تر څو تقواداره شئ

ژباړه: (اى مؤمنانو! پر تاسې روژه فرض كړاى شوه، څرنګه چې له تاسې پر وړاندې خلکو فرض كړاى شوې وه، تر څو پرهيزګاره شئ). (البقره ۱۸۳)

روژه یو له هغو مهمو عبادتونو څخه ده چې الله جل جلاله پر مسلمانانو فرض کړي دي. روژه هم د لمانځه په شان د ټولو پیغمبرانو په شریعت کې فرض وه.

د ژوند موخه بنده ګي ده

د اسلام مقصود دا دی چې د انسان ټول ژوند د الله جل جلاله په عبادت کې داخل شي. هغه باید هېڅ وخت په فکر او عمل کې د الله جل جلاله له عبادت څخه غافل نه شي او د ژوند په هره مسئله کې وګوري چې کوم کار د الله جل جلاله د خوښۍ او کوم یو یې د قهر لامل کيږي. مسلمانان باید په هغه لاره لاړ شي چې د الله جل جلاله د خوښۍ وړ وي او هغه واټ ته چې د الله جل جلاله خوښ نه وي بیخي نږدې نه شي. کله چې د انسان ټول ژوند دغه رنګ واخلي، نو هلته به یې د الله د بندګۍ حق اداء کړی وي.

عبادت، د بنده ګۍ د روزنې وسیله

د لمانځه، روژې، حج او زکات د فرض کیدو اصلي موخه دا ده چې مونږ د همدې ستر عبادت (د الله جل جلاله پوره او هراړخیزه بنده ګي) لپاره آماده کړي. د دې عبادتونو د فرض کیدو منظور دا نه دی چې که په ورځ کې پنځه وخته سجده او رکوع وکړو، د رمضان دیرش ورځې له سهاره تر ماښامه وږي تږي وګرځو، د بډاینې پر وخت، په کال کې یو ځل زکات ورکړو او په عمر کې یو ځل حج ته لاړ شو… او په دې ګومان واوسو کوم حق چې الله زموږ پر اوږو اېښی وو اداء مو کړ او د بندګۍ له کړئ څخه یې داسې بې غمه شوو چې اوس هر څه کوو آزاد یو! په حقیقت کې د دې ټولو عبادتونو د فرض کیدلو اصلي موخه دا ده چې انسان د دې په مرسته تر روزنې لاندې ونیول شي، تمرین وکړي او هغه وړتیا لاس ته راوړي چې ټول ژوند یې د الله جل جلاله په عبادت بدل شي.

راځئ وګورو چې روژه څرنګه انسان دې حالت ته چمتو کوي؟

روژه، پټ عبادت

له روژې پرته نور عبادات لکه لمونځ، حج او زکات د ظاهري حرکاتو په وسیله ترسره کیږي. دا عبادت پټ نه شي پاتې کیدلی، که یې اداء کړې، خلک یې ویني او که یې ترسره نه کړئ، بیا هم د خلکو پام کیږي. خو روژه هغه عبادت دی چې له الله پرته هېڅوک نه پرې پوهیږي. که څوک له خلکو لرې څه وخوري یا وڅښي، نو له الله جل جلاله پرته څوک پرې نه خبريږي.

روژه، د ایمان د پیاوړتیا نښه

د روژې د دې اړخ په پام کې نیولو سره، وینو: څوک چې په حقیقت کې روژه نیسي، په پټه هم خوراک او څښاک نه کوي، آن که په سخته ګرمۍ کې یې ستونی له تندې وچ هم شي، یو څاڅکی اوبه نه څښي او په کلکه لوږه کې، مړۍ تر ستوني نه تیروي. هغه د الله جل جلاله د غیب په علم څومره ایمان لري! په ټینګ یقین سره ډاډ لري چې که کوم کار له ټولې دنیا پټ هم وکړي،له الله یې نه شي پټولی. په زړه کې یې د الله جل جلاله څومره ویره او محبت شته چې هېڅ داسې کار ته لاس نه وروړي چې روژه یې پرې باطله شي؟ د آخرت په حساب او کتاب هومره پوخ ایمان لري چې په یوه میاشت کې کابو درې سوه او شپیته ساعتونه روژه نیسي خو په دې منځ کې یوه شېبه هم شک نه ورته پیدا کيږي.که هغه د آخرت، حساب، ثواب او  عذاب… په اړه ذره شک هم په زړه کې درلودلای، داسې روژه یې نه شوای نیولی.

روزنه او ازموینه

الله جل جلاله هر کال یوه پوره میاشت د مسلمان ایمان آزمويي، څومره چې هغه په دې ازموینه کې بریاوې تر لاسه کړي په هماغه اندازه یې ایمان پیاوړی کیږي. لکه دا چې هم روزنه وي او هم آزموینه. کله چې تاسو له یو چا سره کوم څيز د امانت په توګه ږدی، نو داسې ده لکه چې ایمان یې آزمویی. که هغه په دې ازموینه کې بریالی شي او په امانت کې خیانت ونه کړي، په هغه کې د امانت ساتلو لپاره نور ځواک هم پیدا کيږي او هغه ورو ورو لا امین کیږي. همدارنګه الله جل جلاله هم پوره میاشت، هره ورځ دوولس یا څوارلس ساعتونه ستاسو ایمان امتحانوي، که مو دلته ځان پیاوړی او ثابت قدم وښود، نو الله به ستاسو په باطن کې نوره وړتیا هم واچوي تر څو د تقوا لوړو پړاوونو ته پورته شي چې همدا هغه قرآني موخه ده: [تر څو پرهېزګاره شئ].

د اطاعت اوږد تمرین

د روژې یوه ځانګړتیا دا ده چې تاسو ته د اوږدې مودې لپاره د شریعت د اوامرو د پرلپسې اطاعت تمرین درکوي. هر کال پوره یوه میاشت ‎د رسول الله صلي الله عليه وسلم د سنتو د اتباع تمرین درکوي: د شپې په ټاکلي وخت کې د خوراک او څښاک لپاره پورته کیږئ، په ټاکلي وخت کې له خوراک او څښاک څخه لاس اخلئ. ټوله ورځ باید دا او دا کارونه ترسره کړئ او له دې او دې کارونو ډډه وکړئ. ماښام بیا په ټاکلي وخت روژه ماتوی او د ماښام لمونځ اداء کوی، له لږې دمې وروسته د ماخوستن لمانځه او تراویح ته ځئ.

په دې ډول مسلمان وګړی لکه پوځي سرتیری، هر کال یوه میاشت له سهاره تر ماښامه او له ماښامه تر سهاره د ټاکلیو اصولو پیروي کوي او په یولسو نورو میاشتو کې موکه لري ترڅو یې د دې میاشتې د روزنې نښې په کړو وړو کې ښکاره شي.

د روزنې لپاره سالم ټولنیز چاپیریال

د دې ډول روزنې لپاره یوازې فردي تربیه بسنه نه کوي. پوځیان ټول سره یوځای په ګډه پوځي تمرینونه ترسره کوي تر څو په ډله ایز کار عادت شي او ټول یو د بل په روزنه کې همکار وي. په همدې ډول مسلمانانو ته امر شوی تر څو ټول په یوه وخت کې روژه ونیسي. دې امر، فردي عبادت په ټولنیز عبادت بدل کړ. په رمضان کې ماحول ټول د نیکۍ او تقوا خوشبویي نیسي. ته وا د ایمان او پرهیزګارئ کښت شین شوی او د نیکیو د غوړېدلو موسم را رسېدلی دي او د خیر او برکت نسیم چې په کلیو او بانډو کې خپور شوی دی.

د روژې حقیقي مقاصد:

له دروغو څخه ډډه کول

پیغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي: (څوک چې دروغ ویل او په هغه عمل کول پرېنږدي، الله جل جلاله یې د خوراک او څښاک پرېښوولو ته اړ نه دی). (رواه البخاری). بل ځای فرمايي: (شته داسې کسان چې له روژې څخه یې برخه یوازې لوږه او تنده ده او شته داسې لمونځ کوونکي چې برخه یې ترې یوازې بې خوبي ده). (رواه ابن ماجه)

یعنې: یوازې لوږه او تنده عبادت نه دی بلکه دا د عبادت وسیله ده. ريښتینی عبادت د الله له لارښوونو څخه د هغه له ویرې سرکشي نه کول او د هغه د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره د ټولو هغه کارونو ترسره کول دي چې د هغه جل جلاله د خوښۍ لامل کیږي.

