په اوسني تعليمي نصاب کې د غربي ديموکراسۍ مهم اهداف

بــــســـم الله الــرحــــمــــــن الـــــرحـــيـــــــم

په اوسني تعليمي نصاب کې د غربي ديموکراسۍ مهم اهداف

الحمدلله وكفى, والصلاة والسلام على النبي المصطفى, وآله ومن اقتفى, وبعد:

په اسلامي هيوادونو کې د سيکولار, يا غربي ديموکراسۍ د نورو ناوليو, او شومو اهدافو تر څنګ يو مهم هدف د تعليمي نصاب بدلول دي .

داسې نصاب چې سيکولار وي، اسلامي روزنه او ثقافت هسې تش په نوم, او ډير کمزوری وي, او په دې سره نوی ځوان نسل ښکار کوي او د هغوی په دماغ کې د خپلې ناوليې ديموکراسۍ تګلياري پيچکاري کړي .

کله چې افغانستان د نړيوال کفري حشر لخوا يرغل شو، هغوی ددې پر ځای چې د پوهنتونو او تکنالوجی په برخه کې يې د درسي موادو او وسائلو کومک کړای وای د هغه پر ځای يې د جهاد د وخت کامل ، سالم اسلامي نصاب يې له مينځه يوړ په ميليونونو دالر يې مصرف کړل او د خپلې خوښې نصاب يې را مينځ ته کړ .

په همدې شان په کال ۲۰۰۶ م امريکا د خپل سفير په ذريعه د پاکستان سره د نصاب بدلولو په موخه يوسل پنځه څلويښت (۱۴۵) مليون ډالر مرسته ورکړه همدا شان دغه مرسته او د نصاب بدلولو وړانديز يې د سعودی عربستان حکومت ته هم وکړ، مګر د سعودی عربستان د حکومت له پلوه د نصاب د بدلولو امريکايې فورمول رد کړای شو، امريکا هم خپله مرسته فسخه کړه .

د اوسني تغير شوي نصاب په اړه مو څه ټکې د موشت نمونه خروار په توګه بيان کړي دي چې په اړه يې قضاوت تاسې ته پريږدو :

اول: ديني نيمګړتياوي :

۱- ځوان نسل د ديموکراسۍ په مفکوره روزل :

ديموکراسي:  Democratic يوه لاتيني کلمه ده چې له دوو برخو جوړه شوي ده :Demos  په معنى: د خلکو, او: Cratie په معنی: د حکومت, چې پوره معنی يې د خلکو حکومت دی چې ددې نظام جوړونکی بشر دی هدف يې د سياست يا حکومت څخه د دين جلا کول دي يعنې د ديموکراسۍ فيصلې او قوانين ساختګي دي د خلکو لخوا جوړيږي .

په موجوده نصاب کې دغه مفکورې ته زياته توجه شوي ده چې د اجتماعياتو په مضامينو کې ددې نظام د جوړښت طرزالعمل بيان شوی دی د مطالبو ځينې نمونی يې دا دي:

[قوه مقننه : د خلکو او دولت د پاره قوانين جوړوي چې عبارت له ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه دي ] .! (اجتماعيات، صنف: ششم, ص: ۸ ) .

د اساسي قانون په اړه ليکي :

[ قانون اساسي چې “۱۶۷” مادې لري په ۱۳۸۲هـ.ش. د ولسي جرګي لخوا تصويب شو ددغه قانون په شيږم ماده کې راغلي : “دولت ايجاد یک جامعه مرفه و مترقي بر اساس عدالت اجتماعي ، حفظ کرامت انساني ، حمايت حقوق بشر ، تحقق دموکراسي .. مکلف است” ]

(اجتماعيات، صنف: ششم, ص: ۱۰ ) .

حال دا چې غربي ديموکراسي د اسلام سره په ټکر کې ده ځکه د اسلامي سياست او حکومت ټول قوانين او فيصلې الهی قوانين دي:  (إِنِ الْحُـــــكْمُ إِلَّا لِلَّهِ )

دين هيڅکله له سياست څخه نشي جلا کيدای بلکي اسلامي سياست د دين رکن دی .

ځکه چې د ټولو پيغمبرانو -عليهم السلام- د رسالت يو اساسي هدف دا ؤو چې په ټولنه کې عدل قايم کړي، واضحه ده چې د عدل د قايمولو دنده د حکومت وظیفه وي .

قوله سبحانه و تعالی : ( لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ) الحديد: ۲۵

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .

او بل دا چې :

د اسلام تاريخ په دوو برخو ويشل شوی دی: د تکوين دور, او د حکومت او شريعت د تأسيس دور.

د تکوين دور چې په مکه کې د وحی د نزول نه شروع وه پيغمبر -صلی الله عليه وسلم د الله -جل جلاله-

د دستور له مخې د شرک او بت پرستی پر وړاندې مبارزه کوله, خود مدينی منوری ټوله دوره د حکومت او شريعت په تأسيس کې تير شوي ده .

نو دين به ولې له حکومت څخه جلاوي ؟!

 

۲- په ځوان نسل کې د کفري تقليد او فحشاء رواجول :

د اوسنې نصاب په کتابونو کې ډير مطالب او چاپ شوي تصويرونه په ډاکه د کفري تقليد او فحشاء او بې شرمۍ لورې ته څرګنده بلنه کوي لکه د ښځو بې حجابه تصويرونه، د نارينه, او ښځو تر مينځ ګډون او اختلاط, او کفري کلتور, او داسې نور .

د مثال په ډول ، د دوهم ټولګي د پښتو د کتاب په لومړی مخ باندې د ښځه بې حجابه تصوير چاپ شوی دی, چې ويښتان يې لوڅ دي, او دا ډول تصويرونه په نورو کتابونو کې ډير تر سترګو کيږي, د “تعليمات مدني” په مضمون کې د بيګانه کورنيو تصويرونه (صفحه ۱۰-۱۷ تعليمات مدني صنف هفت ) د نارينه او ښځو تر مينځ د ګډون يا اختلاط تصويرونه ( تعليمات مدني, ص: ۱۷-۲۱-۲۹ دروس اجتماعي, ص: ۳۳ ) او نور، اول دا چې بې ضرورت د روح لرونکو تصويرونه چاپول په اتفاق د امت حرام دي, او بل د ښځې وي که نارينه د تصوير چاپول حرام دي؛ ځکه په اسلام کې د نامحرمو څخه د نظر ساتل او حجاب کول فرض دي, او بل دا چې دا ډول فاحش بې حجابه تصويرونه, او د نارينه, او ښځو ګډ يا مختلط تصويرونه چاپول د فحاشت او کفري تقليد او صفاتو رواجول دي .

دې ته ورته په لسګونو نور تصويرونه په دغه نصاب کې ليدل کيږي .

اول: داچې بې ضرورته د تصوير جوړول او چاپول په اجماع د امت حرام او سخته ګناه ده؛ لقول رسول الله – صلی الله عليه وسلم – :” إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ ” رواه: البخاري و مسلم.

 ترجمه:(د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب د تصوير جوړونکو دی ) .

دوهم: په دې تصويرونو کې بې حجابۍ او اختلاط (د بيګانه نارينه او ښځو ) ته د خلکو بلل دي چې دا عمل په خلکو کې د منکر او فحشاء خپرول دي ، لقوله الله سبحانه وتعالی : (إنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ) الحج: ۱۹

ژباړه : يقيناً هغه کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کې فحشاء او ناوړه کارونه خواره کړي هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک عذاب وړ دي الله (جل جلا له) پوهيږي او تاسې نه پوهيږی .

۳- د اسلامي شريعت خلاف مطالب :

په دغه نصاب کې ډير مطالب د اسلامي شريعت خلاف دي لکه: د موسيقی د آلاتو او اټن يادونه

(دوهم صنف، د پښتو کتاب، ص: ۴۹) ، وزلوبهبزکشي چې يوه ظالمانه لوبه ده په اتفاق معاصرو فقهاؤ حرامه ده ( دوهم صنف, پښتو کتاب, ص: ۴۷، دری, صنف: سوم ص: ۳۹)

د اور پرستو اختر ( نوروز ) مطلب (دری, صنف اول: ص: ۸۷ ) او داسې نور مطالب .

د موسيقي ټول آلات او سندرې د قرآن او سنتو په نصوصو باندې حرام دي, بغير له دائره (دف) د نکاح په وخت کې د ښځو د پاره د خاصو شرعي شرائطو په چوکات کې، ولی په دې کې شک نشته چې ځينې کسان موسيقي ته د روا والي دلائل لټوي, هغه موسيقي چې د ځوان نسل د اخلاقي، علمي, او اقتصادي زوال سبب ګرځي، ځکه چې د داسې کسانو په اړه رسول الله -صلی الله عليه وسلم- له پخوا څخه وړانديزکړي دی او فرمايي :

“لَـيَكونَنَّ من أمتي أقوام يستحلون الحِرَ,  والحريرَ, والخمر, والمعازِف” البخاری:(5590)

ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به د زنا فاحش عمل، ابريشم, شراب،ساز, او موسيقي حلال بولي .

 ردالمحتار ليکي :  الملاهي نوعان: محرم, وهو: الآلات المطربة من غير غناء كالمزمار سواء كان من عود أو قصب كالشبابة أو غيره كالعود والطنبور؛ لما روى أبو أمامة أنه -عليه الصلاة والسلام- قال:” إن الله تعالى بعثني رحمة للعالمين وأمرني بمحق المعازف والمزامير” ولأنه مطرب مصد عن ذكر الله
والنوع الثاني: مباح, وهو: الدف في النكاح . (ردالمختار درالمختار 7/153 )

همدارنګه وزلوبه (بزکشی ) ، د سپيو جنګول ، چرګانو او زرکانو جنګول په اتفاق د امت حرام دي .

وزلوبه يوه ظالمانه او د ډيرو منکراتو ډکه لوبه ده, چې په دې لوبه کې :

 ۱- قمار

 ۲- اسراف “د آسونو او چپندازانو په تربيه باندې زيات لګښت”

۳- کفري تقليد دی, چې لومړی رواجونکی يې جنګيزخان دی چې دغه ظالمانه لوبه يې په اسلامي هيوادونو کې ۷۱۲ هجري کې رواج کړه

۴- پر کوم خوسکي چې دوی لوبې کوي هغه الله تعالی د دوی ددې ډول هوس لپاره نه دی پيدا کړی، بلکي الله تعالی د يوې معقولې ګټې اخيستنې د پاره پيدا کړی دی, نه دا چې لوبې پرې وکړي, او هغه په دې ظالمانه لوبه کې دانګ دانګ کړي. ۵- دغه لوبه دومره وحشي لوبه ده چې چاپ اندازان د خپلې تنخوا، انعام او د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو پخاطر يو د بل پښې او لاسونه ماتوي ځنې وختونه مرګ هم مينځ راځي او هيڅ پروا هم نه پرې کوي نه کسات شته او نه هم ديت ځکه چې په لوبه کې وژل شوی دی صرف واريثانو ته يې يو څه اندازه پيسی ورکول کيږي او بس .

 رسول الله -صلی الله عليه وسلم- د بې هوده لوبو او لهو لعب په باره کې فرمايلي دي چې :

 «‌كل شي‌ء ليس من ذكرالله فهو لغو وسهو إلا أربع خصال‌: مشي الرجل بين الغرضين, وتأديب فرسه‌، و ملاعبته أهله‌، وتعليم السباحة»‌  أخرجه النسائي‌‌.(الدر المنثور:4/86)

يعنې : ټولې لوبې او بازۍ بې هوده او د الله تعالی له ذکر څخه غافله کوونکي دي بغير له څلورو شيانو :د سړي تګ يا منډه د دوو اهدافو تر مينځ، د آس تأديب او آمده کول د جهاد لپاره، د خپل كورنۍ سره ملاعبه، او لامبو يا آب بازي .

نو ثابته شوه چې د بزکشی لوبه: د اسلام خلاف ظالمانه او جاهلانه لوبه ده .

همدارنګه : د نوروز لمانځل د اور پرستو اختر دی، حال دا چې په اسلام کې د فطر، او قربانی اخترونه دي او ددې ورځو نه بغير د نورو ورځو لمانځل په اسلام کې نشته، او داسې عمل بدعت دی . «خَيرَ الحَديثِ كِتابُ اللهِ، وَ خَيرَ الهَديَ هَديُ مُحَمَّدٍ -صلی الله علیه وسلم- ، وَ شَرَّ الأُمُورِ مُحدَثاتُها، وَ كُلَّ ‌بِدعَةٍ ضَلالَةٌ» مرقاة – شرح مشكاة المصابيح .

يعنې : غوره وينا د الله تعالی کتاب دی او غوره لاره او طريقه د محمد -صلی الله عليه وسلم- لاره او طريقه ده ، بدترين امور نوې مسائل دي او هر بدعت (نوي امور په دین کې ) ګمراهي ده .

او بل دا عمل د کفارو مشابهت په کې ده، چې په اړه داسې وعيد راغلی دی : “مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ” الحديث رواه أبوداود.

او که څوک چې دغه ورځ د عقيدتې احترام او تعظيم له مخې ولمانځې د دغه لمانځلو په اړه فتاوی قاضی خان ليکي :

 رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

(که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت ددې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي ).

 

۴-  د شرعي احکامو او مسائلو تحريف :

په دغه نصاب کې د شرعي احکامو د تحريف کوښښ شوی دی لکه :

مواد مخدر چې عبارت له شرابو “خمر” ، چرس او پودر ترياک څخه دي مګر په دغه نصاب کې مواد مخدر پودر ، چرس او ترياق ښودل شوي, خو شرابو ته هيڅ اشاره نه ده شوي (دری, صنف: سوم ص:۸۴ ) حال دا چې دا ټول مواد مخدر (ضرر لرونکي ) دي مګر د چرسو او ترياکو په نسبت په اسلامي شريعت کې د شرابو “خمر” په اړه سخت وعيد راغلی دی او د دغه سزا د پاره حد ټاکل شوی, مګر هغوی د شرابو “خمر” څخه هيڅ يادونه نه کړی د خپل دين احکام او مسائل يې تر پښو لاندې کړی دي, مګر د سيکولار د فرهنګ او عاداتو يې احترام کړی دی تر څو د هغوی خيال ورباندې پريشانه نشي .

د بشر د حقوق په نوم يو مطلب ليکل شوی چې پکې ليکل شوي دي:” قانون بشر اين است که حقوق انسان را بدون در نظر داشت اينکه در کجا زنده ګې ميکند ، به کدام مذهب اعتقاد و به کدام قوم تعلق دارد حفاظت ميکند” .(دری, صنف: چهارم, ص: ۱۴۶ ) .

حال دا چې په اسلام کې د مسلم او غير مسلم په حقوقو او احکامو کې لوي فرق دی، د مسلم حقوق جلا او د غير مسلم حقوق جلا دي، همدارنګه د غير مسلم “كافر” په حقوقو او احکامو کې هم لوی فرق دی لکه حربي ځانته احکام لري، ذمي او معاهد ځان ته حقوق او احکام لري, خو دوی دغو ټولو ته په يو شان حقوقو قائل شوي دي چې دا د سيکولار يو مهم هدف دی تر څو د مسلمانانو له زړه څخه د کفر او کفري عقائدو نفرت لري کړي .

 الله تعالی مؤمنانو ته حکم کړی دی چې پرته له مؤمنانو به کافران دوستان نه نيسئ؛ لقوله سبحانه وتعالی : (لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ) [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه ورته څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

همدارنګه د غير حربي او حربي کفارو په احکامو کې هم لوی فرق دی :

چې د غير حربي “ذمي او معاهدو کفارو سره” معاملات کول جايز دي؛ لقوله سبحانه وتعالی :[ لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ … ] ( الممتحنة:8) .

مګر د حربي کفارو ( هغه کفار چې د اسلام په خاوره يې يرغل کړی وي او د مسلمانانو سره د جنګ په حال کې وي ) هيڅ ډول معاملات کول جواز نه لري بلکي د هغوی پر وړاندې د قتال او جهاد حکم دی؛ لقوله سبحانه وتعالی : [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] . (الممتحنة:9) .

و لقوله الله سبحانه وتعالی : [ وقاتلوا في سبيل الله الذين یقاتلونکم .. ] (البقرة:190)

په نصاب کې باربار په صلح تأکيد شوی, او د جنګ او جګړی څخه نفرت ښودل شوی, حال چې واقعاً هغه صلح چې د اسلامي شريعت د احکام موافق وي خاص منزلت او اهميت لري, خو په اسلام کي د کفري يرغل او فساد پر خلاف جهاد کول هم د اسلام حکم دی, دلته د استعماري اهداف د پلې کولو په مخه په صلح زيات تأكيد شوی دی خو د جهاد پر ځای د جنګ او جګړی، د وطن دفاع او ميړانې او استقلال الفاظ کارول شوی دي، د صلح څخه د استعمار هدف د اشغال په مقابل د مسلمانانو تسليميدل او د جهاد څخه لاس اخيستل دي .

د الله تعالی په نزد: دين إسلام او إسلامي شريعت دی :

او دا دين هيڅ څوک نشي تحريفولی, او نه هم تر اوسه پورې څوک په دې باندې توانيدلي دي, بلکي هر څوک چې د اسلام خلاف لارې ايجادوي هغه د هغوي پر خپله ګمراهۍ او ضلالت دلالت کوي, او په اسلام پورې هيڅ اړه نه لري .

