ډيموکراسي د زمانې بت (لومړۍ برخه )

Untitled-3هر رښتنی مسلمان په دې باندې پوهيږي چې اسلام هغه دين دی چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم راوړی دی ، يو کامل دين دی چې هيڅ ډول نيمګړتيا نه لري او دغه دين يو هر اړخيز دين دی چې د ژوند ټولو خواوو ته شامل دی . او ددې لپاره چې د بشريت ژوند په سمه لار روان شي اسلام د بل هيڅ دين ، فکر ، رايې او نظر سره پيوند کاري نه قبلوي .

اسلام پخپلو عقائدو ، عباداتو ، معاملاتو ، سياست ، عدل ، اخلاقو ، ارزښتونو او مصالحو کې يو مکمل دين دی ، او ددې هر څه په تر سره کولو کې مکمل او پخپلو قوانينو متکي دی ، بل هيچا ته ضرورت نه لري چې دغه د الله تعالی دين ته څه ور زيات يا څه ترې کم کړي .

الله سبحانه و تعالی فرمايي : الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِيناً ) المائدة/3 .)  

ژباړه : نن ورځ ما ستاسې لپاره ستاسې دين پوره کړ او پر تاسې مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې ستاسې لپاره دين غوره کړ .

 او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ( يقيناً ما په تاسو کې داسې څيزونه پرې ايښي چې که تاسې هغه ټينګ ونيسئ هيڅکله به بې لارې نشئ ، چې هغه د الله –جل جلاله – کتاب او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دي (رواه حاکم ) .

دا چې د هدايت ، ښيګڼې او اصلاح قانون مکمل دی او په  قرآن  او سنتو کې کفايت دی ، نو ځکه مونږ ته امر شوی دی چې د خپلو ټولو شخړو ، فيصلو لپاره هغو ته رجوع وکړو ، لقوله سبحانه و تعالی :  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (النسآء ۵۹ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! د الله ، رسول او هغو کسانو اطاعت وکړئ چې له تاسې څخه د امر او حکم خاوندان دي . او که چيرې مو په کوم شي کې شخړه راغله نو الله او رسول (قرآن او سنتو ) ته يې راجع کړئ ، که تاسې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرونکي ياست دا کار غوره او پای يې ډير ښه دی .

د شريعت د حکم نه علاوه بل څه اصلاً د هوی او هوس له منلو پرته بل هيڅ نه دي که هر څو خلک نور نومونه ور باندې کيږدې او يا يې د ترغيب د پاره خلکو ته ښايسته کړي .

الله -جل جلا له- فرمايي :  ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ (الجاثيه ۱۸ ) .

ژباړه : تر دې وروسته مو پيغمبره ! ته د دين پر يوه روښانه لار برابر کړې ، ته بايد همدا و منې او د هغو خلکو په هيلو او هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهيږي .

قُلْ إِنِّيَ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْم عَظِيمٍ ( الانعام ۱۵ )

ژباړه : او يقيناُ دغه زما سمه لار ده ور باندې روان شئ او په نورو (کږو ) لارو مه ځئ چې د الله له سمو لارو به مو تار په تار کړي . په دغه لارې حکم کړی دی الله تاسې ته ددې لپاره چې له ګمراهۍ ځان و ساتئ .

مطلب دا شو چې د ګمراهۍ څخه نجات په قرآن او سنتو منګولې نيښلول دي .

څوک چې دا حقيقت درک کړي او خپل ذهن له نورو نظرياتو پاک کړي نو هغه به د هوسونو او ګمراهۍ په لار کې له لويدو په امن شي .

……………

ددې زمانې له مصيبتونو او د دين له لويو ابتلاؤ او حيرانوونکو پيښو څخه يو هم اسلامې ټولنې ته د غرب د ډيموکراسي نظامونو او نظرياتو راننوتل دي ،چې په الحاد ککړ غرب کې زيږدلي ، او د غرب په لنډغر محيط کې يې نشأت کړی دی او هم د غرب په بې لارې ټوکنه کې کمال ته رسيدلي ، او د مسلمانانو د غفلت او ناپوهۍ ، د ولسونو د کمزورۍ ، د حکومتونو د ارتداد او د علماؤ د مسئوليت په اداکولو کې د پاتې راتللو له امله يې اسلامي هيوادونه لاندې کړل ، په هغوی کې يې د خپلو نظرياتو د خپرولو له لارې خپل زهر و پاشل ، او د مسلمانانو چاپيريال يې د خپلې ګمراهۍ تر سيورې لاندې راوست .

مسلمانان هم په داسې حال کې ډيموکراسۍ ومنله چې ځنې د خپلې ساده ګۍ له امله د هغې د دوکې قرباني شول ، او ځنو نورو د ټګۍ او فساد له امله خپل قوم د هغې هلاکت په کنده کې ور وغورځاوه ، او امت يې له يو ډول فکري ځانکندن سره مخ کړ ،او په دې ډول د ډيموکراسۍ ښکاره کفر د شوری په نامه رواج وموند ، فحشاء او لنډغرتوب د آزارۍ تر عنوان لاندې ، الحاد او زنديقيت د عقيدې د حريت تر شعار لاندې خپور شو ، جاهلو او خسيسو (روشنفکرانو ) دين د فکر د آزادۍ په بهانه تر پوښتنې لاندې راووست .

امت د پلوراليږم يا د احزابو د ډيروالي په نامه ټوټه ټوټه شو ، له دې هر څه سره بيا هم وينو چې د ډيموکراسۍ دغه نوي دين ته دعوت روان دی ، او د منلو لپاره يې خلک د ليکوالو ، تصويري ، سمعي ، او چاپي رسنيو لخوا تشويقيږي ، او په خلکو کې د تحميلولو لپاره يې مجهزې لښکرې په جګړو اخته دي .

ډيموکراسې ددې زمانې تر ټولو لويه هغه فتنه ده چې په خپلو کرغيړنو اعمالو او تصوراتو يې اسلامي تصور ته خطرناکه ضربه ور ورسوله .

که چيرې د ځنو مخلصو علماؤ کوښښونه نه وای چې د ډيموکراسۍ د فساد مخه يې ونيوله ، ښايي ډيموکراسۍ د مسلمانو هيوادونو څخه د اسلام بيخ او ريښې ويستلی وای ، او د داسې چا په لاس يې ويستلې وای چې ځانونه مسلمان هم ګڼې او د اسلام د پاره د خدمت کولو دعوی هم لري .

خو الله تعالی پر هر حالت کې دين ساتي او له خپلو بندګانو څخه تل داسې خلک پيدا کوي چې له اسلام څخه په ژبه ، قلم ، او توره دفاع کوي لکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [ د تل لپاره به زما د امت يوه طائفه خلک د الله جل جلا له په دين ولاړ وي ضرر به ورته نشي رسولای هغه خلک چې د دوی مرسته نه کوي ، او نه هم هغه خلک چې د دوی مخالفت کوي تر هغې پورې چې قيامت قائم شي او دوی به په خلکو بر لاسي وي (متفق عليه ) .

نو دغه ډيموکراسي څه ده ؟

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. د آنلاین لارښود څخه ډیره مننه چی د غرب او مرداری ډیموکراسی پر ضد یی کلکه مبارزه شروع کړی ده . په رښتیا چی مونږ مسلمانان یو او څوک چی مسلمان وی هغه د غرب دا فاحش او مردار لفظ چی دیموکراسی ده نه شی منلی .

اترك تعليقاً