سلامونه اونیکې هیلې مې قبولې کړي
یوشمیر پيغلي اوښځي په خپل مخ لاسوونو او دبدن په نورو ځایونوخالونه ږدی دغه خالونه دستنې په واسطه وی اوشین رنګه داغ يي پاتي کيږي په دې اړ ه کوم شرع حکم شته اوکه نه لورینه وکړي اوپه دې اړه ماته معلومات راکړۍ
مننه اوبریاوې مو په برخه

حبيب الرحمن ابراهيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ښځې د پاره په مخ او لاسونو باندې د زينت د پاره خال وهل په اتفاق د مذاهبو حرام دي په دليل د دغه حديث شريف :

 لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .

الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، او هغه څوک چه د ډول او ښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای جل جلا له په خلقت کې تغير راولې .

د لعنت کليمه د سختې کبيره ګناه د پاره استعماليږي چې په دغه نا رواه پېشن او سينګار کې ناروا سينګار کوونکي ښځه او او چې دغه دنده تر سره کوي يا آرايشګاه دواړه شامل دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email