۵- نـشـنـلـيـزم او مـاده پـرسـتـي :

په دغه نصاب کې د الله بنده ګۍ لورې ته د دعوت پر ځای د ماده پرستۍ، وطن پرستۍ باندې تأکيد شوی دی .

مثلاً: د لومړی صنف دری ، پښتو کې کتابونو کې چې د جهاد د وخت نصاب کې: الف: الله, وو, يعنې هدف د الله بنده ګی ته بلنه وه, د هغه پر ځای د الف – انار عنوان راوړل شوی دی .

او د هر کتاب په لومړی سر کې: ملي بيرغ او ملی سرود راوړل شوی دی او ظاهراً د په دغه نصاب د وطن دوستی لاپې ډيرې دي خو څوک چې د الله بندګۍ او د هغه د اوامرو لحاظ و نه کړي, هيڅکله به د وطن د پاره ګټور نه وي, بلکي خاين به وي, د وطن دوستي ناري کمونستانو هم وهلي خو هغوی ددې مظلوم ولس سره څه و نه کړل؟ ، د ديموکراسۍ علمبرداران هم د وطن دوستي ناري وهي خو  هغوی د وطن سره په خيانت کولو، فساد او چور کې په نړيواله سطحه لومړی مقام کټلی دی .

نو څوک چې الله تعالی ته وفادار نه وي هغه هيڅکله خپل ملک او هيواد ته وفادار نشي کيدای ، نوی نسل بايد په اسلامي روحيه و روزل شي تر څو د اسلام او وطن دواړو لپاره وفادار وي او که مادي پرسته وروزل شي نو هغه به يوازې د خپلې خيټې ډکول پيږني او بس *. ‏

د وطن ، قوم او ژبې سره مينه لرل طبيعي ده، مګرهر هغه قوم، ملت، سمت, او تنظيم پرستي او د هغه طرف ته د خلکو بلنه چې د حق پر وړاندې وي تعصب دی ځکه مسلمانان د (لا إله إلا الله محمد رسول الله ) تر بيرغ لاندې ټول شوې دي ، ددې بيرغ لاندې ، وطن ، قوم او ګوند نه چليږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ( لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ). (ابوداود  5121 ) .

يعنې : هغه څوک له مونږ څخه نه دی چه خلک قوميت ته رابولی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په دغه منظورجګړه کوی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په همدی مفکوره مړ شي .

همدارنګه مسلم شريف روايت نقل کړی دی چې ( مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ يَدْعُو عَصَبِيَّةً أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ ) (المسلم ۱۸۵۰ ) .

يعنې : څوک چې د تعصب غوښتنې تر بیرغ لاندې يا د تعصب د مدد د پاره مړ شي مرګ يې د جاهليت دی .

تخنيکي نيمګړتياوې :

نومړی نصاب زياتې تخنيکي نيمګړتياوي لري چې ښوونکو، او زده کوونکو ته تر ټولو ښې څرګندې دي ، د نصاب هدف دا دی تر څو د زده کوونکو د پاره درسي پلان مشخص شي، کوښښ وشي چې هره موضوع ښه واضح د زده کوونکو له سويې سره سمه بيان شي، د جهاد د وخت په نصاب کې دا هر څه په پام کې نيول شوی وو، مګر په دغه نصاب کې يوه ساده موضوع په پيچيده شکل بيان شوی ده، د ابتدايي په کتابونو کې په صفحه کې د دريو، څلورو لغات پر ځای تقريباً شل پنځويشت لغات ذکر شوی دی هغه هم په وړوکي سايز چې د لومړی، دوهم، او دريم ټولګي زده کوونکي د پاره د هغه لوستل او زده کول سخت دي .

د ليسې په ساينسي کتابونو کې د ابتدايي مسائلو د ښه وضاحت پر ځای پشرفته مسائل ځای پر ځای شوی دي، که زده کوونکی په ابتدايي مسائلو سم پوه نشي هغه به څنګه په پيشرفته مسائلو پوه شي .

په دغه نصاب کې بې حده زياتې ګرامري غلطۍ دي، مثلاً: د پښتو په کتاب کې د پښتو ګرامر په نظر کې نه دی نيول شوی، په ځینو ځايونو کې د لغاتو تر مينځ فاصله په نظر کې نه ده نيول شوي .

حال دا چې په دغه نصاب باندې په میليونو ډالر مصرف شوی دي .

وماتوفيقي إلا بالله عليه توكلت وإليه أنيب..

وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وسلم تسليماً كثيراً..

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

آن لاين اسلامي لارښود

کابل افغانستان

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. الحمدو لله شکر چی داسی مسلمانان ورونه شته چی د نوور مسلمانانو ورونو او خویندو قلبونه را ژوندی کوی، انشا الله دحقیقت لار مجله به دغه مطب د خپلی مجلۍ دلاری څخه نورو مسلمانانو ورنو او خویندو ته هم رسوی، د اسلام لارښود چلونکو ته دی الله تعالی په دنیا او اخرت کی اجر نصیب کړی.

  2. ډيره مننه :
    زه هم غوارم په دی هکله حه ووایم
    ۱- کله چی فقهی احکام، احادیث له قضا حخه لری شی، او بشری قوانین وضع شی نو پدی صورت کی به زمونر نوی نسل چی په اینده کی رازی هغه به د قضا په برخه کی صرف قوانین پژنی او بس نو دلته به دقران حدیث فقهی او اجماع فیصلی لغوه شی. او دبشر جور کری قانون به پلی شی او نوی نسل به همدغه باندی عقیده لری، د جزا په قانون کی یوه ماده ده چی هیح عمل جرم نه کنل کیژی مکر چي په قانون کی ذکر شوی نه وی، نو ایا د اداری فساد په وراندی کله هم یوه ماده شته؟ نو پًدی حالاتو کی به مو محکمی مکملی دسیکولریزم تر تاسیر لاندی واقع وی.
    ۲- په تعلمی ساحه کی : مخکی مختونو کی به درسی نصاب داسی وو چی د ددینی او ساینسی مضمونونو تر منح اندول موجود وو مثلا فقه عقاید تفسیر حدیث، قران کریم، تجوید، دینیات،منطق، او داسی نور دینی مضمونه لکه شروط صلات، خلاصه، قدوری، نورظلم، … او داسی نور، نو کله به چی یو شاکرد له مکتب حخه فارغ شو له دینی لحاظه به مکمل روزل شوی وو نو اوس مهال دا مضمونونه صرف دینی شونه، اسلامی تعلیمات، تفسیر او تجوید باندی بدل شوی، مکر که دهغه درسی حجم وکوری نو تر ۵۰ صفحو پوری به ورسی او هغه هم په خاصو صنفونو کی لوستل کیژی په داسی حال کی چی په پخوانی نصاب کی په هغه صنف کی دا تول لوستل کیدل. نوم آیا اوس چی کله زمونژ شاکرد فارغ شی هغه اسلام او ایمان سره پرتله کری؟ زه مطمین نه یم.
    ۳- زمونژ لومری مدرسی د کلی جوماتونه وو، هغلته به د جومات ملاصاحب تول هغه درسونه او احکام چي په طفل پوری اره لری ور زده کول لکه قران شریف د لمونح احکام، اخلاق ، اداب ، تهزیب او داسی نور جومات د ادب یوه مدرسه وه، نن دهغه جومات ملا صاحب یا خو نشته یا خو شهید شو یا خو له ملکه فرار شو او یا هم جومات ته نزی، زمونر د کلیو هلکان اوس د جومات د تعلیم دوره په لهولعب کی تیروی، نو ایا دا هلکان به په راتلونکی کی اصلاح شی؟ هیح کله نه،
    ۴-دپوهنی تول ارکانونو ته مکتوبونه ولیکل شول چی له هلکانو سره به دیر نرم چلیژی او هغه به تهدیدوی نه، دا خبره خو صحی ده مکر ددی پایلی کله هم چا کتلی او کنه؟ دا هغه فارمول دی چی په ملک کی یی د بی ادبی لپاره بنست کیشود، او اوسنی هلکان ددی په حای چي د پلار، استاد، مشر احترام وکی دهغه توحین کوی،
    پایله : نو پداسی یوه حالت کی به زمونژ راتلونکی شاکردان او محصلین د ددین په نامه هیح هم ونه پژنی ا و دوی به صرف د بشر ساخته قوانین پژنی او بس، چی دا داسی د بدبختی یو بحران دی چی کنترول به یی بیادیر مشکل وی.

  3. السلام عليكم، الله دي جنت په نصیب کی
    بیدار بیدار شی ای مسلمانانو!
    کوشش وکړئ چی دا مطلب هر ویب سایت هر مجلس، هر پوهنتون، مکتب، ټولنه کې نشر کړي..
    او تره خیل ورور ته وایم: خیر یوسې، لکن: “إن شاء الله” داسي وليكه زړګیه..

اترك تعليقاً