د څو ديني پوښتنو ځوابونه

السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته: محترمو زه یو دوه پوښتنی لرم هیله ده راته ځواب یی کړۍ: ۱- آیا دا صحیح ده چه که چیرته د میلمه څخه یو څه اوبه د اوداسه نه پاته شی نو د هغه کور د ښځینه وو لپاره په دغه پاته اوبو اودس کول حرام دی ؟ ۲- زمونژ  د مسجد امام صاحب وایی چه له رسول صلی الله علیه وسلم څخه ټول لس لکه حدیثونه روایت شوی او امام ابو حنیفه رحمت الله علیه ته نهه لکه احادیث یاد ول دا خبره تر کومه صحت لری ؟  ۳- مخامخ قبلی ته پښی غزول په خوب او په ویښه څه حکم لری ؟                    ۴- که چیرته یو څوک له کوزی څخه اوبه وڅښی  نو آیا په دغه پاته اوبو باند
ی اودس صحیح کیژی که نه؟ ۵- هغه روایت چه وایی (یاسین د قرآن زړه دی او د سورت یاسین یوځل تلاوت دومره اجر لری لکه لس ځله د ټول قرآن تلاوت) صحیح دی او که  نه ؟  ۶- که چیرته سړی یوه پاره یا یو سورت تلاوت کړی او ثواب یی له یوه څخه ډیرو مړو ته و بښی نو دا ثواب د ټولو مړو تر منځ تقسیمیژی او که هر  یو ته د پوره سیپاری او پوره سورت د تلاوت اجر رسیژی ؟     والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

عبدالرحمن

———————————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحپم

۱- په دې اړه مو شرعي دليل پيدا نه کړ .

۲- د احاديثو د شمير په باره کې څو قولونه وجود لري چې يو قول دا دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ټول ۷ لکه احاديث روايت شوی دي ، او دا چې امام ابوحنيفه ته څومره احاديث ياد وو ما ته علم نشته .

۳- قبلې طرف د پښو غزول قصداً د ادب خلاف کار دی او داسې کول مکروه دي .

کما کره مد الرجليه فی النوم اوغيره اليها ای عمداً لانه اساعت ادب (کفايت المفتي ج۳ ص ۱۹۰– درالمختار ۶۵۵۰ سعيد ) .

و في الآداب الشرعية:  يكره أن يسند ظهره إلى القبلة. قال أحمد -يعني الإمام أحمد بن حنبل-: هذا مكروه، وصرح القاضي بالكراهة. قال إبراهيم: كانوا يكرهون أن يتساندوا إلى القبلة قبل صلاة الفجر. رواه أبو بكر النجاد … إلى أن قال: (فصل في كراهة مد الرجلين إلى القبلة (الآداب الشرعية )

۴- د انسان او هغه حيوان چې غوښي يې خوړل کيږي پسخورده حلاله ده او په داسې ابو باندې اودس کول جايز دي په دليل د لاندې احاديثو :

: « وقد أتي عليه الصلاة والسلام بلبن فشرب بعضه وناول الباقي أعرابيّاً كان على يمينه فشرب ، ثمّ ناوله أبا بكر رضي الله عنه فشرب ، وقال : الأيمن فالأيمن » .  (من موسوسة الفقهية )

وعن عائشة رضي الله عنها قالت : « كنت أشرب وأنا حائض ، ثمّ أناوله النّبيّ صلى الله عليه وسلم فيضع فاه على موضع في فيشرب » (المسلم ۳۰۰ ) .

همدارنګه د هغو حيواناتو جوټه پاکه ده چې غوښې حلالې وي بغير له کوچه کشتو چرګانو ، په دليل د دغه حديث شريف : « أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم توضّأ بسؤر بعير أو شاة »

۵- دا حديث (إن لكلِّ شيءٍ قلبًا وقلبُ القرآنِ (يس) ومن قرأ (يس) كُتب له بقراءتِها قراءةُ القرآنِ عشرَ مراتٍ) د محدثينو په نظر اشد ضعيف او د ځنو په نزد موضوع دی .

: “الموضوعات” لابن الجوزي (2/313) ، “الفوائد المجموعة” للشوكاني (942،979 ، السلسلة الضعيفة – الصفحة أو الرقم: 169 الترغيب والترهيب – الصفحة أو الرقم 2/319

۶- مړو ته د قرآنکريم د تلاوت ثواب رسيږي د تقسيم علم يې الله تعالی لره دی تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تعليقات

  1. عبدالرحمن

    ډیره مننه وروڼو الله تعالی د جنتونه درکړی چه زما سوالونه مو راته ځواب کړل.

  2. د آنلاین لارښود څخه ډیره مننه چی مونږ ته هر ډول پوښتنی ځوابوی .

  3. محترم دسایټ کارکونکو:

    ما یو څو سوالونه درلیږلی امید چی جواب یی راکړی.

    په درناوی

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي