فرانسوی ديپلمات په اسلام مشرف شو

د جهان اخبار اسلام په حواله او د عربی منابعو د راپور له مخې په داسې حال کې چې غربي سکولار هيوادونو د اسلام د چهرې د بدنامولو د پاره ټول کوښښتونه په کار اچولی دي مګر سره له دې د کويت په هيواد کې د فرانسې د سفارت کنسل مسلمانيدل ددې څرګندونه کوي چې د غرب اسلام ضد تدابير د با ايمانه انسانانو په ځان او روح هيڅ تأثير نه لري .

دا فرانسوي ديپلمات چې د يو سکولار هيواد کارکونکی دی د لمونځ کوونکو د الله اکبر نارو په مينځ او په يوه خوشحاله معنوي فضا کې په اسلام مشرف شو .

هغه د کويت د السلام د سيمې په ستلان نومې جومات کې د شهادتين په لوستلو سره په اسلام مشرف شو .

هغه په دې اړه وايي : الله تعالی د ايمان د پاره زما د زړه دروازه خلاصه کړه او د زړه په ايمان او پوره اطمنان د اسلام په مبين دين مشرف شوم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. عبدالقدیر

    ګرانو قدرمندو د آن لاین اسلامی لارښود استادانو او کارکوونکوالسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
    غواړم یوه نوی خبر تاسو محترمو سره شریک کړم
    هغه دا چه زمونز یو خارجی همکار چه په یوه ډیره مهم دنده کښی یی کار کاوه پر اسلام مشرف شوه او دشهادت کلمه یی وویله د هغه نوم مکنس چه د سویدن اصلی اوسیدونکی ده او نوم یی پر محمد انس تبدیل کړ. ده خپله زمونز سره مرکه کښي وویل چه ما دری کاله پر افغانستان کښی او نور اسلامی هیوادو کښی داسلام په باره کښی می معلومات راټول کړه بلااخیره اسلام سپڅلی دین می قبول کړ. اوس ډیر ارامه یم او دزړه سکون راته پیدا شوی لیکن زه ډیر زیات ضرورت لرم چه داسلام ارکان او بیناوی زده او عمل پری وکړم . دی فعلا ۴۳ کاله عمر لری. مونز تری پوښتنه وکړه چه څه علت شوه چه اسلام دی قبول کړ. هغه وویل دواقعی مسلمانانو نیک برخورد اوصمیت او اخلاص سبب شوه چه زه د اسلام په باره کښی تحقیق وکړم بلاخیره موفق شوم چه خپله حقیقی لاره پیدا کړم
    مونږ ورونو هم داسلام سپڅلی دین په باره کښی معلومات ور کړه ډیر زیات خوشحاله شوه او تر اوسه پوری مونز سره په تماس کښی ده.
    دا حقیقت ده چه نن زمونږ مسلمان ورونه صرف د مسلمان پر نوم خوشحاله دی. حال داچه دنړی پر کوټ کوټ کښی داسلام سپڅلی دین په باره تحقیق کیږی. زما دیو مسلمان ورور پر صفت ستاسو مسلمان ورونو ځخه دا هیله ده چه راځی پر خپلو برخوردنو اعمالو کښي تغیر راولو او واقعی مسلمانان ځان جوړکړو
    دنورو معلوماتو په اړه کولی شی ماسره په پورتنی ایمل اړیکه ونیسی او د فس بوک ادرس هم دی عبدالقدیر په نوم ده

  2. I favor the precious information and facts a person present in your articles. I will search for ones web site look one more time right here often. I am very a number of I will be informed numerous new things appropriate here! All the best ! for an additional!

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي