان له مرګ نه خلاص کړی نو ددی لپار وی ترجمان ته ضرورت دی که ترجمان نه وی کیدای شی دغه مومن مسلمان په فتل او یاهم ورته بله سزا ورکړی نو که چیری پدی وخت کی تر جمان وی او هغه ورت جوته کړی چی دا بی ګناه دی او هغه مومن له مرګ نه خلاص کړی پدی صورت کی د ددغه تر جمان کار کول له کفارو سره څنکه دی  محمد نعیم له کابل نه

محمد نعيم خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په هر نيت چې وي د امريکايانو سره کار کول او هر ډول معامله کول مطلق حرام دي ځکه الله (جل جلاله ) مسلمانانو ته حکم کړی دی چې د يرغلګرو کفارو او هغه کفارو چې د مسلمانانو سره د جنګ په حال کې وي (حربي کفار ) د هغه سره هيڅ ډول معامله او دوستي مه کوئ .

لقوله سبحانه وتعالی : [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] (الممتحنة:9) .

ژباړه : الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د  هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې  او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان (

قوله تعالی : [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ]  ( المائده 51) .

ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

(فتاوي اللجنة الدائمة  او فتاوي اسلامية  ، فتاوی شيخ عبدالرحمن البراک هل يجوز العمل مع قوات الاحتلال الامريكي في العراق و أفغانستان ؟) .

همدارنګه  موقع أنا مسلم څخه په دې اړه پوښتنه شوې ده :

ما حكم العمل كمترجم لدى القوات الأمريكية –

د امريکايي فوځيانو سره د ترجمانۍ کار کول څه حکم لري ؟

الجواب:
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد؛

فهذا تعاون على حرب المسلمين محرم قطعًا، وقد يصل إلى الكفر حسب الأحوال،  .(وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ) (المائدة:51).

يعنې : دا عمل د مسلمانان په مقابل کې د کفارو سره مرسته ده مطلق حرام او په ځنو حالاتو داسې کول کفر دی ، لقوله تعالی : وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ (او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ) .

 انا المسلم – الشيخ ياسر برهامي

مګر که د اسلامي لښکر لخوا څوک د کفارو فوځ ته د استخباراتو په مقصد و ليږل شي نو داسې کوم جايز دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email