په ډيموکراسۍ کې د پارلمان حيثيت :

پارلمان هغه اداره ده چې غړي يې د ولس وکيلان وي ،او ولس دغه ادارې ته خپل وکيلان انتخابوي او د دغو وکيلانو مسؤليت دا دی چې  د ډيموکراسۍ په تطبيق او د قوانينو په جوړولو کې د ولس اراده تمثيل کړي ، د پارلمان غړي د خپلو بيلابيلو نظرياتو په لرلو د خپلو ولسونو استاذې دي .

په ډيموکراسۍ کې پارلمان هغه تر ټولو لوړه تقنيني مرجع ده چې د قوانينو په وضع کولو کې مطلقه آزادي لري ، تر څو يې چې وضع کړی قوانين د هيواد د آساسي قانون سره په ټکر کې نه وي د هر ډول قوانينو د تصويب او وضع کولو او پر خلکو يې د منلو حق او صلاحيت لري .

په ډيموکراسۍ کې حکومت او د قوانينو جوړول يواځې د ولس حق دی چې په هيڅ صورت څوک ورباندې اعتراض نشي کولای ، همدغه د پارلمان دنده ده په هر نامه يې چې يادوي .

دا چې ديموکراسي د اسلام سره پوره تضاد او ټکر لري د وضاحت د پاره لاندې څو ټکې بيانيږي :

اول :

 په اسلام کې تر ټولو مهم او آساسي اصل چې په حقيقت کې د اسلام بنسټ بلل کيږي هغه دا دی چې په ټوله معنی اسلام ته تسليميدل او پرته له کوم قيد او شرط څخه يې د احکامو منل دي ، اسلام ته ځکه اسلام وايي چې په هغه کې د الله تعالی ټولو اوامرو او احکامو ته غاړه ايښودل کيږي .

او د هغه مخالفت به په هيڅ عقل ، رواج ، عادت ، رأيی او تجربې سره نه کيږي ، که څه هم چې دغه شيان له يوې معتبرې مرجع صادر شوي وي هغه که فرد وي ، حزب ، پارلمان وي ، ولس او يا قوم وي ټول به د الله تعالی احکامو ته غاړه ږدي .

په اسلام کې چې الله (جل جلاله ) او رسول الله صلی الله عليه وسلم (قرآن او سنت ) کوم امر او فيصله صادره کړي بيا هيچا ته دا حق نشته چې د هغه په مقابل کې دې خپله رايه ولري ، بلکي په ټوله معنی به ورته تسليميږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً مُّبِينًا (الاحزاب ۳۶ ) .

ژباړه : نه دې روا هيڅ مؤمن سړي او مؤمنې ښځې ته چې کله فيصله وکړي الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم  په يو کار کې چې وي دوی ته اختيار په هغه کار کې ، هر څوک چې نافرماني کوي د الله او د هغه د رسول يقيناً ګمراه شو په ګمراهۍ ښکاره .

خو په ډيموکراسۍ کې بيا انسانان ته د الله تعالی د حکم په مقابل کې خپل اختيار ورکړ شوی چې د ډيموکراسۍ د قانون له مخې کوم قانون او حکم څو پورې چې پارلمان نه وي تصويب کړی هغه پورې د اعتبار وړ نه بلل کيږي .

ډيموکراسۍ د الله تعالی واضح احکام او واجب العمل شريعت چې هر مسلمان يې بايد پرته له کوم قيد او شرط ومني ، که رښتيا مسلمانان هم وي بيا هم په پارلمان کې د وروسته کولو ، بيا کتنې ، کمولو ، ماتولو ، تأييدولو ، خذفولو ، تأجيل ، تعجيل ، منلو او ردولو سره لکه څنګه چې د پارلمان غړي يې غواړي مخ دی .

ځکه چې هغوی ته ډيموکراسۍ د الله تعالی د احکامو د منلو او رد مکمل صلاحيت ورکړی دی چې څه يې خوښ وي و يې ومني او چې څه يې خوښ نه وي رد يې کړي د مثال په ډول : الله (جل جلا له) شراب حرام کړي دي خو اوس که د دنيا ټول خلک را ټول شي او غور وکړي چې د شرابو حراموالی تاييد کړي او کنه ؟

دغه ټول خلک په دې کار سره کافر شول ، دا بيا بيله خبره ده چې شراب حرام کړي يا حلال خو په ډيموکراسۍ کې د الله تعالی پر احکامو د رايې ورکولو دروازه خلاصه ده .

الله سبحانه و تعالی فرمايي : وَاللّهُ يَحْكُمُ لاَ مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ (الرعد ۴۱ )

ژباړه : الله فيصله کوي هيڅ څوک د الله د فيصلې وروسته کونکي او د هغه د پاسه رايه او نظر ورکونکي نشته .

ډيموکراسي دغه حکم ردوي او وايي چې : ولس به فيصله کوي او هيڅ څوک د ولس فيصله نشي ردولای .

وګورئ د اسلامي شريعت په حق کې څومره لوی ظلم او بغاوت دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ ( المائده ۵۰ )

ژباړه : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

دوهم : نور …….بيا

ليکنه : شيخ ابو يحيی الليبی

ژباړه : سيف الله غازي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email