په مصر کې يو کال مخکې د سيکوليږم او کفري ډيموکراسۍ پر وړاندې سختې مظاهري وشې ، او  د سوونو شهيدانو ، زخميانو او بنديانو په ورکولو سره يې د حسن مبارک طاغوتي رژيم نسکور کړ او دوکتور محمد مرسی خپل رئيس وټاکلو ، دوکتور محمد مرسی واقعاً رښتنې مسلمان او د اسلامي شريعت غوښتونکی وو او دده ګوند (اخوان المسلمين ) د اسلام د بقاء د پاره زياتې قربانۍ ورکړی دي .

خو له بده مرغه دغه انقلاب او قدرت ته رسيدل د (شيطاني ډيموکراسۍ ) له لارې وو کوم چې د مصر او ډيرو اسلامي هيوادو کې يې پخې ريښي کړی دي .

د کومې ورځې نه چې دوکتور محمد مرسی قدرت ته رسيدلی دی د هغه ورځې امريکا او اسرائيلو هلې ځلې کولې چه په څه ډول دغه د اسلام غوښتونکو حکومت ونړوي ، بلاخره هغوی په ډيره آسانۍ و توانيدل چې دغه نظام نسکور کړي ځکه چې محيط کاملاً سکولر وو .

نتېجه دا شوه چې پر کفر باندې تلسط د ډيموکراسۍ له لارې بالکل ناشونی دی (ځکه دا يوه شيطاني ) لاره ده ، پر کفر باندې تسط يوازې د اسلامي شريعت او جهاد له لارې کيدای شي او بس .

نن ځنې مسلمانان په همدې فکر کې دي که دغه د غربي ډيموکراسۍ پارلمان او حکومت کې ګډون وکړو ، هلته به د منکراتو مخه ونيسو او د هغوی د افکارو پر ضد به مبارزه وکړو .

دا يو لويه تيروتنه ده او دلته د مصيبت خبره داده چې کله د د غربي ډيموکراسۍ په پارلمان کې د اسلام خلاف قوانين جوړيږي او هغه تاييد شي يوازې د اکثريت د موافقې په نامه نه صادريږي بلکه د ټول پارلمان په نامه اعلانيږي او د پارلمان هر غړی د هغو تاييدوونکی او په هغه اعراف کوونکي کڼل کيږي .

نو په غربي ډيموکراسۍ کې چې کوم د اسلام خلاف قوانين تصويب کيږي مخالف لورې هم پکې شريک دی ځکه هغه به يې هم ضرور تصويبوي .

مسلمانان بايد د غربي ډيموکراسۍ پر ستر آفت ښه پوه شي چې د اسلامي ولسونو څخه يې څنګه په دوکه ، چل او فريب ايمانه يوړلو .

وګورئ د مصر يو کلک مسلمان ولس وو خو د غرب ديموکراسۍ داسې سرحد ته ورسول چې نن يې تقريباً ۶۰ فيصده خلک پر ډاګه د کفر او سيکوليږم ناري وهي پر ډاکه وايي مونږ اسلام او اسلام غوښتونکي نه منو .

زمونږ پر ولس هم غربي ډيموکراسۍ دومره اثر کړی دی چې نن ځنې کسان پر ډاګه د کفر د بقا ناري وهي ، هغوی امريکايان غواړي ، د امريکا اډي غواړي ، سود ، فحشاء ، زنا ، رشوت ، د بيت المال چور ،غواړي ، هغوی اسلام او اسلامي نظام نه غواړي ، هغوی د اسلام خلاف وضعي او کفري قوانين غواړي تاسې ټول يې وينې چې هر ورځ له کفري مديا څخه پر ډاګه نارې وهي .

هغوی پر الله جل جلا له باور او ايمان نه لري ، پر امريکا باور لري د امريکا په شتون کې خپله روزې ، نفقه ، امن او سکون ويني اوس تاسې دا عقائد د ايمان په تله کې واچوي ، دا کسان بيا د مسلمانې دعواوي هم کوي .

ټولو مسلمانان بايد د کفر له دسيسو او موجوده فتنو څخه ځان خبر کړي ، او دا د علماؤ مسئوليت دی چې خپل ولس ورباندې و پوهوي .

ګورئ وروڼو دغه ډيموکراسي په ډير چل او فريب له خلکو څخه ايمانونه وړي داسې چې هيڅ پر ځان خبر هم نه وي ، ډير زيات پام کوئ چې د اسلام ستر نعمت له لاسه ور نه کړئ ، د دنيا دوې ورځ ژوند به تير شي خو ګورئ د آخرت ژوند دايمي او د الله جل جلا له  نيول ډير سخت دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email