ایمان او احتساب

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایلي: (چا چې د رمضان روژې له ایمان او احتساب سره ونیولې، پخواني ګناهونه یې بښل کيږي. (بخاري).

له ایمان څخه منظور دا دی چی په الله باندې ټینګ باور د مسلمان د زړه په تل کې تازه وي او له احتساب څخه منظور دا دی چې مسلمان دا کار له الله څخه د ثواب ګټلو په نیت ترسره کړي. که څوک د پورته دوو ټکو په نظر کې نیولو سره د رمضان روژه ونیسي، پخواني ټول ګناهونه یې بښل کیږي، ځکه که مخکې هغه سرکش او نافرمان بنده وو، اوس الله جل جلاله ته راګرځېدلی دی. یقینا چې چې (له ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه ګناه یې چې نه وي کړې).

نیکۍ ته لیوالتیا

رسول الله صلي الله عليه وسلم د رمضان په اړه په بیلابیلو احادیثو کې سپارښتنې کړې چې: مسلمان باید په روژه کې ډېر نیک کارونه وکړي، په زړه کې یې د همدردۍ جذبه له بل هر وخته ډېره پیاوړې وي، ځکه که دی په خپله د لوږې او تندې په کړاو کې وي، نو په آسانۍ سره حس کولای شي چې د الله جل جلاله د بېوزلو بندګانو حال به څه وي؟ له ابن عباس t څخه روایت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به د روژې په میاشت کې د نورو ورځو په نسبت ډير مهربان وو. هېڅ بېوزله یې له دروازې څخه خالي لاس نه تللو او هېڅ زنداني په دې ورځو کې په زندان کې نه پاتې کیدلو.

د عبادت پایلې مو چېرې؟

کله کله خلک پوښتي: مونږ روژه نیسو او لمونځ هم کوو، خو بیا هم هغه پایلې چې دلته بیان شوې نه تر سترګو کيږي. ولې له یوې میاشتې روژې وروسته،په لومړۍ ورځ هر څه بدل شي؟

لامل یې دا دی چې مونږ د عبادت په مفهوم او مقصود نه یو پوه شوي. د روژې په حالت کې د الله دومره وېره راسره وي چې ډېر کوچني کار ته هم چې د روژې د باطل کیدلو ویره ترې کیږي لاس نه وروړو، خو په دې نه پوهیږو چې اصل عبادت دا لوږه او تنده نه ده؛ بلکه دا د عبادت ظاهر دی. د روژې نیولو اصلي موخه دا ده چې په زړه کې مو د الله جل جلاله داسې ویره او محبت پیدا شي چې که په کوم کار کې یوه دنیا ګټې پرتې وي خو د الله جل جلاله خوښ نه وي نو د نفس د خپه کولو سره سره ترې تېر شو او کوم کار چې د ډېرو تاوانونو لامل کیږي خو د الله رضا پکې وي، په نفس باندې فشار راوړو او هغه کار ترسره کړو.

دا ځواک هغه وخت پیدا کیدلای شي چې د روژې اصلی مفهوم درک کړو او له هغه تمرین څخه کار واخلو چې یوه میاشت مو د الله جل جلاله په ویره او محبت کې کړی دی. خو مونږ چې د رمضان له پای ته رسېدلو سره سم ټولې لاس ته راوړنې پرېږدو، او ځینې خو آن له افطار سره سم د ټولې ورځې شاته اچوي؛ په دې صورت کې باید ووایو چې د رمضان میاشت او روژه خو څه کوډې نه دی چې یوازې د ظاهري آدابو په ساتلو سره په موږ کې داسې ځواک راپیدا کړي چې له حقیقي روژې یې تمه کیږي.

د اصلاح پيغام

Print Friendly, PDF & Email