د اشعارو ويل او ليکل څه حکم لري ؟

د آنلاین اسلامی لارښود کارکوونکو ته سلامونه وایم ، دیدارالحق دیدار یم د ننګرهار ولایت د بټی کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی . زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چی د شعر لیکل او د هغی لوستل څنګه دی ؟ که معلومات مو په تفصیل سره راکړ نو ډیر به خوشحاله شم .

ديدارالحق ديدار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اناشيد او اشعار لکه خبرې داسې وي چې خبرې ښی او بدې وي

اناشيد او اشعار د جهاد د تشويق د پاره دخير د دعوت د پاره رواه دي :

عَنْ أَنَس رضی الله عنه قال: خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم إِلَى الْخَنْدَقِ فَإِذَا الْمُهَاجِرُونَ وَالأَنْصَارُ يَحْفِرُونَ فِي غَدَاةٍ بَارِدَةٍ، فَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ عَبِيدٌ يَعْمَلُونَ ذَلِكَ لَهُمْ، فَلَمَّا رَأَى مَا بِهِمْ مِنَ النَّصَبِ وَالْجُوعِ قَالَ:

«اللَّهُمَّ إِنَّ الْعَيْشَ عَيْشُ الآخِرَهْ    فَاغْفِرْ لِلأَنْصَارِ وَالْمُهَاجِرَهْ »

فَقَالُوا مُجِيبِينَ لَهُ:

 نَحْنُ الَّذِينَ بَايَعُوا مُحَمَّدَا        عَلَى الْجِهَادِ مَا بَقِينَا أَبَدَا. (رواه بخارى )

ژباړه : انس رضی الله عنه وايي :رسول الله صلی الله عليه وسلم د خندق طرف ته لاړ مهاجرين او انصار يې وليدل چې سبا وختي په يخ کې د خندق په کيندلو اخته دي هغوی مزدوران نه لرل چې دوی ته یې دا کار تر سره کړی وای .

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی لوږه او ستړتيا وليده ويې فرمايل ای خدایه ! (ژوند خو همغه د آخرت ژوند دی نو مهاجرين او انصار وبخښې )

هغوی د آنحضرت صلی الله عليه وسلم په ځواب کې وويل : مونږ هغه کسان يو چې هميشه دپاره او څو چې ژوندې يو له محمد صلی الله عليه وسلم سره مو په جهاد بيعت کړی دی .

فتاوی الاسلامية ليکي : د صحابو کرامو رضی الله عنهم عادت دا ؤ چې قرآن او سنت ته يې توجه کوله هغه به يې لوستل ،يادول به يې او په هغه به يې عمل کولو ددې ترڅنک به يې کله کله اشعار په ځنو ځايونو کې لکه د خندق د کيندلو ،جومات جوړولو او جهاد تللو په وخت کې ويل خو دا يې يو هميشنی کار او عادت نه ؤ . فتاوي اسلامية (4/532-534)

اشعار ويل او ليکل د لاندې ضوابطو او شرايطو په صورت کې جايز دي :

۱- د ښځې په شان آواز جوړول حرام دي .

۲- فحاشت ته به بلنه پکې نه وي مثلاً ، د بيګانه ښځو سره د مينې او عشق يادول يا د هغوی صفت بيانول و غيره .

۳- درواغ ، بهتان ، غيبت ، د بل کس سپکاوی به پکې نه وي ځکه چې دا ټول حرام دي .

۴- د ښځې په آواز کې به وي ځکه د ښځې آواز ستر دی .

۵- حرامو طرف ته به بلنه پکې نه وي مثلاً مليت پرستي ، ژبپرستي ، تعصب ، د کفارو تقاليد ، د شرابو جام او ساقي يادونه ، د فاسقانو حکمرانانو صفت ، غربي ډيموکراسۍ طرف ته دعوت او نور د شريعت مخالف امور به پکې نه وي .

۶- د اناشيد او اشعارو سره د موسيقۍ د آلاتو ږغول ( لکه څنګه چې په ځنو بدعتي صوفيان کې رواج لري ) حرام دي :

قوالی د موسيقی له آلاتو سره دا ټول شرعاً منع او بدعت دی کل بدعة ضلالة ، بدعت ته رواج ورکونکی ،په هغه کې شريک کيدونکی او اوريدونکی ټول فاسيقان دي (کفايت المفتي دوهم جلد ص ۹۹ ) .

کذا فی الهدایه ص ۱۴۶ :

السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء .

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .

وجاء في “الموسوعة الفقهية” (12/14) : ” يحرم التشبيب بامرأة معينة محرمة على المشبب أو بغلام أمرد ، ولا يعرف خلاف بين الفقهاء في حرمة ذكر المثير على الفحش من الصفات الحسية والمعنوية لامرأة أجنبية محرمة عليه ، ويستوي في ذلك ذكر الصفات الظاهرة والباطنة ، لما في ذلك من الإيذاء لها ولذويها ، وهتك الستر والتشهير بمسلمة .
أما التشبب بزوجته أو جاريته فهو جائز ، ما لم يصف أعضاءها الباطنة ، أو يذكر ما من حقه الإخفاء ، فإنه يسقط مروءته ، ويكون حراما أو مكروها ، على خلاف في ذلك .
وكذا يجوز التشبيب بامرأة غير معينة ، ما لم يقل فحشا أو ينصب قرينة تدل على التعيين ؛ لأن الغرض من ذلك هو تحسين الكلام وترقيقه لا تحقيق المذكور ، فإن نصب قرينة تدل على التعيين فهو في حكم التعيين .
وليس ذكر اسم امرأة مجهولة كليلى وسعاد تعيينا ، لحديث : كعب بن زهير : وإنشاده قصيدته المشهورة ” بانت سعاد . . بين يدي الرسول صلى الله عليه وسلم ” انتهى .

و جاء فی موقع الاسلام سوال جواب

لا حرج في شعر الغزل بالضوابط الآتية :
1- ألا يكون تشبيبا بامرأة معينة ، ينتهك فيها الشاعر حرمة من حرمات المسلمين ، ويعتدي على عرض مصون من أعراضهم ، فإذا كان تغزلا معروفا بامرأة معينة كان من كبائر الذنوب ، فقد قال الله عز وجل : ( وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا ) الأحزاب/58 .
2- ألا يكون من الغزل الفاحش الذي يشتمل على وصف جسد المرأة بما يثير شهوة السامع والقارئ ، أو يصف فيه الشاعر شيئا من علاقته الآثمة مع تلك المرأة ، فهذا كله من فاحش الكلام الذي جاء الإسلام لصيانة ألسنة الناس وأسماعهم عنه ، حفظا للمجتمعات من انتشار الرذيلة والافتخار بها كما هي عادة أهل الجاهلية القديمة والمعاصرة .
3- ألا يرافقه الغناء والمعازف على الطريقة المعروفة اليوم مما يعتاده أهل المعاصي والشهوات .
4- وإذا كان الشاعر يتغزل بمن يحل له التغزل بها كالزوجة : فلا حرج إذا كان الشعر محصورا بينه وبينها ولا يطلع عليه أحد ، فإذا أراد نشره فلا يجوز أن ينشر منه ما يصف فيه جمال زوجته ، فقد نهى النبي صلى الله عليه وسلم أن تنعت المرأة المرأة لزوجها كأنه ينظر إليها ، فمن باب أولى عدم جواز نعت الرجل زوجته للسامعين .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ستاسو د معلوماتو څخه یوه نړۍ مننه چی مونږ ته مو راکړ الله مو همیشه کامیاب لره .

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي