اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته
اما بعد
د خدای تعالی له دربار څخه تاسو ټولو ته چه دا صفحه پر مخ بیایی اجر عطیم غواړم
پوښتنه
نن سبا ډیری ځوانان د فیسبوک مینه وال دی او خپل ډیر خت په فیسبوک کی تیروی خو په دغه صفحه کی یا خپل عکسونه او یا نور مبتذل عکسونه خپروی په داسی حال کی چی په همدی وخت کی به بل ملګر ی کوم حدیث شریف اویا ایت شریف هم نشر کړی وی یعنی په عین وخت کی داوړه په یوه صفحه کی امید چه په دی هکله راته پوره معلومات راکړی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړي دا چې بې ضرورته د ساه لرونکو تصويرونه څخه په اسلامې شريعت کې منع شوې ده (تفصيل دلته وګورئ ) .

بل دا چې غير اخلاقي او شهوت پارونکي تصويرونه د بې حيایی او فحشاء خرول دي کبيره ګناه ده او د داسې کسانو د پاره د سخت عذاب خبرداری دی کوم چې غواړي په خلکو کې بې حيايي او فحشاء خپره کړي .

قوله تعالی : إنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (حج ۱۹) 

يقيناً هغه کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کې فحشاء او ناوړه کارونه خواره کړي هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک عذاب وړ دی الله جل جلا له پوهيږي او تاسې نه پوهيږی .

په فيسبوک کې که څه هم ځنې ځوانان ګټور نشرات کوي ولي ډير يې سخت زرهجنې خپروني کوي لکه : تعصب او نيشنليزم ته بلنه کول ، د فحشاء خرول ،  اسلام ضده مطالب خپرول ، د کفر ، ارتداد ، ګمراهۍ ، شرک او بدعت خپرول او داسې نور ځکه په دې شبکه کې هر څوک بغير له مصرف څخه په آسانۍ کډون کولای شي او په خپرولو هيڅ قسم نظارت او قيودات نشته .

نو څوک چې فحشاء ، ګناه او کفر غواړي هغوی د خپل دغه شوم هدف د پاره کار کوي او څوک چې اسلام غواړي د اسلام د بقاء د پاره کار کوي .

او هغه کسان چې د اسلام ضد خپروني کوي په دې ښه پوه شي چې د اسلام پر وړاندې ټول کفر لاس يو کړی دی او د خپلي قوي تنالوژی په مت يې د اسلام د له مينځه وړلو په لاره کې هيڅ شی او هيڅ ډول عمل نه دی سپمولی خو سره له دې اسلام په ټوله نړی داسې په چټکی سره نشر او خپريږي چې کفر او الحاد يې بالکل حيران کړی دی ، داسې تازه دی چې ته به وايي همدا اوس نازل شوی دی .

نو چې د ستر اسلام ضد نړيوال کفري حشر په دومره فعالت څه و نه شول ، د څو لوپرو ، لوچکو، بې فرهنګه او بې کلتورو په هلو ځلو به څه وشي ؟ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email