په روژه کې د حيض مسائل

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
په دی لوړو خدمتونو د الله ج تاسو ته په دارینو کی لوړ لوړ مقامونه درکړی.

یو څو پوښتنی لرم:
1- که یوه میرمن دفرضی روژی په جریان (له سهاری وروسته،دسهار د لمانڅه په وخت،د سهار په 8بجو،دغرمی په 12بجو،میازدیګر……)کی مریضه شی(حایضه شی)،روژه یی څنګه ده؟ویی خوری که یی ونیسی،قضا….؟
2-که حایضه ښځه د روژی په میاست کی په دی یقین وی چی سبا د ورځی به له مرضه پاکیږی آیا همدغه ورځ روژه ونیسی که څنګه؟،که له مرضه پاکه نشی بیا به….؟
3- دیر وقت داسی پیښیږی چی ځینی میرمنی نن له مرضه پاکی شی(له حیضه پاکی شی)خو سبا بیرته پری راشی،یعنی وینه کله وی کله نه وی،او روژه په شک سره نیسی نه پوهیږی چی سبا به پاکه وی که نه؟دا ډول ښځی څه باید وکړی؟که روژه ونیسی او بیا حایضه شی نو روژه یی څنګه ده؟شکی حیض او شکی روژه؟

دژر ځواب په تمه
نجیب الله له کابله

————————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې ښځه په رمضان المبارک کې حايضه شي هغې ته د الله (جل جلا له) حکم دی چې روژه وخوري د همغه ورځې قضايي سره له نورو ورځو به ګرځوي .

او کله چې ښځه د روژې په مياشت کې د حيض او نفاس څخه پاکه شي تر لمر لوېدو پورې به د نورو روژه نيونکو په شان څه خوړل او څه څښل نه کوي .
قال‌ في‌ التنوير:
«و الاخير ان‌ يمسكان‌ بقية‌ يومهما وجوباً علي‌ الاصح‌ كمسافر اقام‌ و حائض‌ و نفساء طهرتا و مجنون‌ افاق‌ و مريض‌ صح‌ وصبي‌ بلغ‌ و كافر اسلم‌».
و في‌ الرد:
« (قوله‌: و الاخيران‌)اي‌ من‌ تسحر او افطر يظن‌ الوقت‌ ليلاً الخ‌».

که د ښځې عادت دا وي چې په څلورمه يا پنځمه شيږمه او کومه بله ورځ پاکيږي نو غسل به کوي او لمونځ به ادا کوي ، مګر که عادت کډوډ شي نو د کډوډی ټولي ورځي حيض حسابيږي او کله چې پاکه شي غسل به کوي لمونځ به ادا کوي ، د وينې د بې نظمۍ او کډوډۍ ورځې حيض بلل کيږي په دې موده کې به روژه نه نيسي .

و اقل الحيض ثلثة ايام و لياليها و ما نقص من ذلک فهو استحاضة و اکثره عشرة ايام و الزائد استحاضة (شرح البداية ۱/ ۶۲) .

فاذ ارآت بين طهرين دماً علی عاتها بالزيادة او نقصان او بالتقدم او التأخير او بهما معاً انتقلت العادی ايام دمها حقيقياً … (هنديه ج ۱ ص ۲۴ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً