په بيع او تجارت کې د وکيل د پاره ګټه جايز ده ؟

ډیرمحترم د اسلامي لارښود چلونکو السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
زه په یوه تجارتی کمپنی د خریدار په صفت دنده ترسره کوم او ډیر کوشش کوم جی له حرامو ځخه ځان وساتم حو بغضی اوفاتو کی لاندینو حالاتو سره مخامخ کیږم نه پوهیږم جی دابه حلال وی که حرام؟
1:زمونږ شرکت کړنلاره داسی ده جی یوه میاشت مخکی نرخ له دوکاندار ځخه اخلی او په بله میاشت کی پیسی راځی جی کله پیسی راشی نو له هغه دوکاندار سره بیا جنس نه وی مونږ مجبوریږو جی له بل دوکان ځخه یی راونیسو چی بدی وخت کی دجنس قیمت له لومړی هغه ځخه تفاوت لر ی یعنی ارزانه وی دیادولو وړده چی جنس هم عینی جنس وی اوپیسی هم بیرته نه لیږدول کیږی ځکه پیسی له همدی لپاره خاص شوی وی دغه تفاوت یا پاتی پیسی  په خپله نفعه استمالولی شو
فرضا دیو کمپنی لپاره دمبایل 1000افعانیو کریدت کارت له پرجون پلورنځی ځخه په 1000افغانیو او که خریدار همدغه کارت له عمده پلورڼځی څخه په 960 افغانیو راونیسی دا پاتی پیسی په خپله نفع استمالولی شی؟

سيد خاليد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نه داسې کول جايز نه دي ځکه تاسې د کمپنې او شرکت لخوا وکيل مقرر شوی ياست او تاسې ته د دغه دندې په عوض کې جلا معاش او اجرت درکوي ، دا کټه د کمپنی ده نه د وکيل ، وکيل به په پوره امانتدارۍ سره دغه پيسی خپل مالک ته سپاري .

الله جل جلا له  د مؤمنانو په صفاتو کې فرمايي : وَالَّذِينَ هُمْ لأمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (٨)] (مؤمنون/8) « او هغه کسان چې د خپلو امنتونو او وعدو رعايت کوي  » .

قال الله تعالى : ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا ) النساء /58 .

وقال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( أَدِّ الْأَمَانَةَ إِلَى مَنْ ائْتَمَنَكَ ، وَلا تَخُنْ مَنْ خَانَكَ ) . رواه الترمذي (1264)  يعنې : چا چې تا ته امانت سپارلی وي د هغه خيال ساته ، او چا چې ستا سره خيانت وکړ ته د هغه سره خيانت مه کوه

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي